د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې : د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتی وياند د می په ديارلسمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د طالبانو لوړی پوړی قوماندان ملله دادلله د روانې مياشتی په دوولسمه نېټه د دغه هېواد په جنوب د هلمند په ولايت کې د افغانستان امنيتی پوځ او په دغه هېواد کې د ائتلافی ځواکونو له خوا ووژل شو . خو په دغه هېواد کې ائتلافی ځواکونو د دغه خبر پخلی نه دی کړی .
د پاکستان د خبري رسنيو د خبر له مخې ملله دادلله د طالبانو د لومړی مشر ملله عمر ملګری دی چې پدې وروستيو کې په افغانستان کې د زيات شمېر زورزياتی پېښو او د نورو هېوادونو د کسانو د تښتولو پېښو د پلان جوړونکي په توګه ګڼل کېږي .