<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-17 18:54:17    
د چين په ګونګ چنګ ولسوالۍ کې د ياو قوم يو شتمن ايکولوژيکي کلی

cri

ګرانو اوريدونکو د پروګرام په ننني کړۍ کې به تاسو ته د چين په ګونګ چينګ ولسوالۍ کې د ياو قوم څو شتمن ايکولوژيکي کلي دروپيژنو

ګرانو اوريدونکو د چين په جنوب کې د ګوانګ شي د جوانګ قوم په خپلواکه سيمه کې د ياو قوم يوه ولسوالي شته چي پخوا يې اقتصاد وروسته پاتې و ، خو اوس په دغه ولسوالۍ کې د ميوو زيات باغونه او ښکلي ښکلې وداني ليدل کيږي ،

په دغه ولسوالۍ کې د هوانګ لينګ په نامه يو کلی شته چې پخوا د دغه کلي خلک ډير بېوزلی و و، ميرمن يې ګوي ژونګ د خپل ژوند د بدلون د يادووې په ترڅ کې وويل  پخوا مونږ ډېر بيوزلی وو خو وروسته زمونږ په کلي کې د متان ګاز کارول پيل شول او په کور کې مو هم د څارويانو روزنه پيل کړه او په باغ کې مو زياتې ميوه لرونکي ونې کيښودلې چې له مخې يې ژوند مو ښه شوی دی

د دغه کلي مشر ښاغلي هوانګ ګوانګ فا وويل د ميټان ګاز د کارولو له امله نه يوازې د ځايي خلکو د سون موادو مسئله حل شوې بلکې د کلي د اقتصادي پرمختګ لارې چارې هم بدلې شوې دي ، د دغه ډول ايکولوژيکي کرنيزو چارو د پرمختيا له امله د بزګرانو اقتصادي عائدات زيات شوي دی ، اوس د دغه کلي د خلکو منځني کلني عائدات د هرکس په سر دري زره او پنځه سوه يوانو ته رسيدلی دی ، هغه زياته کړه چې  -د ميټان ګاز د پرمختګ له لارې نه يوازې کورني کارونه سپک شوی ، پخلنځی او کوټې پاکې شوی بلکې د خلکو روغتيا او د ايکولوژيکي ځنګلونو چارو د پراختيا لپاره هم ګټوردي ،

د هوانګ لينګ کلی د ميټان ګاز د پرمختګ له لارې شتمن شوی دی خو دغه کلی يوازې د ګونګ چينګ د ياو قوم د ولسوالۍ د کليوالي سيمې د بڼې د بدلون په برخه کې يوه بيلګه ده ، د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې په دغه ولسوالۍ کې د ميټان ګاز څخه استفاده پيل شوه ، تر ٢٠٠٥ کاله پورې په دغه ولسوالۍ کې د ميټان ګار استعمالوونکو کورونو شميرپه سلو کې اته اتيا ته ورسيد،

د ميټان ګاز د کارولو له امله د دغه سيمې د بزګرانو د ژوند کچه لوړه شوې او د کورنيو څارويو او د کرنې چاروهم پرمختګ کړی دی ، دغه راز د دغې سيمې ايکولوژيکي اقتصاد هم په ښه توګه پرمختګ کوي ، برسيره پر دې په دغه سيمه کې چاپيريال هم په ښکاره توګه ښه شوی او د خلکو د روغتياساتنې چارې يې هم پياوړې شوې دي ، اوس د ياو قوم خلک ښکلي کورونه لري چې ډېر لوړه کچه لرونکي موبل او د بريښنا سامان الات پکې ليدل کيږي ، حتی د ژوندانه سويه يې د ښاريانو په پرتله هم لوړه ښکاري ، ميرمن هوانګ خونګ سيوو زمونږ خبريال ته وويل  ما په خوب کې هم نه و ليدلی چې دومره ښکلی کوربه ولرم ، که د حکومت ښې تګلارې او ملاتړ نه وای نو به هم مونږ دغسي ژوند نه درلود ، د ګونګ چينګ ولسوالۍ مشر ښاغلي تانګ يون شو وويل مونږ د نوي ډول کليوالي سيمې د ابادۍ لپاره نه يوازي نوي کورونه جوړوو، بلکې بايد د بزګرانو عايدات زيات کړو او په معقوله توګه له کاري ځواک څخه ګټه واخلو ، هغه وويل  روان کال زمونږ کاري موخه دا ده چې لومړي به مونږد يو شمير کليو سره د علمي ميټود له لارې د پرمختيايي پلان په جوړولوکې مرسته وکړو ،دوهم = د سيلانۍ لپاره يو لوړ معيار لرونکي نوی کلی جوړکړو ، درېيم - د نوي ډول کليو د ابادۍ کارونه چټک کړو ، د نويو کليو د ابادۍ له امله د ياو قوم د کليو د سيلانۍ چارې په چټکۍ سره پرمختګ کړی دی ، په زړه پورې ښکلې طبيعي منظرې او ښه ايکولوژيکي کرنه ، د ياو قوم ځانګړي دودونه د هېواد د بېلابېلو ځايونو سيلانيان راجلبوي ،

د ايکولوژيکي کرنېزو چارو د پرمختګ او د نويو کليو د ابادۍ چټکتيا له امله د دغه ولسوالۍ د ياو قوم د خلکو د ژوندانه شکلونه ، بنسټيز کيفيت او ايډيالوجي د لوي بدلون په حال کې دي ، د دوي د ډېرې خوښۍ وړ خبره دا ده چې دوي په خپله سيمه کې د کوششونو له لارې د خپل ژوند سويه لوړه کړې ده ،

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، خوشاله او نيکمرغه اوسئ ،