![]( /mmsource/images/2007/04/26/xin_32080319121681280332.jpg)
ګرانو اوريدونکو په چين کې د ملي لږکيو ٥٥ قومونه شته چې د خلکو شمير يې د چين د عمومي نفوسونو په سلو کې اته برخه نيسي ، دوي د سندرو ويلو او نڅاکولو په برخه کې لوي لاس لري او تل د سندرو او نڅا له لارې خپل ژوند څرګندوي ، د کلونو کلونو راهيسي ددوي هنر خپل ځانګړي سبکونه رامنځته کړي دي چې دغه هنر ته يې اصلي بڼه ورکړې ده ،د پروګرام په ننني کړۍ کې به تاسو ته د قومي اصلي هنر د ساتنې په اړه څه معلومات وړاندې کړو
محترمو اوريدونکو همدا اوس تاسو د تبتي قوم د ښځينه سندرغاړې ځونګ يونګ ځوما لخوا ويل شوې يوه تبتي سندره واوريدله ،دا د تبتي قوم يوه مشهوره سندرغاړې ده او کور يې د چين د جنوب لويديځ د يون نان ولايت د دي چينګ په سيمه کې دی ، هغې وويل په ډېرې خوښۍ سره يې ليدلي چې د قومي لږکيو اصلي هنرونو د حکومت پاملرنه راجلب کړې او په ټولنه کې يې پراخ ملاتړ ترلاسه کړی او د پرمختګ فرصت يې موندلی دی ، د بيلګې په توګه د قومونو اصلي سندرې تل په لويو هنري نندارو کې د يو مهم پروګرام په توګه نندارچيانو ته وړاندې کيږي او اړوندې سي دي ګانې يې د موسيقي په دکانونو کې په ښکاره ډول ليدل کيږي ،او ښه بازار هم لري ، هغې زياته کړه اوس حکومت د ملي لږکيو اصلي هنر ته ډېره پاملرنه کوي او د موسيقي په ساحه کې اصلي قومي سندرې د نورو موسيقي په شان په برابرۍ سره په اړوندو سياليو کې برخه اخلي ، د دې په أند د قومي لږکيو د
اصلي هنرونو د ساتنې کار بايد د دغو هنرونو د اصلاح او لوړتيا سره يوځای ترسره شي ، هغې وويل د قومي لږکيو د اصلي سندرو ويونکي هم بايد په علمي او سيستماتيک ډول د قومي اصلي هنر زده کړه وکړي ، يوازي په دې شرط کې ددوي هنري ژوند اوږديدای شي چې له مخې به يې دغه هنرونه نسل په نسل پاتې شي ٠
ګرانو اوريدونکو دا دی چې تاسو اوري د تبتي قوم د ګسارپه نامه د مشهور شعر يوه پرچه ده دغه شعر په نړۍ کې تر ټولو يوه اوږده حماسي کيسه ده او د تبتي قوم د يوه قهرمان پاچاګسار د ټول عمر ترلاسه شوي ځلانده کارنامې پکې څرګندې شوي دي ، دغه شعر د زرکلونو راهيسي د تبت په سيمه کې ويل کيږي او نه يوازي په ادبي هنر کې ډېر ستر ارزښت لري ، بلکې د تاريخ ، جيالوجي ، فولکلوراو لرغون پيژندنې په برخو کې د څيړنې وړ ډېر زيات محتويات لري او د تبتي قوم د دودونو او رسمو رواجونو د دايرۀ المعارف په توګه ګڼل کيږي ،
د چين د شمال لويديځ د چينګ هاي ولايت د تبتي قوم د ګڼ شمير خلکو د هستوګنې يو مهم ځای دی ، پخوا پاچا ګسار په دغه سيمه کې ژوند کاوه او د ګسار په نامه د حماسي قصې زياتو زاړو ويونکيو هم په دغه ولايت کې ژوندکاوه ، خو د دوي د مړينې له امله اوس د دغه شعر ځوان ويونکي ډېر کم ښکاري ،
د تبتي قوم د قيمتي فلکلوري هنر د ساتنې لپاره د چينګ های ولايت د ګولو په سيمه کې د غيرمادي کلتوري ميراثونو د څيړنې يو مرکز جوړشوچې دنده يې په ځانګړي توګه د تبتي قوم د فولکلوري کلتوري اثارو راغونډول دی ، د دغه مرکز مدير ښاغلي دونګ نورده تل د ګسار شعر د راغونډولو او ساتلو په کار بوخت دی ،
هغه وويل اوس په ټولنه کې د کسار شعر د ويونکو شمير له پنځوسو تنو څخه زيات دي چې څه باندې ديرش تنه يې مشهور ويونکي دي ، موږ ددوي زيات شفاهي او ليکلي اثار راغونډکړي دي ، حکومت د قومي کلتوري اثارو د راغونډولو، ساتلو او د پراخولو کارونو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او په دغه برخه کې يې زياتې پيسې لګولي دي ، اوس د ګسار په نامه لوي شعر د چين د غيرمادي کلتوري ميراثونو په ليست کې شامل شوی دی ، مونږ له حکومت څخه هم غوښتنه کړې چې د نړی د غيرمادي کلتوري ميراثونو د ساتنې په ليست کې د دغه شعر د شامليدو لپاره کوشش وکړي ،
هرقوم خپل ځانګړي کلتور لري ، د دغو کلتورونو پاتي کيدو له امله اوسنۍ نړۍ رنګارنګ او ښکلې شوې ده ، د بيلابيلو قومونو د قيمتي او ارزښتناکو کلتوري او هنري اثارو ساتل او پراخول نن و سبا د حکومت او خلکو په وړاندې يوه درنه دنده ده
چي بايد په ښه شان سره ترسره کړي ،
ګرانو اوريدونکو زموږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، خوشاله او نيکمرغه اوسئ ٠