د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې : د افغانستان په جنوب د کندهار ولايت پر يوه لار د اپريل په اوولسمه نېټه يوه بمې چاودنه وشوه چې په ترڅ کې يې د م م څلور تنه نيپالي امنيت ساتونکی او يو تن افغان موټروان ووژل شول .
د کندهار ولايت د ځايی پوليسو په وينا د چاودنې په وخت کې څلور تنه نيپاليان او د دوی افغان موټروان د م م په يو موټر کې له کندهار ښار څخه تيريدل . ورپسی په افغانستان کې د م م وياند د دغه خبر پخلی وکړ چې د م م يو موټر پر لاره له يوې بمی چاودنې سره مخامخ شو ، خو په دې اړه يې تفصيل ورنه کړ .