<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-14 19:27:27    
موږ او اورېدونكي

cri

عمران – درنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ، خداى وكړي روغ او خوشاله وئ او هم د خپل ژوند چارې په برياليتوب او نېكمرغۍ سره پر مخ بيايئ. زه امان الله عمران ستاسو سره د موږ او اورېدونكي پروګرام كې ملګرى يم او اورېدو ته مو يې هركلى كوم، هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ. بيا هم ليكونه ډېر راغلي، خبرې به نورې نه اوږدوم، نو راځئ چې سمدلاسه پروګرام پيل كړو.

- لومړى دغه ليك را اخلم چې له كابل څخه د فرهنګ مجلې ژورناليست ناصر شاه سرحدي را استولى دى. د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: دا خبره د يادونې وړ ده چې ستاسې پروګرامونه په تېره بيا خبرونه، تبصرې او نوړيوالې مسئلې ډېرې په زړه پورې دي، خو له بده مرغه، نوموړى ليكي، چې ستاسې خپرونې د (FM) څپو له لارې نه اورېدل كېږي، بيا وړانديز كوي، كه چينايي چارواكي لومړى د افغانستان د اسلامي دولت له چارواكيو سره په تماس كې شي او بيا د (FM) څپو له لارې د خپرونو د پيل لپاره لارې چارې راولټوي يو ډېر ګټور ګام به وي، ځكه، نوموړى زياتوي، تاسې پوهېږئ چې نن سبا ټولې نړيوالې راډيو ګانې د (FM) څپو له لارې خپرونې كوي. اورېدونكى سرحدي زياتوي: افغانان د چين د ولسي جمهوريت د ښه ګاونډيتوب، بې پرې سياست او هم د دوى د مالي او اقتصادي مرستو ډېر قدر كوي او ورسره د نورو سياسي، كلتوري او اقتصادي اړيكو د پياوړتيا هيله هم لري، او د همدې اصولو له مخې د تايوان مسئلې په اړه د چين د ولسي جمهوريت د يو چين پر تګلارې ټينګار كوي، او داسې يوه ورځ به هم راشي چې، دى وايي، د دغه هېواد خلك او دولت به د خپلې تګلارې په اړه برياليتوب هم ترلاسه كړي، او د هانګ كانګ او مكاو په شان به ټايوان هم د چين د خاورې يوه برخه وي. ښاغلى سرحدي بيا غوښتنه كوي او ليكي: ستاسې د هېواد د سياسي، كلتوري، او اقتصادي پرمختګونو په اړه ستاسې د راډيو مسابقې پوښتنې له نورو خپرنيزو موادو سره راولېږئ، چې ستاسې د اپرېل مياشتې په راډيويي مسابقه كې ګډون وكړم.

- دغه بل ليك را اخلم چې له مانسهرې څخه د خراسان كلب غړي محمد اويس امين را استولى دى، د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: ډېر خوشاله شوم چې تاسو انعامي معلوماتي مسابقه پيل كړه، بيا هيله كوي چې په دغه مسابقه كې ډېر اورېدونكي ګډون وكړي، او غواړي دى هم د دغو اورېدونكو تر منځ وي، خو بيا ګيله كوي او وايي: ستاسې د پروګرام وخت ډېر كم دى، تاسو د خپل پروګرام وخت زيات كړئ، زموږ د كلب شمېر، نوموړى ليكي، نژدې 85 تنو ته رسېږي. اورېدونكي محمد اويس پاكستاني د خپل ليك په پاى كې د خپل كلب د ليكنې په اړه پوښتنه كړې او هم يې د شهادتپاڼې د ور استولو غوښتنه كړې ده، او وايي: په راتلونكي كې ما ته پاكټونه، مجلې او مطبوعات راواستوئ.

- له همدغه ځاى مانسهرې څخه د خراسان كلب يو بل غړي حضرت محمد په خپل ليك كې لومړى د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: قدرمنو ستاسو پروګرامونه ډېر ښه دي، خو خپرونه مو د شپې له خوا نه اورېدل كېږي، ستاسې له خپرونو او پروګرامونو سره، نوموړى وايي، خلك ډېره مينه لري او خوښېږي يې. اورېدونكى حضرت محمد زياتوي: تاسو پاكټونه راولېږئ موږ به ليكونه درولېږو، تاسو ته به د ليكونو شمېر زيات شي نو د موږ او اورېدونكي پرګرام به هم په اوونۍ كې، نوموړى ليكي، دوه يا درې ځله شي. ده د خپل ليك په پاى كې د خپلو ملګريو هر يو: عبيد الله صديق، سميع الله، سيد عمر، اويس امين، قدرت الله ارماني، نثار احمد احمدي، طارق الله همدرد، اصيل محمد صديقي، فضل واحد واحدي او هدايت الله همت نومونه ليكلي او وايي چې دوى هم تاسو ته سلامونه وايي.

- همداراز د مانسهرې له اچړيان كمپ څخه د حضرت سلطان كلب مسئول قاري محراب الدين پرېشان په خپل ليك كې لومړى د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: د آريانا كلب مسئول محمد عارف عرفان زما خورېيى دى، زه ډېر زيات خپه شوم، دى وايي، چې د كلب مشر شته نه، خو د كلب غړي يا ملګري يې د كلب نوم بدلوي چې ډېره د افسوس خبره ده. اورېدونكى پرېشان زياتوي: د هوا په څپو كې زما سلامونه زما ملګريو هر يو: عبد المنان حقيار، قادري روى محمد مجاهد، جنت ګل لغماني، عطاء الرحمن سهاك، عـــطاء الله سهاك، قاري انځر ګل، قاري شفيق الله، قاري روح الله، قاري حمايت الله، قاري نجيب الله، قاري هارون او ملا صاحب ذكر الله ملنګ ته ورسوئ، دوى ټول د حضرت سلطان د كلب غړي وو، خو اوس، نوموړى وايي، په خپل وطن كې شپې ورځې سبا كوي. اورېدونكى پرېشان ليكي: د خداى تعالى په فضل زما د كلب د غړيو شمېر نور هم زيات شوى دى، خو اوس په پاكستان كې، دى وايي، زموږ د ژوند شپې ورځې لنډې شوې دي او خپل ټاټوبي ته د تلو تكل لرو. په پاى كې يې د نوي كال د جنترۍ، د ليكونو پاكټونو او د چيني ژبې لوست كتابونو د ور استولو هيله كړې ده.

- له همدغه مانسهرې څخه د خراسان كلب مشر نثار احمد احمدي درې ليكونه را استولي دي، لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زما ملګري هر يو: بشارت سلطان، اويس امين، عبيد الله صديق، خان محمد سيند، نويد خان حجازي، نياز علي خان، اصف علي خان، محمد عارف عرفان، نقيب الله شوګير او عمران خان هم تاسو ته سلامونه او نېكې هيلې وايي. اورېدونكي احمدي په خپل يو ليك كې كابل ته د خپل ملګري او د آريانا كلب مسئول محمد عارف عرفان د تګ يادونه كړې، بيا يې په خپل يو بل ليك كې د ځان په اړه معلومات راكړي چې په خپلو ډېرو پخوانيو ليكونو كې يې هم ليكلي وو. بيا د خپلې هيلې يادونه كوي چې غواړي په راتلونكي كې ژورنالېست يا خبريال شي. نثار احمد احمدي په خپل يو ليك كې د پښتو خپرونې ټول پروګرامونه د ستاينې وړ بللي، خو بيا يې ويلي: زه له تاسو څخه ډېر ګيله من يم، ځكه چې تاسو، دى ليكي، زموږ د كلب وړانديزونو، نيوكو او نظريو ته هېڅ پاملرنه نه كوئ.

- د خوست ولايت له عليشېرو ولسوالۍ څخه د يوراج كلب غړي احسان الله خوشبين په خپل ليك كې له سلامونو وروسته د خپل مخكينې ليك پر اورېدو خوښي څرګنده كړې او ليكلي يې دي: د سهار او ماښام پروګرامونه مو هر وخت اورو، خو زموږ راډيو ګانې، دى ليكي، د ماښام خپرونه سمه نه نيسي، ستاسې پروګرامونه ډېر په زړه پورې دي او موږ ترې ډېر خوند اخلو، اورېدونكي خوشبين د خپلو ملګريو هر يو غازي رحمان، نبي رحمان، فريد رحمان، آصف رحمان او عابد رحمان نومونه ليكلي او هم يې د خپرنيزو موادو ورلېږلو غوښتنه كړې ده.

- له همدغه ځاى څخه د يوراج كلب يو بل غړي مفتاح الله حليم په خپل ليك كې لومړى سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسې خپرونې هر وخت اورم، ډېر په زړه پورې او خوندور پروګرامونه خپروئ. دا زما دوهم ليك دى چې تاسو ته يې درلېږم، د ليكونو پاكټونه نه لرم، كه نه نو، دى زياتوي، ډېر ليكونه به در استوم.

- د يوراج كلب يو بل غړى اصيل الرحمن عرفان بيا له همدغه ځاى خوست ولايت له عليشېرو ولسوالۍ څخه په خپل ليك كې له سلامونو وروسته ليكلي: ستاسې پروګرامونه ډېر ښه پرمختګ كوي، ستاسو په خپرونه كې دومره خوند او اغېز دى چې له موږ نه يې، دى وايي، نورې راډيوګانې هېرې كړې دي. اورېدونكي عرفان ليكلي: له كمپيوټر سره ډېره مينه لرم خو د بېوزلۍ له امله يې نه شم اخيستى، اوس زه له تاسو څخه غوښتنه كوم، نوموړى ليكي، چې زما ارمان پوره كړئ او يو كمپيوټر راواستوئ.

- همداراز له مانسهرې څخه د عبيد الله صديق، حامد عمر عمري، عبد الكبير محمدي، غني، عبد الله خان، عبد القيوم، زرولي، اكبر جان، او ذاكر او همداراز د هريپور له شلم شمېره كمپ څخه د باختر كلب مشر سيد الرحمن بهير له خوا هم ليكونه را رسېدلي دي.

اوس نو درنو اورېدونكيو د پروګرام د پاى شېبې دي او د سندرې وخت دى، نو راځئ چې د عرفان خان په غږ دغه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د عرفان خان سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدنكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم لوستلى او اورېدلى شئ. د وېبپاڼې پته ده:

https://pushtu.cri.cn

او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.