<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-28 16:46:42    
مونږ او اورېدونکي

cri

عمران – درنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ، روغتيا او خوشالي مو له لوى خداى غوړم او هيله من يم چې د خپل ژوند په چارو كې بريالي او نېكمرغه وئ. زه امان الله عمران بيا ستاسو سره د موږ او اورېدونكي پروګرام كې ملګرى يم او اورېدو ته مو يې هركلى كوم، هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ. دا چې تاسې به د خپلو ليكونو اورېدو ته په تمه وئ، نو ستاسې او ستاسې د ليكونو تر منځ خنډ نه كېږم، نو راځئ چې سمدلاسه پروګرام پيل كړو.

- لومړى د آريانا پښتو ادبي تنظيم مشر سيد وارث حنيفي ليك را اخلم چې له كوهاټ څخه يې را استولى دى. لومړى يې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: محترمو پروګرامونه مو تل په غور سره اورو او ګټور معلومات ترې ترلاسه كوو، ستاسې له دغه خدمت څخه نوموړى وايي مننه او كور ودانى درته وايوو. اورېدونكى حنيفي زياتوي: محترمو زما او زما د كلب افغان كلتوري بهير او آريانا پښتو ادبي تنظيم له اړخه د نوي لمريز كال او پسرلي په رارسېدو د زړه له كومي مباركي ومنئ، او دغه كال درته، دى وايي، له برياليتوبونو او خوشاليو يو ډك كال غواړو.

- د مانسهرې له اچړيانو څخه د لغمان كلب غړى ياسر په خپل ليك كې ليكي: زه او زما ملګري هر يو فضل الله عمري، لقمان الله عمري، سراج الحق، قسيم الله همدرد او فدا محمد ټول تاسو ته سلامونه وايوو، موږ د لغمان كلب غړي يوو. بيا زياتوي: زه ستاسې ټولې خپرونې اورم، ستاسې خپرونې ډېرې په زړه پورې دي او د موږ او اورېدونكي پروګرام په كې ډېر ښه او ښايسته دى. اورېدونكى ياسر وايي: دا دوه مياشتې كېږي چې د ځينو ستونزو له امله مې ليك نه دى دراستولى، خداى پاك اوس له ستونزو خلاص كړم نو اوس به بيا تاسو ته، دى وايي، د ليكونو لړۍ پيل كړم او له تاسو سره به خپل قلمي اړيكي ټينګ وساتم، او تاسو هم ما مه هېروئ، دى غوښتنه كوي، پاكټونه ضرور راولېږئ.

- له همدغه ځاى څخه د لغمان كلب يو بل غړي قسيم الله همدرد د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه او نېكې هيلې ويلې او بيا يې ليكلي: له ماسره ملګري دي هر يو: فضل الله عمري، فدا محمد فدا، لطف الله عمري، محمد شاكر وطنپال او لقمان الله عمري موږ ټول د لغمان كلب غړي يوو، او زه قسيم الله، دى ليكي، د كلب مرستيال يم. نوموړى بيا زياتوي: زه د سي آر آى له راډيو خپه يم، ځكه چې، دى وايي، د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ويل چې د خپرونې وخت به زياتوو، خو تر اوسه مو نه دى زيات كړئ! نو تاسې ولې د خپرونې وخت نه زياتوئ؟ نوموړى پوښته كوي، او بيا ليكي: زه چې د نورو راډيو ګانو خپرونې اورم، وخت يې يو ساعت او يا له هغه هم زيات وي، خو تاسې لا تر اوسه، دى ليكي، د خپلې خپرونې وخت نه دى زيات كړئ. آيا تاسې په دې اړه كومه پلټنه كړې؟ اورېدونكى قسيم الله همدرد پوښتنه كوي، او زياتوي كه مو نه وي كړې نو په دې اړه بايد يوه پلټنه ترسره كړئ.

- دغه راز له همدغه ځاى مانسهرې څخه اورېدونكې نسيمې شفق په خپل ليك كې لومړى سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: له ماسره مې ملګرې دي هره يوه: ليلا رحيمي، تمنا بي بي، نازو، ګلالۍ، ګل غوټۍ، نعيمه، زرمينه، حبيبه بي بي او فضيله، موږ ټول د ډي اېف كلب غړي يوو، د دغه كلب مشري زما نسيمې شفق پر غاړه ده، زموږ كلب، دا ليكي، اوس نژدې لس تنه غړې لري، هيله لرم، دا زياتوي، چې په راتلونكي كې يې شمېر زيات شي. اورېدونكې نسيمه شفق ليكي: زموږ كلب د لغمان كلب مشر فضل الله عمري جوړ كړى، موږ ته يې ډېرې لارښوونې او زموږ لپاره يې ډېرې هلې ځلې كړې دي. دغه اورېدونكې د خپل ليك په پاى كې ليكي: زه هيله لرم چې بايد تاسې زموږ د كلب غړو ته مطبوعات راولېږئ او په هره مسابقه كې برخه وركړئ.

- دغه بل ليك را اخلم چې له همدغه ځاى مانسهرې څخه د لغمان كلب مشر فضل الله عمري را استولى دى. د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو په تېره بيا امان الله عمران او سپوږمۍ ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: له سي آر آى راډيو ډېر منندوى يوو چې زموږ لپاره د ښو پروګرامونو جوړولو زيار باسي او د چين او نورې نړۍ په باب په كې هر راز معلومات راكوي. زه او زما د كلب غړي ستاسې ټول پروګرامونه په مينه اورو او ډېر مو خوښېږي. اورېدونكى فضل الله عمري زياتوي: د لغمان كلب ټول غړي د سي آر آى راډيو خپرونې ښايسته او په زړه پورې بولي، خو بيا زيات اورېدونكي، دى ليكي، ستاسو څخه غوښتنه كوي او وايي، كه څه هم ستاسې خپرونې ښايسته دي، خو د لا نور ښه والي او ښكلا لپاره لږ څه زموږ پر وړانديزونو او غوښتنو غور وكړئ. نوموړۍ بيا خپل وړانديزونه ليكي او وايي: لومړى، د سي آر آى راډيو خپرونې وخت بايد زيات كړئ، كه د خپلې خپرونې وخت زيات كړئ، نوموړى وايي، نو پروګرامونه به مو لا ښايسته او ښه شي. دوهم، د خپلو خپرونو په وخت كې بدلون راولئ او د ورځې له خوا يې خپرې كړئ. درېيم، داسې يو پروګرام جوړ كړئ چې له اورېدونكيو سره په كې مركې وكړئ. څلورم، داسې يوه مجله چاپ كړئ چې د اورېدونكيو انځورونه، ليكونه او نور په زړه پورې مطالب په كې خپاره شي. ښاغلى عمري د خپل ليك په پاى كې وايي: تاسې زموږ پر وړانديزونو غور وكړئ، خو موږ نه وايي چې يوازې دې زموږ خبرې ومنل شي، بلكه هر اورېدونكي ته، دى ليكي، فرصت وركړى شي چې خپل نظر څرګند كړي.

د اورېدونكي فضل الله عمري له ليك او وړانديزونو مننه كوو، د ده په شان نورو ډېرو اورېدونكيو هم ورته وړانديزونه كړي، هيله لرو چې د ټولو اورېدونكيو غوښتنې پوره شي او وړانديزونه يې عملي بڼه غوره كړي.

- له كابل څخه د عزيزي كلب مشر سيد اعظم عزيزي بخارايي او د كلب غړيو ملګريو يې هر يو، سيد رحمن عزيزي، سيد احد عزيزي، ارزو عزيزي او منوره عزيزي په خپل ليك كې لومړى د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې او د موږ او اورېدونكي پروګرام ته سلامونه او احترامونه ويلي، او بيا يې ليكلي: دوستانو ستاسو خپرنيز توكې موږ ته راورسېدل ستاسو څخه ډېره مننه كوو، د نوي هجرې لمريز كال د رادبره كېدو په مناسبت، نوموړى وايي، تاسو او ستاسو له خوا د چين اتلو خلكو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مباركي وايم. بيا زياتوي: موږ د عزيزي كلب غړي ستاسې ټول پروګرامونه سهار او ماښام په ډېر شوق او ذوق سره اورو او ډېره ګټه ترې اخلو، او له خداى څخه غواړم، دى ليكي، چې زموږ او ستاسې تر منځ دوستي تل دوام وكړي. دوى د موږ او اورېدونكي په پروګرام كې د خپل ليك د خپرېدو غوښتنه كړې چې په خپله وينا پر دې پوه شي چې ليكونه يې رارسېدلي دي. نو د عزيزي كلب غړيو محترمو اورېدونكيو دا دى موږ هم ستاسو ليك خپور كړ، هيله ده اورېدلى مو وي، او د لا نورو ليكونو د رارسېدو په هيله مو يوو.

- د پروګرام په دې برخه كې به د هغو اورېدونكيو نومونه واخلم چې ليكونه يې رارسېدلي دي: له مانسهرې څخه د ډي اېف كلب غړو نازو او ليلا رحيمي،له همدغه ځاى څخه صدام عمر عمري او عبد المهيمن، له پېښور څخه ګل حسين چارياري، له چترال څخه د نجات ملي افغانستان كلب مشر صاحب شاه او ملګرو يې مير حاتم، مير حمزه، شېر زاده، محمد حسين، محمد اسماعيل، ضياء الرحمن، محمد ادريس، زرقاوي، شېر حبيب، عبد الله، محمد ابراهيم، عبد الحق او مطيع الله له خوا ليكونه رارسېدلي دي.

اوس نو درنو اورېدونكيو د پروګرام د پاى شېبې دي او د سندرې وخت دى، نو راځئ چې د مشعل په غږ دغه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د مشعل سندره مو واورېده، د موږ او اورېدنكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد، تاسې كولى شئ زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ. زموږ د وېبپاڼې پته ده:

https://pushtu.cri.cn

او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.