<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-05 18:05:23    
د چين د هوخه هاوت ښار د خوي قوم د خلکو سيمه د همغږي پرمختګ په حال کې ده

cri

ګرانو اوريدونکو د قومي لويې کورنۍ پروګرام په ننني کړۍ کې به تاسي يو راپور واورې چې سرليک يې دی د چين د هوخه هاوت ښار د خوي قوم د خلکو د سيمې همغږي پرمختګ

محترمو اوريدونکو د داخلي مغولستان خپلواکه سيمه د چين په شمال لويديځ کې يوه ځلانده مرغلره ده ، په دغه سيمه کې د هان ، منګول په شمول د زياتو قومونو خلک په ګډه او خوشالۍ سره ژوند کوي ، دغه سيمه په چين کې تر ټولو لومړې د ولايت په کچه د قومي خپلواکې سيمې په توګه ټاکل شوې ده ، هوخه هاوت ښار د دغې سيمې مرکز دی ، اوس موږ د دغه ښار د خوي قوم د خلکو د استوګنې سيمې ته ځو او ددې سيمې سيل کوو ، 

د خوي قوم د اوسيدونکو سيمه د دغه ښار په شمال لويديځ کې پرته ده او عمومي پراخوالی يې يو سلو پنځه اويا مربع کيلومترو ته رسيږي ، په دغه سيمه کې يوولس جوماتونه ، ښوونځي او نور تاسيسات هم ليدل کيږي ، د هوخه هاوت ښار مشهور ديني پوه استاد کانګ مينګ جيې زموږ خبريال ته وويل  په هوخه هاوت ښار کې د مسلمانانو شمير تقريبأ اوه ديرش زرو تنو ته رسيږي او په متمرکز ډول په يوه سيمه کې اوسيږي ، که څه هم زمونږ په سيمه کې د مسلمانانو شمير لږ دی خو په دغه ښار کې حکومت او خلک زمونږ د مسلمانانو ډېر درناوي کوي او حکومت په سياسي ، اقتصادي او کلتوري ساحو کې له مونږ څخه ډېرملاتړکوي ،

د خوي قوم د خلکو په سيمه کې اسلامي ځانګړتيا لرونکي وداني او زاړه مسلمان په هرځای کې ليدل کيږي ، د يادونې وړ خبره دا ده چې په دغه سيمه کې يوداسي ځانګړی واټ دی چې په دواړو غاړو کې يې جوړې شوي وداني ډېره ښکاره اسلامي ځانګړتيا لري ، او اوږدوالی يې يو زرو يوسلو پنځوس مترو ته رسيږي ، د ډېرو کلونو راهيسي ډېر زيات مسلمانان په دغه ځای کې ژوند کوي د واټ په اوږدو کې دکانونه ، جوماتونه او ښوونځي ولاړ دي ، د دغه واټ د يادونې په ترڅ کې استاد کانګ وويل  د قومي کلتور له نظره حکومت له مونږ څخه ډېر ملاتړ او پاملرنه کوي ، د بيلګې په توګه په روان کال کې حکومت د خوي قوم د قومي کلتور د ښکارولو لپاره د څه باندې اويا مليونو يوانو په لګولو سره دغه اسلامي سبک لرونکي واټ جوړکړ،د دغه واټ د جوړولو له امله يې د ټول چين او حتی د نړۍ د مسلمانانو ستاينه ترلاسه کړه ، د زياتو عربي هېوادونو ميلمانه دغه ځای ته راغللي او دغه واټ يې کتلي او په حيرانتيا سره به يې ويل دا واټ په عربي هېوادونو کې هم لږ ليدل کيږي ،

چين د زياتو قومونو او څو دينونو لرونکی هېواد دی ، د ديني دليلونو له امله مسلمانان د خوراکونو لپاره ځينې ځانګړي اړتياوي لري ، حکومت د مسلمانانو د ژوندانه عادتونو او نورو برخو ته د ډېر درناوي په سترګه ګوري ، استاد کانګ وويل  زمونږ په سيمه کې د مسلمانانو عادتونو او دودونو د ټولنې احترام ترلاسه کړی او کوي يې ، څرنګه چې د خوي قوم خلک په خوراکونو کې زياتې اړتياوې لري ، نو ځکه ښاروالي د مسلمانانو د خوراکونو د څارنې لپاره يو ځانګړي دفتر جوړکړی ، هرڅوک چې غواړي په دغه سيمه کې د مسلمانانو د خوراکونو پلورنځي او يا دکانونه پرانيزي نو بايد د دغه دفترڅخه اجازه ليک ترلاسه کړي ، برسيره پردې

ښاروالي د مسلمانانو د خوراکونو د کيفيت د تامينولو لپاره ځانګړي اداري لارې ټاکلي دي ،

علاوه پر دې د هرقوم شتمني او سمسورتياد پوهنې سره ټينګ تړاو لري ، يوازي د پوهنيزو چارو د پرمختګ له لارې قومي کلتوراو دودونه په ﻻښه شان پراختيا موندلی شي ، استاد کانګ چې پخپله د پوهنې په کار بوخت دی خبريال ته وويل  حکومت د خوي قوم د کوچنيانو د روزنې کارته په ډېره درنه سترګه ګوري ، د خوي قوم د خلکو په سيمه کې د خوي قوم څو لومړي او منځني ښوونځي او ورکتونونه جوړشوي دي ، دغه راز په جوماتونو کې هم د عربي ژبې او اسلامي ﻻرسوونو د زده کړې کورسونه او سيمينارونه پرانيستل کيږي ، له يوې خوا خلک علمي او کلتوري پوهنه کوي او له بلې خوااسلامي ديني معلومات هم ترلاسه کوي ، په چين کې د اسلامي دين د پراختيا لپاره مونږ بايد کلتوري پوهنه ترسره کړو او د چين د هوسا ټولنې د رامنځته کولو لپاره خدمتونه ترسره کړو ،

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، خوشاله او نيکمرغه اوسی ٠