<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-10 18:52:13    
د هوخه هاوت په ښار کې يو لرغونی جامع جومات

cri

ګرانو اوريدونکو د پروګرام په ننني ګړۍ کې به تاسو ته د چين د هوخه هاوت ښار يو لرغونی جامع جومات دروپيژنوچې درې سوه کلن تلاريخ لري

د چين د هوخه هاوت ښار جامع جومات د دغه ښار د خوي قوم په سيمه کې پروت دی او پراخوالی يې تقريبأ څلور زره مربع متره دی ، د جومات د ادارې مرستيال او ملا چنګ زمونږ خبريال ته د دغه جومات د تاريخ په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل  دغه جومات د چينګ د چيان لونګ امپراطور په دوره کې جوړشوی چې تر اوسه پوري نژدې درې سوه کلن تاريخ لري، دا په داخلي مغولستان کې تر ټولو يو لرغونی جامع جومات دی او په ١٩٩٨ کال کې يو ځل بيا ترميم شوی دی چې پيسې يې د چيني او بهرنيو مسلمانانو لخواراغونډې شوې وې ، د بيلګې په توګه د پاکستان ، سينګاپور او ماليزيا مسلمانانو د دغه جومات د بيا جوړونې لپاره پيسې ورکړې ، البته د چين ځايي حکومت په دې برخه کې هم مرسته برابره کړې وه ،

دغه جامع جومات يوه داسې ودانۍ ده چې د چين ځانګړتيا څرګندوي ، خو ښکاره اسلامي سبک هم لري ، د اصلي ودانۍ عمومي ساحه يې څه باندې څلور سوه مربع مترو ته رسيږي او پنځه سوه تنه مسلمانان پکې د لمانځنې مراسم ترسره کولای شي ، د لازياتو مسلمانانو د اړتيا د پوره کولو لپاره د دغه اصلي ودانۍ په دواړو خواوو کې په جلاجلاتوګه د لمانځنې دوه نوي خونې جوړې شوې ، په ټول جامع جومات کې درې زره تنه ځاييږي ، د دغه جومات مناره هم د ليدو وړ وداني ده چې لوړوالی يې ٣٦ متره دی او په ١٩٣٩ کال کې جوړه شوې ده ،

نوموړي جامع جومات د ديني معلوماتو خپراوي او روزنې ته په ډېره درنه سترګه ګوري ، کله کله په دغه جومات کې اړوند کورسونه او سمينارونه هم ترسره کيږي چې د ديني معلوماتو په ورکولو کې مسلمانانو ته اسانتياوي برابروي ،ملا چنګ وويل  له ١٩٩٨ کال راهيسي موږ ځينو مشهورو ديني استادانو ته بلنه ورکړې چې زموږ په جومات کې د ديني معلوماتو د ورکولو کورسونه او سمينارونه پرانيزي ، څرنګه چې دغه کورسونه او سمينارونه له کارڅخه په فارغ وخت کې پرانيستل کيږي نو عمده زده کوونکي يې وزګارخلک دي ، خو د دوبې او ژمي په رخصتيو کې ځينې کوچنيان او ځوانان هم په دغو کورسونو کې برخه اخلي ،

د جومات په وروستنی برخه کې د ډوډۍ خوړلو دوې خونې هم شته چې په ځانګړي توګه د مسلمانانو لپاره جوړې شوي دي ، د نورو هېوادونو په پرتله د ډوډۍ خوړلو په دغو دوو خونو کې برابر شوي خوراکونه چيني خوند لري ،مسلمانانو ته د لا زياتو پاکوخوراکونو د برابرولو لپاره د دغه ښار په زياتو جوماتونو کې هم د ډوډۍ خوړلوخونې جوړې شوې دي ، ملاچنګ په دې اړه زموږ خبريال ته وويل په د ډوډۍ خوړلو په خونو کې کارګران ټول مسلمانان دي ، دغه راز زمونږ ډوډۍ خونې هم د مسلمانانولپاره د واده مراسمو د ترسره کولو اړوندې اسانتياوي برابروي ، ځايي حکومت هم په دې برخه کې زمونږ ملاتړکوي ، د هوخه هاوت ښار له يوولسو جوماتونو څخه په څلورو جوماتونو کې ډوډۍ خونې جوړې شوېدي ،

دغه جامع جومات د خپل لرغوني تاريخ او لويوالي له امله ډېر شمير مسلمانان ځانته راجلبوي ، د مالوماتو سره سم په عادي ورځو کې هره ورځ نژدې درې او څلور سوه تنه مسلمانان د لمانځه لپاره دغه جومات ته راځي او د جمعې په ورځ تقريبأ دوه زره تنه مسلمانان دلته لمونځ اداکوي ، د جمعې په ورځ د لمانځه مراسمو وروسته خبريال له يوه مسلمان سره مرکه وکړه ، هغه وويل  د جمعې په ورځ مونږ د لمانځه ادا کولو لپاره دغه جامع جومات ته راځو، ځکه دا جومات ډېر مشهور دی ، زموږ نيکونه او پلرونه څه باندې سل کاله مخکې دغه ځای ته راتلل ، پخوا په دې سيمه کې يوازي دغه جامع جومات و او مونږ په اسانه توګه د لمانځه ادا کولو لپاره د دغه جومات په شاوخوا کې کورونه واخيستل،

درې سوه کلن تاريخ لرونکي جامع جومات د مسلمانانو د نيکونو او پلرونو د لمانځه ادا کولو مبارک ځای دی چې د چين دوديزه ودانيزه هنري ځانګړتيا لري او د عربي سينګار سبک هم لري ، هغه نه يوازي يو اسلامي جومات دی بلکې د چين او عربانو ګډ ودانيزه هنر لرونکې وداني هم ده ،

ګرانو اوريدونکو زموږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، خوشاله او نيکمرغه اوسئ ٠