<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-19 18:52:32    
د قزاقي قوم سوک وهونکی هانيت

cri

ګرانو اوريدونکو د پروګرام په ننني کړۍ کې به تاسو ته د چين د قزاقي قوم يو سوک وهونکی هانيت دروپيژنو٠

ګرانو اوريدونکو لږ موده مخکې په دوحه کې د اسياد ١٥ مې دورې سپورتي لوبې ترسره شوې ، په دغو لوبو کې د چين د سينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې ٢٢ کلن قزاقي لوبغاړی هانيت د خلکو پام ځانته راواړاوه ،که څه هم هغه په دغو لوبو کې د ٦٩ کيلوګرامه په کچه د سوک وهلو په سيالۍ کې يوازي د ژيړ مډال ترلاسه کړ، خو خلک د سوک وهونکي په توګه د ده له کيسې سره ډېره علاقه وښودله

څه باندې لس کاله مخکې د چين په شمال لويديځ د سينجيانګ د اويغوري قوم خپلواکې سيمې د هاباخه په ولسوالۍ کې دوو تنو غبرګو قزاقي وروڼو هرسهارسپورت کاوه چې مشر ورور يې ايرلن او کشر ورور يې حانيت نوميږي په هغه مهال ايرلن يوسوک وهونکی و، د ايرلن تر اغيزې لاندې هانيت د سوک وهنې په زده کړه پيل وکړ ، ښاغلي هانيت زموږ خبريال ته وويل = اواز ١ = د کوچنيتوب په موده کې مې مشر ورور د سوک وهنې تمرين راکاوه ، ما هم ورسره د سوک وهنې بنسټيز تمرينات ترسره کول ، د ورور تر لارښوونې لاندې ما هم ورو ورو له سوک وهنې سره مينه پيدا وکړه ،

د يوولس کلنۍ په موده کې هانيت د سينجيانګ په سپورتي ښوونځي کې شامل شو او هلته يې د سوک وهنې په روزنه پيل وکړ، که څه هم دی په ښوونځي کې تر ټولو کوچنی و ، خو د سوک وهنې د عمومي روزونکي عبريکم په سترګو کې هانيت د

سوک وهلو په سپورت کې يو نابغه و ، هغه په ياد وويل = اواز٢ = کله چې ما د حانيت تمرينات وکتل احساس مې وکړ چې هغه د ښې همغږۍ توان لري او په دقت سره زده کړه کوي ،

په ښوونځي کې هانيت په ډېر دقت سره د روزونکي د ښوونې سره سم تمرينات ترسره کړل او هرحرکت يې په زړه کې ټينګ يادکړ،

په ٢٠٠٠ کال کې هانيت د چين د کوچنيانو او ځوانانو د سوک وهنې د اتلولۍ په سيالۍ کې برخه واخيستله ، دا لومړی ځل و چې هانيت د دولت په کچه لويه سيالۍ کې ګډون کاوه او برياليتوب يې ترلاسه کړ، له دوو کلونو وروسته هانيت په المان کې د سوک وهنې په يوه نړيواله سيالۍ کې ګډون وکړ، هانيت زموږ خبريال ته وويل - اواز٤ -

په هغه سيالۍ کې ګډون کوونکي لوبغاړي ډېر تکړه وو، د بيلګې په توګه د کيوبا ، روسيې لوبغاړي چې په تيرو نړيوالو سياليو او د المپيک په سپورتي لوبو کې يې د قهرمانۍ لقب ترلاسه کړي و په دغه سيالۍ کې برخه واخيستله ، زه ډېر وياړمن وم چې په دغه مسابقه کې مې له دوي سره سيالي کوله ، دغه سيالي زما لپاره د زده کړې يو ډېر ښه فرصت و ،

د ٢٠٠٤ کال د مارچ په مياشت کې هانيت د عدن د المپيک د سپورتي لوبو د اسيايي سيمې د لوبغاړو د صلاحيت ترلاسه کولو په سيالۍکې ګډون وکړ او د اتلولۍ لقب يې ترلاسه کړ، خو د المپيک د سپورتي لوبو د ګروپي لوبې په دوهمه سيالۍ کې يې ماتې وخوړله ، ده په دقت سره له خپلې ناکامۍ څخه تجربې ترلاسه کړې او د نوي سيالۍ لپاره يې تياري ونيوله ، له هغې سيالۍ لږه موده وروسته د چين په سينجيانګ کې د سوک وهنې نړيواله لوبه پيل شوه ، د اسيا څه باندې لسو هېوادونو مشهورو سوک وهونکو په دغه سيالۍ کې برخه واخيسته ، هانيت په دغه سيالۍ کې د خپل کوشش له لارې برياليتوب ترلاسه کړ، د همدغه کال په نوامبر کې هانيت د چين د ٦٩ کيلوګرامه په کچه د سوک وهنې په ملي سيالۍ کې بيا د اتلولۍ کپ ترلاسه کړ او په ٢٠٠٥ کال کې يې بيا د چين د لسمې دورې په ملي سپورتي لوبو کې د قهرمانۍ لقب ترلاسه کړ،

برسيره پردې هانيت د کيوبا ، ايتاليا او روسيې په ګډون زياتو لويو نړيوالو سياليو کې برخه اخيستې ده ، د ٢٠٠٦ کال په پاي کې هانيت د دوحا په اسيايي سپورتي لوبو کې ګډون وکړ او ژيړ مډال يې ترلاسه کړ ، اوس هانيت په ٢٠٠٨ کال کې د بيجينګ د المپيک په سپورتي لوبوکې د ګډون لپاره تياري نيسي او هيله من دی چې د المپيک په راتلونکو سپورتي لوبو کې د سرو زرو مډال وګټې ، هغه زمونږ خبريال ته وويل زما موخه ډېره څرګنده ده يعنې په لوبو کې د اتلولۍ لقب ترلاسه کول دی زه هيله لرم چې د چين او د سينجيانګ سيمې خلکو ته وياړ او فحر شم ، دا زما هيله ده

ګرانو اوريدونکو زموږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، خوشاله او نيکمرغه اوسۍ ٠