<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-21 18:19:02    
مونږ او اورېدونکی

cri

عمران – درنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ، خداى وكړي روغ او خوشاله وئ او هم د خپل ژوند چارې په برياليتوب او نېكمرغۍ سره پر مخ بيايئ. زه امان الله عمران ستاسو سره د موږ او اورېدونكي پروګرام كې ملګرى يم او اورېدو ته مو يې هركلى كوم، هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ. دا چې تاسې به د خپلو ليكونو اورېدو ته په تمه وئ، نو ستاسې او ستاسې د ليكونو تر منځ خنډ نه كېږم، نو راځئ چې سمدلاسه پروګرام پيل كړو.

- دا ځل به پروګرام په برېښنا ليكونو پيل كړو، لومړى به د مبشر حسين عشير برېښنا ليك را واخلم چې د پاكستان له مظفر ګړ څخه يې را استولى دى. لومړى يې د سي آر آى له خوا د ليك په ترلاسه كولو مننه كړې، او بيا يې ليكلي: زه او زما د كلب غړي د چين د نړيوالې راډيو منظم اورېدونكي يوو، ستاسې پروګرامونه خپلو اورېدونكيو ته د چين، آسيا او نړۍ په اړه معلومات وركوي. اورېدونكى مبشر حسين زياتوي: خبري توكي اوسني او رښتيا دي، پروګرامونه مو په چين كې د ژوند هر اړخ څرګندوي، ستاسې ټول پروګرامونه، دى ليكي، د اورېدونكيو تر منځ خورا زيات شهرت لري. نوموړي د خپل برېښناليك په پاى كې د خپل كلب غړيو له لوري د سچوان ولايت په اړه پروګرام په مسابقه كې د ګډون يادونه كړې ده.

- له همدغه ځاى مظفر ګړ څخه اورېدونكې سونيا ياسر په خپل برېښناليك كې سي آر آى يوه ښكلې راډيو بللې چې د دې په وينا اورېدونكي ورسره د كورنۍ په شان مينه لري. اورېدونكې سونيا ياسر هم د سچوان ولايت په اړه مسابقه كې د ګډون يادونه كړې او بيا يې هيله څرګنده كړې چې په مسابقه كې يې برياليتوب په برخه شي.

- همداراز اورېدونكې سوفيا لتا هم له همدغه ځاى څخه په خپل برېښناليك كې د سچوان ولايت په اړه مسابقه كې د خپل ګډون په اړه خوښي څرګنده كړې، او ليكلي يې دي: زه فكر كوم چې د سي آر آى پښتو خپرونه موږ ته نه يوازې د جايزو ګتلو فرصت راكوي، بلكه له دې نه ډېر مهم، دا ليكي، په نړيواله كچه د اورېدونكيو زړونه ګټي، او هم د چينايانو، بېلا بېلو ولايتونو او دودونو په اړه معلومات وركوي. بيا زياتوي: دا يوه ډېره ښه راډيو ده چې پښتو خپرونه يې واورو، د پښتو خپرونې كاركوونكي د خپلو پرګرامونو په چمتو كولو كې، دا ليكي، ډېر زيار كاږي. اورېدونكې سوفيا د خپل برېښناليك په پاى كې د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته د برياليتوب دعا كړې او هم يې د جايزې ګټلو هيله څرګنده كړې ده.

- له همدغه ځاى څخه اورېدونكي سيد خيزار حيات شاه هم د سچوان ولايت په اړه له مسابقې سره په تړاو برېښناليك را استولى او ليكلي يې دي: زه ستاسې پخوانى منظم اورېدونكى يم، ستاسې د پروګرام له لارې مې د سچوان ولايت په اړه ډېر په زړه پورې معلومات ترلاسه كړل چې پخوا راسره نه وو. اورېدونكي حيات شاه بيا يو وړانديز كړى او ليكلي يې دي: كله چې تاسې داسې مسابقې تر سره كوئ نو مهرباني وكړئ، دى زياتوي، په اړه يې يو وړوكى كتاب خپور كړئ چې د مسابقې په اړه په كې، دى وايي، انځورونه او معلومات ليكل شوي وي او بيا يې د مسابقې په پاى كې ګډون كوونكيو اورېدونكيو ته وركړئ. اورېدونكى حيات شاه ليكي: ستاسې له خوا د پروګرام وړاندې كوولو بڼه ډېره ښكلې وه، او داسې برېښېده لكه زه چې په خپله، دى وايي، له دغو ځايونو څخه ليدنه كوم او دغه ښكلي شيان په خپلو سترګو ګورم، بيا وايي: زه د پروګرام وړاندې كوونكيو قدرمني كوم او په پاى كې، اورېدونكى حيات شاه ليكي، د سي آر آى كاركوونكيو څخه مننه كوم چې خپلې دندې په ښه توګه ترسره كوي.

- دغه راز له همدغه ځاى څخه د ماډرن ډي اېكس كلب مشر محمد طارق الرحمن په خپل برېښناليك كې ليكلي: موږ ستاسې د بشپړې خبر پوښنې په برخه كې خبرونو او راپورونو ته له غوږ نيولو خوند اخلو، ستاسې ډېرى پروګرامونه مو خوښېږي، په تېره بيا خبرونه مو، دى وايي، ډېر معلوماتي دي، د بېلګې په ډول، دى يادونه كوي، تېره اونۍ مو پروګرامونه ډېر ښه وو، زموږ لپاره ستاسې له ډېر زيار ايستنې مننه كوو، اورېدونكى طارق الرحمن د خپل برېښتاليك په پاى كې وايي: تاسې په خپلو ټولو كارونو كې ډېر كوشش كوئ او د سترو برياليتوبونو په هيله مو يوو.

- دغه بل برېښنا ليك را اخلم چې د بلوچستان له ژوب څخه د سي آر آى لسنرز كلب مشر رفيع الله مندوخېل او ورسره ملګرو يې را لېږلى دى، او ليكلي يې دي: ګران امان الله عمران او نورو كاركوونكيو (ني هاو!)، چې په چينايي د سلام مانا لري. بيا زياتوي: موږ له 1990 راهيسې په منظمه توګه د سي آر آى راډيو اورېدونكي يوو، او ستاسو د خپرونې اورېدل په تدريجي توګه زموږ د ورځيني ژوند يوه برخه شوې ده، سي آر آى د هر راډيو اورېدونكي لپاره، دى ليكي، تر ټولو غوره راډيو ده، موږ په بېجېنګ كې د سي آر آى كاركوونكيو ته سلام كوو. ښاغلى مندو خېل زياتوي: موږ غواړو تاسو ته ووايوو چې موږ دلته په پاكستان كې ډېرو خلكو ته د چين نړيواله راډيو ورپېژندلې ده، او اوس دوى ستاسې منظم اورېدونكي دي. اورېدونكى رفيع الله مندوخېل د خپل برېښناليك په پاى كې ليكي: لكه څنګه چې تاسې پوهېږئ زموږ سيمه ډېره ورسته پاتې ده او موږ انټرنېټ ته ډېر كم لاسرسى لرو، نو له دې امله هيله لرو، دى وايي، چې د برېښناليك پر ځاى زموږ ليكونو ته د پوستې يا ډاګ لارې ځواب راكړئ. نوموړي بيا د پروګرامونو د مهالوېش، د كاركوونكيو انځورونو، د چين نقشې او خپرنيزو توكيو د وراستولو غوښتنه كړې ده.

- له مانسهرې څخه د پښتو خپرونې دايمي اورېدونكى نثار احمد احمدي په خپل رالېږي ليك كې له سلامونو او نېكو هيلو وروسته ليكلي: ګرانو دوستانو زه ستاسو يو دايمي اورېدونكى يم او تل ستاسې ښكلي پروګرامونه اورم. زموږ په سيمه كې نوموړى زياتوي، اورېدونكي ستاسې د سيلانۍ او هنري پرګرامونه ډېر خوښوي او په مينه يې اوري، هيله كوم، دى وايي، چې په راتلونكي كې هم اورېدونكيو ته په زړه پورې پروګرامونه چمتو كړئ. نثار احمد احمدي بيا ګيله كوي او زياتوي: تاسو زموږ نيوكو، وړانديزونو او نظرونو ته پاملرنه نه كوئ، او زموږ پر ليكونو انتقادونه او نيوكې كوئ، بيا وايي: تاسې په هر پروګرام كې د وړانديزونو او نيوكو درلېږلو غوښتنه كوئ، نو كله يې چې موږ درواستوو نو، دى وايي، هېڅ پاملرنه ورته نه كوئ، څو څو ځله موږ وړانديز كړى، دى ليكي، چې د پښتو خپرونې وخت زيات كړئ خو تاسو تر اوسه هېڅ نه دي كړي. نو نثار احمد خانه، وړانديزونه په يو ځل نه پلي كېږي، او بيا په وړانديز سره څوك د هغه د پلي كولو داوه هم نه كوي، د اورېدونكيو وړانديزونو ته پام كېږي، موږ هر وخت زيار باسو چې اورېدونكيو ته په زړه پورې پروګرامونه چمتو كړو او هيله ده چې په راتلونكي كې د پښتو خپرونې وخت هم زيات شي.

اوس نو درنو اورېدونكيو د پروګرام د پاى شېبې دي او د سندرې وخت دى، نو راځئ چې د هما په غږ دغه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د هما سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدنكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم لوستلى او اورېدلى شئ. د وېبپاڼې پته ده:

https://pushtu.cri.cn

او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.