<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-07 20:02:39    
مونږ او اوريدونکی

cri

عمران – درنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې، خداى وكړي روغ، خوشاله او د خپل ژوند په چارو كې بريالي او نېكمرغه وئ. زه امان الله عمران ستاسو سره د موږ او اورېدونكي پروګرام كې ملګرى يم او اورېدو ته مو يې هركلى كوم، هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ. ليكونه ډېر راغلي، خبرې به نورې نه اوږدوم، نو راځئ چې سمدلاسه پروګرام پيل كړو.

- لومړى د اورېدونكي سيد اعظم ليك را اخلم چې د افغانستان له كابل څخه يې را استولى دى. لومړى د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا د خپرونې له خوا د خپرنيزو توكيو د ترلاسه كولو ډاډ راكړى دى. دغه اورېدونكي د 1386 هجري لمريز كال د را دبره كېدو په مناسبت د چين وګړيو او بيا تولې نړۍ ته مباركي ويلي، او په خوشالۍ او خوښۍ سره يې د نوي كال د پيل هيله كړې ده. اورېدونكي سيد اعظم د خپل ليك په پاى كې له سي آر آى سره د خپلې مينې څرګندونه كړې او ليكلي يې دي چې ټول پروګرامونه په شوق او ذوق سره اوري.

- دغه بل ليك بيا د افغانستان د خوست ولايت د علي شېرو ولسوالۍ د جونو غونډۍ له صبريو كلي څخه د يوراج كلب مشر محمد شفيق مقاليديار را استولى دى، له هر څه مخكې يې د عاجزانه سلامونو او نېكو هيلو څرګندونه كړې او بيا يې ليكلي: پروګرامونه مو د تل په شان په غور سره اورو، ماشاء الله، دى وايي، ورځ په ورځ ډېر ګټور او په زړه پورې معلومات خپروئ، ستاسو څخه مننه كوو. اورېدونكى مقاليديار بيا نيوكه كوي او وايي: ګرانو همكارانو تاسو بايد په (پښتو هېنداره) كې داسې انځورونه خپاره نه كړئ چې اورېدونكي ترې مخ واړوي، بيا خپل مطلب ته اشاره كوي او ليكي: تاسو په (پښتو هېنداره) كې د بولانګ قوم په اړه معلومات او يو انځور خپور كړى و، نو ما، دى وايي، د كلب غړيو تر منځ كليزې او د (پښتو هېندارې) ګڼې ووېشلې، نو د كلب يو غړى چې له ماسره، دى وايي، د كلب په جوړولو او پرمختګ كې شريك دى راته وويل چې سي آر آى ته وليكه د دغو انځورونو په شان نور انځورونه خپاره نه كړي! ښاغلى مقاليديار زياتوي: موږ په خبرو لګياو چې په همدې مهال د كلب يو بل غړى له خپل پلار سره راروان دى، چې رانژدې شو، نو نه سلام او نه كلام، او په غوسه يې راته وويل: زه خپل زوى داسې غونډو ته نه لېږم چې خوى يې بد شي، د ښو اخلاقو پر ځاى بې ادبي زده كړي، او بس له دې خبرو وروسته، نوموړى ليكي، همداسې روان شو. اورېدونكي مقاليديار وايي: ما پرې غږ وكړ چې كاكا دا خو څه خبره نه ده، يوازې د يو قوم په اړه معلومات دي، هغه راته، دى زياتوي، په ځواب كې وويل چې زه مسلمان يم، زه داسې ناوړه او بې حيا خبرې او تصويرونه نه شم منلى. محمد شفيق مقاليديار ليكي: ډېر په درناوي هيله كوم چې د داسې انځورونو له چاپ څخه ډډه وكړئ. نوره (پښتو هېنداره) رښتيا هم چې، دى وايي، ډېره ګټوره ده، موږ پوهېږو چې دا ديو قوم پېژندګلوي ده، خو نا لوستي او بې تجربې خلك، دى وايي، ترې كركه كوي.

ښاغلى مقاليد يار صاحب، ستاسې له ليك، نېكو هيلو او دغه راز د خپلې په رښتيا په زړه پورې كيسې په رالېږلو ډېر منندوى يوو. تاسې او دغه راز ټولو اورېدونكيو ته غوره معلومه ده چې د چين نړيواله راډيو د خپلو اورېدونكيو لپاره خپرونې كوي، او د دوى خوښه، كلتور او عادت په پوره توګه په نظر كې نيسي. (پښتو هېنداره) هم د چين نړيوالې راډيو له خوا د پښتو لوستونكيو ته خپرېږي، او د چين د ټولنې، سياست، اقتصاد او نورو چارو په اړه په كې معلوماتو ته ځاى وركول كېږي، چې په چين كې د بېلا بېلو لږكيو قومونه په اړه معلومات هم په كې شامل وي. هيله ده د چين د ټولنې او كلتور په اړه معلومات ستا دكلب د غړيو او دغه راز نورو اورېدونكيو د خوښې او احساس پر خلاف نه وي، موږ د پښتو خپرونې د اورېدونكيو دودونو او عادتونه ته پوره پاملرنه كوو، خداى وكړي چې زموږ تر منځ ناسم پوهاوى رامنځته نه شي.

- دغه بل ليك را اخلم چې په صوبه سرحد كې د مانسهرې له حاجي آباد څخه د خراسان كلب غړي اورېدونكي ذاكر محمود ايوبي را استولى دى، له خلوص نه ډك ډك ګېډۍ ګېډۍ يلامونه يې ويلي او بيا يې ليكلي: زه د چين نړيوالې راډيو ته دويم ځل ليك در استوم، هيله كوم، دى وايي، چې په خپل ښكلي پروګرام كې ځاى وركړئ. نوموړى زياتوي: زه ستاسو له راډيو، پروګرامونو او كاركوونكيو سره ډېر آشنا يم، ځكه چې، دى ليكي، هر وخت ستاسې پروګرامونه اورم. ده بيا خوشال تايب، احمد زلمي او امان الله عمران ته ځانګړي سلامونه او احترامونه وړاندې كړي، او هم يې د ډېر خدمت او د ښو پروګرامونو په جوړولو كې د زياتې انرژۍ له لګولو مننه كړې ده، اورېدونكي ذاكر محمد ايوبي د خپل ليك په پاى كې د مجلو، مطبوعاتو او نورو خپرنيزو موادو د وراستولو غوښتنه كړې ده.

- همداراز د ده ورور او د خراسان كلب بل غړي محمد طيب ايوبي هم يو ليك را استولى دى، د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: زه د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې ته لومړى ځل ليك استوم، هيله كوم، دى وايي، چې په خپل ښكلي پروګرام كې ځاى وركړئ او راته خپور يې كړئ. نوموړى زياتوي: زه د خپل ورور ذاكر محمد ايوبي په لارښونه ستاسو له راډيو او پروګرامونو سره آشنا شوم، او اوس تاسې ته ليك در استوم. بيا وايي: زه ستاسو دايمي اورېدونكى يمو ستاسو پروكرامونه اورم او ډېر پرې خوشاله كېږم، ستاسو د راډيو له لارې نېغ په نېغه د چين له كلتور او ثقافت سره آشنا شوم، زه به، نوموړى وايي، ستاسو دغه خدمت هېڅكله هېر نه كړم. اورېدونكي محمد طيب ايوبي هم د خپل ليك په پاى كې د مجلو، مطبوعاتو، خپرنيزو موادو، د لوى دېوال او هم د كاركوونكيو د عكسونو ورلېږلو غوښتنه كوي.

- دغه بل ليك را اخلم چې له همدغه ځاى مانسهرې څخه د آريانا كلب غړي حسن خان قلم يار را استولى دى. لومړى يې د سي آر آى راډيو ټولو كاركوونكيو په تېره بيا خوشال تايب، امان الله عمران، سپوږمۍ او په ځانګړي ډول ډيوې ته سلامونه ويلي دي. بيا يې ليكلي: زه د آريانا كلب غړى يم، ملګري مې محمد عارف عرفان چې اوس، دى وايي، په كابل كې دى، عبد الرحمن، عظيم خان مسافر او داسې نور هم تاسې ته سلامونه وايي. ښاغلى قلميار زياتوي: په پروګرامونو كې پښتو موسيقۍ ته هېڅ ترجيح يا غوراوى نه وركوئ، بيا ليكي: تاسې بايد د پخوانۍ او اوسنۍ پښتو موسيقۍ تر منځ توپير په اړه معلومات راكړئ چې ولې، دى وايي، پخوانۍ موسيقي خلك ډېره خوښوي او اوسنۍ موسيقي دومره نه خوښوي، دليل يې څه دى؟ دى پوښتنه كوي. نو قلميار صاحب نه يوازې پخوانۍ موسيقي، بلكه د پخوا وختونو هر څه خلكو ته ګران وي، چې ښايي نني دودونه به د سبا ورځې نسلونو ته ګران وي او خوښوي به يې.

- له مانسهرې څخه د خراسان كلب غړي عبيد الله صديق په خپل ليك كې لومړى د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كړې او بيا يې ليكلي: ستاسو پروګرامونه ډېر په زړه پورې دي او ټول پروګرامونه مو اورم. نوموړي په مانسهره كې د خراسان پر كلب سربېره د نورو كلبونو د شته والي يادونه كړې او ويلي يې دي يوازې هغه اورېدونكي ليكونه در استوي چې ستاسې له خپرونې سره يې مينه وي. اورېدونكي عبيد الله صديق له سي آر آى سره پر خپله مينه ټينګار كوي او وايي چې خپلو قلمي اړيكيوو ته به دوام وركوي او برې كوي به يې نه. نومړي يو څو پوښتنې هم رالېږلې دي چې د (پوښتنه او ځواب) په پرګرام كې به حواب وركړى شي.

- د افغانستان د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ له بازار څخه شهزاده بايسكل جوړونكي په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو او دغه راز اورېدونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې په پروګرام كې د خپل ليك د خپرولو هيله كړې ده. اورېدونكى شهزاده زياتوي: زه ستاسې ټولو خپرونې ډېر په غور سره اورم، ستاسې ټول پرګروګرامونه د ډېرې ستاينې وړ دى، او زه به تل، دى وايي، ستاسې سره قلمي اړيكي ساتم. ده په پاى كې بيا د راډيو له خوا د خپرنيزو موادو او پاكټونو وراستولو غوښتنه كړې ده.

- د پرګرام په دې برخه كې به د يو شمېر اورېدونكيو نومونه واخلم چې ليكونه يې رارسېدلي دي:د مانسهرې له اچړيانو كمپ څخه د عبد الكبير محمدي له خوا دوه ليكونه، د غه راز د لقمان الله عمري، فضل الله عمري، توريالي، لطف الله عمري، او د خوست ولايت په عليشېرو ولسوالۍ كې له صبريو كلي څخه د احسان الله خوشبين، محمد خالص او نجيب ارماني، بيا هم د مانسهرې په اچړيانو كې د احمد الدين فريادي او دغه راز په چترال كې د څلورم ټولګي زده كوونكي ادريس احمد حقاني له خوا ليكونه رارسېدلي دي.

اوس نو درنو اورېدونكيو د پروګرام د پاى شېبې دي او د سندرې وخت دى، نو راځئ چې دا ځل خيال محمد په غږ دغه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د خيال محمد سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدنكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم لوستلى او اورېدلى شئ. د وېبپاڼې پته ده:

https://pushtu.cri.cn

او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.