<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-03 18:40:17    
د چين په پلازمينه بيجينګ ښار کې د څو قومونو د خلکو هستوګنې يوه سيمه

cri

ګرانو اوريدونکو د پروګرام په ننني کړۍ کې به تاسو ته د چين په پلازمينه بيجينګ ښار کې د څو قومونو د خلکو د هستوګنې يوه سيمه دروپيژنو،

د چين د پلازمينې بيجينګ ښار په ختيځه سيمه کې د هستوګنې يوه داسي سيمه شته چې د مغول ، تبت ، خوي ، ځوان او يي په ګډون د چين د ٢٩ قومونو خلک پکې اوسيږي ، هرکله چې د کوم قوم جشن راشي نو د دغې سيمې اداري څانګه د جشن د لمانځنې فعاليتونه ترسره کوي او په دغه سيمه کې د نورو قومونو خلک هم په دغو فعاليتونو کې ګډون کوي ،

د بيلګې په توګه په ٢٠٠١ کال کې د چين د ملي لږکيو چارو د کميسيون په تړاو خلکو د هستوګنې يوه لويه ودانۍ په دغه سيمه کې بشپړه شوه ، د مرکزي حکومت د زياتو اړوندو څانګو کارکوونکي هم په دغه سيمه کې راټول شوي دي ، د دغې سيمې د بېلابېلو قومونو اوسيدونکو ترمنځ د اړيکو د ټينګتيا او په يوه نيکه فضا کې د ګډ ژوند د پياوړتيا لپاره د دغې سيمې اداري څانګې د خپلې سيمې د اوسيدونکو د ځانګړتيا له مخې زيات فعاليتونه ترسره کړيدي ، د دغې څانګې مشر ښاغلي جانګ جيان زموږ خبريال ته وويل = اواز١ = پخوا مونږ يوازې د نڅااو سندرو ويلو په ګډون عادي فعاليتونه ترسره کول ، خو په دغو فعاليتونو کې د ګډون کوونکو خلکو اندازه کمه وه، وروسته مو پريکړه وکړه چې د قومي خلکو د جشن د لمانځنې لپاره فعاليتونه ترسره کړو ، د ٢٠٠٣کال په پيل کې مونږ ترټولو مخکې د تبتي قوم د نوي کال د مبارکۍ لپاره فعاليتونه ترسره کړل ، تبتي اوسيدونکي ډېر خوشاله وو، دوي پخپلو لاسو پاخه کړي ځانګړي خوراکونه او خا دا چې محترمو ميلمنوته د درناوي څرګندولو لپاره يو ډول اوږد سپين ټوکر دی د دغې سيمې ځينواوسيدونکو ته وړاندې کړل ، د دغسي قومي فعاليتونوترسره کولو په سيمه کې ډېرې ښې پايلې ورکړې دي ، له دې وروسته د قومي اوسيدونکولخوا د خپلو جشنونو لمانځنه په دغه سيمه کې يو عادت ګرځيدلی دی ،

د مغولي قوم ميرمن ناژن چې د دغې سيمې د زړو کسانو د ټولنې د قومي چارو مسؤله ده زموږ خبريال ته وويل  د ٢٠٠٣ کال راوروسته زموږ په سيمه کې هرکال د قومي جشن د لمانځنې فعاليتونه ، د بيلګې په توګه د تبت نوی کال ، د مغولي قوم د نادامو فعاليت، د مسلمانانو نوروز ، کوچني او لوي اخترونه او داسي نور فعاليتونه ترسره کيږي ، د دغو فعاليتونو د ترسره کولو له لارې ټول اوسيدونکي يو له بل سره پيژندنه کوي او خپل منځي يووالی يې پياوړی کړی او ښې اړيکې يې ټينګې کړې دي ، په دغه سيمه کې قزاقي اوسيدونکې ميرمن شاليما چې پخوا له سينجيانګ څخه راغلې او په بيجينګ ښار کې يې په لسګونه کلونه کارکړی دی وويل پخوامونږ د نوروز ورځ يوازې په کور کې تيروله، خو اوس موږ د سيمې د زياتو خلکو سره يو ځای دغه ورځ تيروو، هغې وويل موږ قزاقيان نوروز ته په ډېره درنه سترګه ګورو ، د نوروز په ورځو کې مونږ نورو قومي اوسيدونکو ته بلنه ورکوو چې زموږ سره يوځای د دغه جشن د لمانځنې په فعاليتونو کې ګډون وکړي ، راسره يو ځای په خوشالۍ سره ډوډۍ وخوري ، نڅاوکړي او سندرې ووايي ، په دې مهال ميرمن شاليما موږ ته يوه سندره وويلهد قومي جشن د لمانځنې په فعاليتونو کې په دغه سيمه کې د بېلابېلو قومونو

اوسيدونکي نه يوازي سره يوځای سندرې وايي ، نڅاکوي او ځانګړي خوندورې ډوډۍ خوري ، بلکې يو دبل قوم د کلتور او دودونو په باب معلومات هم ترلاسه کولای شي ، د دغې سيمې د اداري څانګې مرستياله ميرمن جانګ يو ژونګ د هان قوم ښځه ده او ميړه يې کوريايي دی ، هغې د خپلې خواښې څخه د يو ډول کوريايي سابه جوړولو فن زده کړی دی ، هرکله چې هغې دا ډول سابه جوړکړی نو خپلو ګاونډيانو ته يې هم ورکوي ، چې له امله يې دا ډول سابه په سيمه کې د دوستۍ په نامه ياديږي، هغې وويل زه ډېره وياړم چې د قومي لږکيو د خلکو سره يو ځای ژوندکوم ، زموږ د هستوګنې په ودانۍ کې يو سل او يو ديرش کورنۍ شته چې د درې اتيا کورنيو غړي يې د قومي لږکيو خلک دي ، په دغه ودانۍ کې ما د نورو قومونو له خلکو څخه د دوي رسم او رواجونه او دودونه پيژندلي دي ،

اوس د قزاق ، مغول ، تبت ، کوريا او خوي په ګډون د زياتو قومونو جشنونه په دغه سيمه کې د عمومي اخترونو په توګه ګڼل کيږي ، ټوله سيمه لکه د يوې هوسا او ښې لويې کورنۍ په شان ده اوسيدونکي ورسره ډېره مينه لري ٠

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، خوشاله او نيکمرغه اوسۍ