<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-12 18:35:12    
د چين په ملي ولسي کانګرس کې د قومي لږکيو دوه استازي

cri

ګرانو اوريدونکو د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه څوورځې دمخه په بيجينګ کې پای ته ورسيدله  ، په غونډه کې د برخه والو استازيو ترمنځ يو شمير استازي د قومي لږکيو له سيمو څخه راغلي دي چې خپل ځانګړي او ښکلي کالي اغوندي ،د پروګرام په ننني کړۍ کې به تاسو ته د دوو قومي استازيو په باب معلومات وړاندې کړو ،

د چين د ملي ولسي کانګرس د ګوي جو ولايت په پلاوي کې يوه ښځينه استازې چې د سپينو زرو غاړګۍ او لښتۍ يې په غاړه او غوږونو کړي او د سپينو زرو څخه جوړشوی پيش بند يې هم په ملاتړلی دی زيات خبريالان ځانته راجلب کړل ، دا د چين د جنوب لويديځ د ګوي جو ولايت د دونګ قوم يوه ښځه ده چې شي ون چونګ نوميږي ، پخوا يې په ښوونځي کې درس ورکاوه او اوس د ګوي جو ولايت د لي پينګ ولسوالۍ مرستياله ده ، او په ٢٠٠٣ کال کې د چين د لسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د استازي په توګه وټاکل شوه، د استازي په توګه د خپلې دندې د پيل په اړه هغې وويل = اواز ١ = تر اوسه پورې پنځه کاله کيږي چې زه د ملي ولسي کانګرس د استازي په توګه ټاکل شوې يم پخوا مې په زياتو برخو کې هيڅ مالومات نه درلودل ، خو د استازي په توګه د ټاکل کيدو وروسته مې په قوانينو ، تګلارو او نورو ساحو کې ډېر مالومات ترلاسه کړي دي ، زه په دې ډېر وياړم چې د دونګ قوم د دوو مليونو او شپږ لکو خلکو په استازيتوب د دولت په چارو کې ګډون کوم ،

د ملي ولسي کانګرس د استازي په توګه د ټاکل کيدو راهيسې ميرمن شي ون

چونګ د قومي لږکيو سيمو د ابادۍ او د قومي کلتور د ساتنې په ګډون د زياتو مسئلو په هکله د ملي ولسي کانګرس غونډې ته زيات وړانديزونه او د پريکړې مسودې وړاندې کړې او د اړوندو څانګو زيات پام يې راجلب کړی دی ، هغې زياته کړه چې د ملي ولسي کانګرس غونډې ته د تلو مخکې زيات شمير خلک ورغلل او خپلې هيلې او نظريې يې ور ته وړاندې کړې چې د ملي ولسي کانګرس په غونډه کې يې واوروي ، هغه په رښتيا سره د خلکو يوه ښه استازې ده ، ميرمن شي ون چونګ وويل = اواز٢ = د ملي ولسي کانګرس د استازي په توګه زه کولای شم چې د خلکو وړانديزونه غونډې ته ورسوم او خلک هم له ما هيله لري چې ددوي يو شمير واقعي ستونزې او مسئلې په غونډه کې څرګندې کړي ، په حقيقت کې ددوي زياتو مسئلو پايلې هم ترلاسه کړي دي ٠

ګرانو اوريدونکو اوس مونږ تاسو ته د ملي ولسي کانګرس يوه بله مغولي استازې ميرمن سوبودا درپيژنو ،

ميرمن سوبودا د چين په شمال داخلي مغولستان د خپلواکې سيمې د تونګ لياو ښار په يوه علاقه داري کې ژوندکوي ،دا په دغه علاقه دارۍ کې د خلکو لخوا د يوې نژدې دوستې په توګه بلل کيږي ، د خلکو د باور له امله دا په ٢٠٠٢ کال کې د چين د ملي ولسي کانګرس د استازې په توګه وټاکل شوه،

په تيرو څلورو کلونو کې د ميرمن سوبودا لخوا زياتې وړاندې شوي نظريې او وړانديزونه د عمل پرډګرپلی شوي دي ، د بيلګې په توګه په ٢٠٠٤ کال کې د دغې سيمې د ښوونځيو د زده کړو شرائطو د ښه والي لپاره د ميرمن سوبودا يو وړانديز پلی شوی چې له مخې يې په ٢٠٠٦ کال کې دزده کړې يوه نوي وداني په دغه

علاقه دارۍ کې جوړه او کارول شوې ده ،همدا شان په ٢٠٠٥ کال کې هغې په دغه سيمه کې د اوبو کاسې د جوړولو په اړه اړوندې څانګې ته وړانديزوکړ، دغې څانګې په ځواب کې دغه پروژه يوه کوچنۍ پروژه وبلله چې بايد د داخلي مغولستان د خپلواکې سيمې د اړوندې څانګې لخوا ترسره شي ، وروسته له هغه ميرمن سوبودا بيا په دې اړه د داخلي مغولستان د خپلواکې سيمې د اوبو لګولو څانګې ته وړانديز وکړ، دغې څانګې د ميرمن سوبودا وړانديز ته ډېر پام وکړچې له مخې به يې اوس د اوبو کاسې د جوړولو کار پيل شي ، هغې وويل = اواز ٤ = ما وکتل چې د بزګرانو او مالدارانو هېلې په تدريجي توګه ترسره کيږي ،زه هم ډېر خوشاله يم ، په تيره بيادا چې ومې وليدل د سيمې کوچنيان په نوي ودانۍ کې درس لولي ، دا د ډېر وياړ وړ کار دی ،

د وګړو او ولسونود ژوندانه سويه لوړه شوې ، دا د ملي ولسي کانګرس د استازيو لپاره د خوښۍ وړ کار دی ، د ملي ولسي کانګرس د روان کال نوبتي غونډه د لسمې دورې د ملي ولسي کانګرس وروستنۍ نوبتي غونډه ده ، ميرمن شي ون چونګ او سوبودا د قومي استازيو په توګه دا احساسوي چې بايد د خپلو سيمو د خلکو د ژوند او د اقتصادي ابادۍ لپاره ﻻزيات کوشش وکړي ،

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، خوشاله او نيکمرغه اوسۍ