د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په افغانستان کې دوه زره تنه ايتلافی ځواکونو او د دغه هېواد ملی پوځ سرتيريو د اپريل په ديرشمه نېټه د افغانستان په جنوب د هلمند ولايت د سنګين په ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد لوی پوځی عمليات پيل کړل.
د بريتانوی ځواکونو د يو قوماندان په وينا، د طالبانو رژيم له نسکورېدو وروسته د دغې سيمې نيمه برخه تل د طالبانو تر کنترول لاندی وه، نو د نوموړو پوځی عملياتو موخه دا ده چې پر دغه جنوبی سيمه د افغانستان د حکومت کنترول شي.
د يو بل خبر له مخی، په افغانستان کې ايتلافی او حکومتی ځواکونو د اپريل په نهه ويشتمه نېټه د هلمند په ولايت کې له وسلوالو طالبانو سره د څوارلسو ساعتونو لپاره جګړه وکړه چې په پايله کې يې د طالبانو اوه اډی ويجاړې او دغه راز اوه اتيا تنه طالبان ووژل شول.