<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-22 19:33:53    
د افغانستان په ختيځ يو ښار کې د دوو بمی چاودنو له امله اته پنځوس تنه وژل شوي دي.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان په ختيځ د خوست ولايت د روغتيايی چارو د ادارې مشر ګل محمدين د اپريل په دوه ويشتمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د نوموړي ولايت په مرکز خوست ښار کې د همدې ورځې په سهار دوه بمی چاودنې وشوې چې له امله يی لږ تر لږه يوولس تنه ووژل او اوه څلويښت تنه نور ټپيان شول.

لومړی چاودنه د خوست ښار د مرکزی سيمې په يو بازار کې وشوه چې له امله يی يو تنه ووژل او اوه تنه نور ټپيان شول. دوه ساعتنونه وروسته د نوموړي ښار په شمالی سيمه کې يوه ځانمرګی بمی چاودنه وشوه چې له امله يی لس تنه ووژل او څلويښت تنه نور ټپيان شول.

تر اوسه پوری هېڅ سازمان يا سړی د نوموړو دوو چاودنو پړه پر غاړه نه ده رااړولې، خو د افغانستان د پوليسو په أند يی دغه چاودنې له وسله والو طالبانو سره تړاو لری.