
د چين په منځنې برخه د هه نان ولايت په مرکز جنګ جو ښار کې يو ځانګړی موزيم شته چې نندارچيان په کې د يو ځانګړی کنسرټ د اوريدلو فرصت لری . نو دغه کنسرټ ولې ځانګړی دی ؟ ځکه چې د موسيقې ټولې ألې زر ګونه کلونه مخکې جوړې شوې دي .
ګرانو اوريدونکو همدااوس تاسی هغه موسيقی واوريده چې دری زره کاله مخکې د ميلمنو د درناوي او هر کلي لپاره جوړه شوېده . نن ورځ موسيقی غږونکي د موسيقۍ د دغو لرغونو ألو په وسيله د چينی او بهرنيو سيلانيانو هرکلی کوي . د هه نان موزيم د تاريخ او کلتور په هکله يو مجموعی موزيم دی چې سل زره مربع متره پراخوالی لری او له ١٩٩٨ کال څخه په رسمې توګه د نندارچيانو لپاره پرانستل شوی چې هر کال شاو خوا دری لکه سيلانيان ترې ليدنه کوي . په دغه موزيم کې د ساتل شويو تاريخی اثارو شمېر يو سل او ديرش زرو ته رسيږي چې د چين په ټولو موزيمونو کې د ساتلو شويو تاريخی اثارو اتمه برخه نيسي . د موسيقۍ ځينی تاريخی ألې نه يوازی ځانګړي شکلونه بلکې د جوړولو توکي يي هم ډير ځانګړې دي . برسيره پردې غږ يي ډير متظم او موزون دی چې د چين د لرغونی موسيقی د لوړی کچې استازيتوب کوی . د مرغه هډوکي له خوا جوړه شوې شپيلۍ تر اوسه پوری په چين کې د موسيقۍ تر ټولو لومړی کشف شوې أله ده . د هوا شيا په نامه د لرغونی موسيقۍ د هنری ډلې لارښوونکې ميرمن وانګ شيو وويل
اته زره کلونه مخکې د مرغه له هډوکي څخه د موسيقۍ په جوړه شوی الې سره له لوړوالي
څخه تر ټيټوالی پوری بشپړ اوه سيلابونه يا هجاګانې غږول کيږي
زنګونه دوه زره او پنځه سوه کاله مخکې د موسيقی په ډله کې ډير مهمې ألې وې او د غږولو په وخت کې به زنګونه په لرګينو پايو ځوړندېدل چې له شپږ ويشتو زنګونو څخه جوړ شوی وو . د موسيقي دغه ډول الې په ځانګړي توګه په شاهي ماڼۍ کی غږول کيدې . ګرانو اوريدونکو ، اوس له ما سره يو ځای د موسيقۍ په دغو ألو سره غږول شوی موسيقی واورئ
د دغې هنري ډلې لخوا د موسيقۍ غږول شوي الې ډيرې لرغوني دي چې ځنيي يي دوه زره او درې سوه کاله او ځيني يي حتی اته زره کلن تاريخ لری . د موسيقۍ د دغو الو غږول ډير مشکل کار دی ځکه چې د غږولو او وهلو هنر يې بايد د زياتو کلونو د څيړنو له لارې زده شي .
هر وخت چې يوه ننداره تر سره کيږي ، د هوا شيا په نامه د هنري ډلې هنرمندان په داسی حال کې موسيقي غږوي چې د لرغونی زمانې جامې يې اغوستې وي . د غږولو ځانګړي ترتيبات په پوره توګه د تاريخی اثارو له مخې تر سره کيږي چې سيلانيان د دغه ډول نندارې د کتلو په وخت کې د لرغونی زمانې احساس کوي . د هه نان موزيم څيړونکې ميرمن لي هونګ وويل د هوا شيا هنري ډلی نندارې د لرغوني موسيقي کلتور ميراث را ژوندی کړی او سيلانيانو ته يي د موسيقۍ د لرغونو ألو د ښودلو لپاره يوه نوې لاره پرانستې ده . هغې وويل هغه چاپيريال چې ځوان ننداره وړاندې کوونکي د لرغونو جامو په اغوستلو سره لرغونی موسيقی غږوي ، د نندارچيانو په ذهن کې د تاريخ د څرخ په شان بيرته پخوانۍ زمانې ته خوځېږي .
دغه هنری ډله په دوه زرم کال کې جوړه شوي او موسيقي غږونکي يې دوه سوه لرغوني موسيقۍ غږولی شي او غږونه يي له معاصرې موسيقۍ سره ډېر نژدې شويدي . اوس ګڼ شمېر کورنی او بهرني سيلانيان د هه نان موزيم ته ځی ، موخه يي د تاريخې اثارو سره د کتنې تر څنګ د لرغونی موسيقی اورېدل هم دي . د تانزانيا ، کوريا او ټايلند په شمول د ځينو هېوادونو مشران دغه موسيقي ډيره خوښوي او د دغې موسيقۍ جوړونکيو ستاينه کوي .
ميرمن وو هونګ چې د چين له تايوان څخه راغلی ، خبريال ته وويل
د هه نان په موزيم کې له دومره زيات تاريخې اثارو څخه ليدنه او د موسيقۍ په لرغونو الو سره د غږول شوې موسيقی اوريدل زما ډير خوښ دی .
که وويل شی چې د هه نان موزيم چينی او بهرنيو سيلانيانو ته د چيني ملت ځلانده تاريخ ښيی ، نو د چين د لرغوني موسيقی د هنري ډلې له خوا له غږول شوی موسيقۍ څخه نړيوالو ته ښکلا او راجلبونکی توان ښکاريږي .