<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-05 19:43:29    
موږ او اوريدونکی

cri
- لومړى د اورېدونكي عبيد الله صديق ليك را اخلم چې د مانسهرې له اچړيان كمپ څخه يې را استولى دى. د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: تاسو د پښتو هېندارې، د اورېدونكيو هېندارې، د چين هېندارې د سي آر آى هېندارې يا په بل نامه يوه مجله چاپ كړئ، او د اورېدونكيو، د كلبونو او د كلبونو د مشرانو نومونه او دغه راز د چين په اړه او نور بېلابېل ګټور معلومات په كې خپاره كړئ، دا به، دى وايي، ستاسې لپاره آسانه وي، په پښتو هېنداره ستاسې ډېر لګښت راځي او زموږ نه هسې، دى زياتوي، ضايع كېږي، خو كه مجله جوړه كړئ، ستاسو به په كې ګټه وي. اورېدونكى عبيد الله صديق بيا ګيله كوي او ليكي: تاسې زموږ پر ليكونو نيوكې كوئ، په داسې حال كې چې، دى وايي، زموږ په كلب كې پشيان، پاكستانيان، فارسي ژبي او نور بېلابېل خلك هم غړيتوب لري چې تاسو ته ليكونه درلېږي، تاسو زموږ پر ليكونو نيوكې كوئ، موږ به هم پر تاسو، دى وايي، نيوكې كوو. دغه اورېدونكى زياتوي: ستاسو د راډيو خپرونې سمې نه شي اورېدل كېدى او هم دا چې تاسو ته كه كوم شعر يا يوه ټوكه درواستوو نو تاسو يې نه خپروئ. او بيا ټينګار كوي، كه په راتلونكي كې مې كوم شعر يا ټوكه درواستوله، نو هرو مرو يې خپره كړئ، او كه مو خپره نه كړه نو، دى ګواښ كوي، دا به زما وروستى ليك وي. اورېدونكي عبيد الله صديق د خپل ليك په پاى كې يو ټوكه ليكلې او وايي: دوه ناپوهان وو، يو په دېوال كې مېخ ټك واهه، چې تېره خوا يې د څټك لور ته وه او پلن اړخ يې دېوال ته، دوهم ناپوه ورته وويل چې ته ډېر كم عقل يې، دا مېخ دې په خو پښ چپه جوړ كړى، كه دا پلنه خوا يې د تېرې خوا په شان جوړه كړې وى نو اوس به په دېوال كې په آسانه ننوتى و.

- دغه راز له مانسهرې څخه د خراسان كلب يو بل غړى ذاكر محمود ايو بي په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته بې شمېره سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كوي او بيا ليكي: دا تاسو ته زما درېيم ليك دى چې در استوم يې، هيله ده چې په خپل ښكلي پروګرام كې ځاى وركړئ او راته خپور يې كړئ. نوموړى بيا زياتوي: ستاسې د ښكلي پروګرام وخت ډېر كم دى، كه تاسو د خپل پروګرام وخت ډېر كړئ نو، دى ليكي، ډېره ښه به وي. اورېدونكى ذاكر محمود ايوبي د خپل ليك په پاى كې د مجلو، مطبوعاتو او پاكټونو وراستولو غوښتنه كوي.

- له همدغه ځاى څخه اورېدونكى محمد شاكر وطنپال په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته له سلامونو وروسته ليكي: دا زما دوهم ليك دى چې تاسو ته يې در استوم، خو ستاسو له خوا تر اوسه مطبوعات او پاكټونه نه دي رارسېدلي. بيا زياتوي: زه ستاسو پروګرامونه هره شپه او هر سهار اورم، خو ستاسې د خپرونې وخت، نوموړى ليكي، ډېر كم دى، او بايد د خپلې خپرونې وخت زيات كړئ. اورېدونكى محمد شاكر هم د خپل ليك په پاى كې د مجلو او نورو مطبوعاتو وراستولو غوښتنه كوي.

- له مانسهرې څخه يو بل اورېدونكى په خپل ليك كې ليكي: زه سيد احمد د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته ډېر ډېر سلامونه وايم، زما سره ملګري دي هر يو: عباد الله، عبد الكريم، عبد القدير، محمد كريم، نياز محمد، عبيد الرحمان، عبد الله، سيد الرحيم، احمد كريم، عبد الصبور، نېك محمد، عبد الهادي، عبد الرحيم او احسان الله دوى ټول هم تاسو ته سلامونه وايي. موږ ټول، نوموړى زياتوي، د لغمان كلب غړي يوو، او دا زما لومړى ليك دى چې تاسو ته يې دراستوم. د ليك استولو پاكټ يې، دى وايي، خپل ملګري فضل الله عمري راكړ. بيا ليكي: ما ستاسو خپرونې واورېدلې، ډېرې په زړه پورې وې، او د ((موږ او اورېدونكي)) پروګرام، نوموړى زياتوي، ډېر خوندور و. په پاى كې ليكي: زه سيد احمد غواړم چې له تاسې سره خپل قلمي اړيكي وساتم، تاسو ماته پاكټونه، مجلې او مطبوعات راولېږئ.

- دغه راز د خراسان كلب غړى اورېدونكى محمد اويس امين هم له مانسهرې څخه په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه وړاندې كوي او بيا ليكي: زه ستاسې پروګرامونه په منظمه توګه اورم، ډېر شوق او مينه ورسره لرم او پر ما ډېر ښه لګېږي. بيا زياتوي: زموږ په كلب كې پاكستانيان هم شته، د كلب د غړيو شمېر، دى وايي، نژدې اتيا تنو ته رسېږئ، زموږ د كلب پاكټونه خلاص شوي دي، موږ هيله كوو، نوموړى وايي، چې موږ ته پاكټونه راولېږئ، دغه ليك زه او نثار احمد احمدي په ګډه ليكو، هغه هم تاسو ته خپل سلامونه وړاندې كوي. نوموړى ليكي: تاسو د خپل پروګرام وخت زيات كړئ چې موږ ترې زيات معلومات ترلاسه كړى شو. اورېدونكى اويس امين په خپل يو بل ليك كې زياتوي: ګرانو يوه مياشت وشوه چې تاسو زما ليكونو ته هېڅ ځواب نه رالېږئ، ما تاسو ته نهه ليكونه در استولي، خو ستاسو له خوا يې، دى وايي، هېڅ ځواب نه دى راغلى. ده د خپل ليك په پاى كې د معلوماتي مسابقې د پيل په اړه خوښي څرګنده كړې او ليكلي يې دي چې په ډېر جوش سره به برخه په كې اخلي.

- له مانسهرې څخه يو بل اورېدونكى لطف الله عمري په خپل ليك كې لومړى د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه وايي او بيا ليكي: زه د لغمان كلب غړى او د سي آر آى راډيو يو دايمي اورېدونكى يم. نوموړى بيا زياتوي: د سي آر آى راډيو دلته په مانسهره كې ډېر زيات اورېدونكي لري، ځينې يې، دى وايي، د خراسان او ځينې يې د لغمان كلب غړي دي او ستاسې خپرونې په زړه پورې بولي. نوموړى د خپل ليك په پاى كې ليكي: ما په دې وروستيو دوو مياشتو كې تاسو ته اته ليكونه دراستولي، خو ستاسو له خوا، دى وايي، ليكونه نه دي راغلي، ما ته بايد مطبوعات او پاكټونه هرومرو راولېږئ.

- له همدغه ځاى څخه اورېدونكى عبد الكبير محمدي په خپل ليك كې د پښتو خپرونې ټولو كاركوونكيو ته له سلامونو او نېكو هيلو وروسته ليكلي: تاسو چې كله پوښتنې رالېږئ، نو ديني پوښتنې هم په كې راولېږئ، ځكه چې موږ، دى ليكي، ټول مسلمانان يوو، نو بايد موږ ته ديني پوښتنې راولېږئ او په دې اړه معلومات راواستوئ. بيا ليكي: ډېر اورېدونكي تاسو ته ليكونه دراستوي، خو تاسې په خپل پروګرام كې ټول ليكونه نه شئ خپرولى، نو بايد د خپل پروګرام وخت زيات كړئ. اورېدونكى محمدي بيا د خپل ليك په پاى كې د ګلانو ټاپې او هم د چين د ځوانانو د پهلوانۍ او كراټې د يوې په زړه پورې وېډيو كسټ غوښتنه كړې ده.

- د صوبه سرحد له مردان څخه د نړيوال لسنرز كلب مشر محمد عثمان مردانوي په خپل ليك كې له سلامونو او نېكو هيلو وروسته ليكلي: ما تاسو ته د پښتو پاڅون مجلې در استولې دي، هيله ده چې ترلاسه كړې مو وي، موږ، دى وايي، د پښتو هېنداره ترلاسه كړه، هيله ده چې زموږ تر منځ قلمي اړيكي تل دوام ولري. ښاغلى مردانوي زياتوي: زه له تاريخ او زاړه كلتور سره علاقه لرم، بيا وايي: كه چېرې زه د پاكستان او چين د تاريخ په اړه څه ليكل در استوم، نو تاسو يې، دى ليكي، په ((پښتو هېنداره)) كې ځاى كولى شئ. د ښاغلي مردانوي له ليك او نېكو هيلو مننه كوو او ډاډ وروكوو چې د ده له خوا د پاڅون رالېږل شوې مجله مو ترلاسه كړې او د لا زياتو ليكونو په هيله يې يوو.

- دغه راز له كوهاټ څخه د افغان كلتوري بهير مشر سيد وارث حنيفي له خوا يو ليك رارسېدلى، چې ډېر پخوا آن د تېر 2006 كال د نومبر په په شپږمه يې ليكلى دى، ښايي چې پر لاره ځنډېدلى وي. لومړى يې د خپرونې ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: پروګرامونه مو تل په شوق او ذوق سره اورو او ښه خوند ترې اخلو. اورېدونكي حنيفي بيا په خپل ليك كې د تېر كال په راډيويي مسابقه كې د خپل كلب د ټولو ملګريو د ګډون يادونه كړې او بيا يې ګيله كړې چې تاسو زموږ د كلب نوم هېڅ ياد نه كړ، نو ډېر زيات خپه شوو. په پاى كې يې بيا نورو برياليو اورېدونكيو ته مباركي ويلې ده.

اوس نو درنو اورېدونكيو د پروګرام د پاى شېبې دي او د سندرې وخت دى، نو راځئ چې د اشرف ګلزار په غږ دغه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د اشرف ګلزار سندره مو واورېده، د موږ او اورېدنكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد، تاسې كولى شئ زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ. زموږ د وېبپاڼې پته ده:

https://pushtu.cri.cn

او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان