<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-12 20:28:38    
مونږ او اوريدونکي

cri

عمران – درنواورېدونكيو زما امان الله عمران سلامونه او نېكې هيلې ومنئ! له هر څه د مخه مو روغتيا او خوشالي له لوى خداى غواړم او هيله من يم چې د خپل ژوند په چارو كې بريالي او نېكمرغه وئ. د موږ او اورېدونكي پروګرام ته مو هركلى كوم، هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ. دا چې تاسې به د خپلو ليكونو اورېدو ته په تمه وئ، نو خپلې خبرې نه اوږدوم، او راځئ چې سمدلاسه پروګرام پيل كړو.

- دا ځل به پيل په يو شمېر برېښناليكونو وكړو چې د اورېدونكيو له خوا رارسېدلي دي. لومړى برېښناليك را اخلم چې د پاكستان له مظفر كړ څخه د نړيوال ډي اېكس كلب مشر محمد ياسر اشفاق قريشي را استولى دى. له سلامونو وروسته يې ليكلي: د پاكستان د صدراعظم شوكت عزيز په اړه ستاسو راپور ډېر ښه و، او د هغه تړون له مخې چې د پاكستان او چين تر منځ به لاسليك شي د دواړو هېوادونو او ولسونو تر منځ اړيكي به نورې هم پياړې شي. بيا مننه كوي او ليكي: زه له تاسو څخه ډېر منندوى يم چې موږ ته خورا زيات معلومات برابروئ. نوموړي د 2008 كال د بېجېنګ اولمپيك لوبو د مشال يا ډيوې لېږدولو ليكي يا كرښې د اعلان او ټاكلو په اړه مباركي ويلې او په دې اړه يې خپله خوښي څرګنده كړې چې دغه ډيوه به له اسلام آباد څخه هم تېره شي. اورېدونكې ياسر اشفاق زياته كړې: سي آر آى د چين او آسيا تر منځ د همكارۍ په اړه سفري دوره پيل كړه، چې د ده په وينا د چين د نړيوالې راډيو له خوا يو ګټور ګام دى، او په پاى كې يې په ((بو او)) كې د آسيايي فورم په اړه راپورونه غوره بللي او له اورېدو سره يې د خپلې مينې يادونه كړې او ويلي يې دي چې په دې اړه د سي آر آى ملاتړ كوي.

- له همدغه ځاى څخه د ماډرن ډي اېكس كلب مشر محمد طارق رحمن بيا پښتو خپرونې ته په خپل ليك كې ليكلي: زه ډېر خوشاله شوم چې ستاسو له خوا مې څو ورځې مخكې د (پښتو هېنداره) تر لاسه كړه، هر ليكنه مې، دى زياتوي، په كې ولوستله، ډېرې په زړه پورې او غوره ليكنې وې چې ښايسته انځورونو يې ښكلا د ده په وينا نوره هم زياته كړې وه. نوموړي بيا د خپل برېښنا ليك په پاى كې د مسابقې د پښتنپاڼو را استولو يادونه كړې، چې موږ يې دلته د رارسېدو او تر لاسه كولو ډاډ وركوو او له برېښناليك يې مننه كوو.

- دغه بل برېښناليك را اخلم چې له كابل څخه اورېدونكي محمد اياز احمدزي را استولى دى، لومړى يې خپلې نېكې هيلې څرګندې كړې او بيا يې ليكلي: له يو كال راهيسې ستاسې پښتو وېبپاڼه په منظمه توګه ګورم، په زړه پورې موضوع ګانې په كې وي، په تېره بيا په چين كې د اقتصادي پرمختګ په اړه معلومات او هم د نړۍ د لرو بر په اړه تازه خبرونه په كې لولم. اورېدونكي اياز احمدزي بيا د يوې بېلګې يادونه كړې او ليكلي يې دي: نن مې ستاسو د وېبپاڼې پرلومړي مخ د افغانستان په اړه يو ښه خبر ولوست چې ماته، دى وايي، ډېر په زړه پورې و، كه تاسې د افغانستان په اړه دې ورته خبرونه پر خپله وېبپاڼه خپاره كړئ نور زيات افغانان به هم ستاسې وېبپاڼه وګوري. نوموړى بيا زياتوي چې د چيني ژبې له زده كړې سره ډېره علاقه لري او وايي: هر كله چې ستاسې وېبپاڼه پرانيزم، دى ليكي، زيار باسم چې يوه چينايي كلمه يا لغت زده كړم. د اورېدونكي اياز احمدزي له برېښناليك او ګټور وړانديز مننه كوو، هيله ده په هر وخت پر راډيو زموږ خپرونې واوري او هم پر انټرنېټ پښتو وېبپاڼه وګوري او په اړه يې موږ ته وليكي.

- دغه راز له كابل څخه اورېدونكې ډاكترې عابدې په خپل برېښناليك كې له سلامونو وروسته ليكلي: ستاسې د روغتيا هيله منه يم، له ډېرې مودې راهيسې تاسې ته په برېښناليك لېږلو كې د ځنډ له امله بخښنه غواړم. بيا ليكي: له ډېرو ستونزو او ربړونو وروسته مې يوه دنده وموندله، تاسې پوهېږئ، اورېدونكې عابده زياتوي، چې زه يوه ډاكتره يم او د ځينو طبي يا روغتيايي پروګرامونو له اورېدلو سره مينه لرم، نو كه تاسو داسې پروګرامونه، دا وايي، خپاره كړئ ډېر غوره به وي. د اورېدونكې ډاكترې عابدې له ګټور برېښناليك او وړانديز مننه كوو، او دلته يادونه كوو چې موږ پر راډيو د ساينس او روغتيا په نامه پروګرام لرو چې ګټورې خبرې معلومات په كې خپرېږي، او پردې سربېره تاسې كولى شئ چې پر انټرنېټ زموږ پر وېبپاڼه هم د روغتيا په اړه بېلابېل ګټور پروګرامونه ولولئ او معلومات ترلاسه كړئ.

- دا خو شول درنو اورېدونكيو يو شمېر برېښناليكونه چې موږ ته رارسېدلي و، اوس به يو شمېر ليكونو ته وار وركړو چې د اورېدونكيو له خوا رارسېدلي دي.

- دغه لومړى ليك را اخلم چې د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د جونو غونډۍ د صبريو له كلي څخه د يوراج كلب مشر محمد شفيق مقاليديار را استولى دى، له سلامونو وروسته يې ليكلي: په چين كې يو سړى دى چې تل سګرېټ څكوي، تر نن پورې (107) كاله عمر لري او چان چي نومېږي. دى بيا پوښتنه كوي چې نوموړى د چين د كوم ولايت او سيمې دى، او له كوم قوم سره اړه لري؟ بله پوښتنه كوي چې د ساينس پوهانو په وينا سګرېټ څكول خو د يو سړي عمر كوي، نو چان چي چې له دومره ډېر وخت راهيسې سګرېټ څكوي ولې دومره اوږد عمر لري؟ نو مقاليد يار صاحب، كاشكې چې ده د دغه سړي په اړه دې د ترلاسه كړيو معلوماتو سرچينه هم ليكلې وئ! موږ خو تر اوسه په دې اړه داسې څه معلومات نه لرو چې په رښتيا هم داسې څوك شته كه نه چې تل سګرېټ څكوي او دومره عمر لري؟ په دې كې خو هېڅ شك نه شته چې سګرېټ څكول روغتيا ته تاوان رسوي او هم عمر لنډوي.

- له مانسهرې څخه د لغمان كلب غړى فدا محمد فدا په خپل ليك كې لومړى د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته ډېر ډېر سلامونه او بيا ليكي: له ماسره مې ملګري د كلب مشر فضل الله عمري، لطف الله عمري، قسم الله همدرد، لقمان الله عمري، حامد عمر عمري، صدام عمر عمري، ياسر عمري او قاري رحمت الله دوى ټول هم تاسو ته سلامونه وايي. نوموړى بيا زياتوي: زه د لغمان كلب غړى يم او هر وخت ستاسې خپرونې اورم، ستاسې پروګرامونه، دى وايي، ډېر په زړه پورې دي. بيا ليكي: پوښتنپاڼې مو ډېرې ښې وې، خو زه د چين نړيوالې راډيو له كاركوونكيو څخه، دى وايي، غوښتنه كوم چې په پوښتنپاڼو كې د افغانستان په اړه هم ملوماتي پوښتنې وكړي. اورېدونكي فدا محمد د خپل ليك په پاى كې د مطبوعاتو او پاكټونو ورلېږلو غوښتنه كړې ده.

درنو اورېدونكيو اوس نو د پروګرام د پاى شېبې دي او د موسيقۍ وخت دى، نو راځئ چې د زيك افريدي په غږ دغه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د زيك افريدي سندره مو واورېده، د موږ او اورېدنكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد، تاسې كولى شئ زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ. زموږ د وېبپاڼې پته ده:

https://pushtu.cri.cn

او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.