د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې : د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د اپريل په دېرشمه نېټه وويل د دغه هېواد حکومت اوس لا تر اوسه هم په پوره توګه د هېواد د بيا رغونې دنده پر غاړه نه شي اخيستلای او د نړيوالو ټولنو مرستو ته اړتيا لری .
نوموړي دغه څرګندونې په همدې ورځ په کابل کې په يوه نړيواله مرستندويه غونډه کې وکړې . ښاغلي کرزي وويل فساد ، د پوليسو د توان کمزوری او د کوکنارو کر د ده د هېواد د بيا رغونی بهير پرمخ خنډونه رامنځته کوي . په دې هکله هغه وړانديز وکړ چې په شاو خوا هېوادونو کې تجربه لرونکيو کارپوهانو ته بلنه ورکړي چې په دغه هېواد کې د پوليسو د ځواکونو په پياوړتيا کې مرسته وکړي .