<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-19 17:45:49    
موږ او اورېدونكي

cri
عمران – درنواورېدونكيو زما امان الله عمران سلامونه او نېكې هيلې ومنئ! هيله ده روغ او خوشاله وئ او د ژوند په چارو كې مو برياليتوب او نېكمرغي په برخه وي. د موږ او اورېدونكي پروګرام ته مو هركلى كوم، هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ.

قدرمنو اورېدونكيو ښايي په دې كې څوك شك ونه ګوري چې په افغانستان كې هر څوك د نامتو سندر غاړي استاد اولمير له نامه سره آشنا دي، او له سندرو سره يې مينه لري. په وروستۍ موده كې له دغې فاني نړۍ څخه د نوموړي د تلو پنځه ويشتم كال و. موږ به هم د پروګرام دغه كړۍ د نوموړي ياد ته ځانګړې كړو، د هغه دژوند په اړه به وغږېږو او د پروګرام له وخت سره سم به يې يو څو سندرو ته غوږ شو.

د موسيقۍ په ډګر كې د پراخ شهرت او اغېز پر خلاف د استاد اولمير د ژوند په اړه ډېر لږ څه ويل شوي، د ده د لومړي ژوند په اړه ويل شوي چې دى په 1312 لمريز کال کې په پېښور کې زېږېدلى او بيا يې تر لسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي. د لس کلنۍ په عمر يې له موسيقۍ سره مينه پيل شوې چې په هغه وخت كې به يې له ځان سره د پښتو فلمونو د سندرو زمزمه کوله. د موسيقۍ په ډګر كې يې له نامتو هنرمند استاد جعفر څخه زده كړه كړې او بيا يې د استاد سبز علي شاګردي كړې ده.

د موسيقۍ په برخه كې د خپل ذاتي استعداد او وړتيا له مخې استاد اولمير په ډېر کم عمر کې زيات مينه وال وموندل. په پيل كې يې له خپل استاد سبز علي سره په ګډه د ((زړگى مې شو ټوټې ټوټې)) لومړۍ سندره وويله. وروسته يې د خپل عمر په اوولس کلنۍ د افغانستان د آزادۍ په جشن کې گډون وکړ، هلته ىې له ملنگ جان سره وليدل او بيا د هغه په مرسته او هاند راډيو تلويزون ته وروپېژندل شو. له موسيقۍ سره زياتې مينې استاد اولمير په كابل كې پاتې كېدو ته وهڅاوه، او خپل هنري ژوند ته يې دوام وركړ. د موسيقۍ په عمر كې د نوموړي له خوا د ويل شويو سندرو شمېر 250 ته رسېږي، چې ډېرى يې له پراخ شهرت برخمنې دي او لا تراوسه ګڼ شمېر مينه وال لري. د ده په سندرو كې ملي احساس ډېر پياوړى او وطني جذبه ډېره ژوره وه، ((دا زموږ زېبا وطن)) د ده تر ټولو مشهوره او وتلې ملي سندره ده.

استاد اولمير په موسيقۍ كې ځانګړى سبك او ډول درلود، د ده د سندرو اورېدلو خوند د هغه د غږ مينه والو په زړونو كې لا تر اوسه هم ژور دى. د ده د موسيقۍ ذوق ډېر لوړ و، د همدغې ځانګړتيا له مخې په 1350 لمريز کال کې د افغانستان د راډيو تلويزيون او د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا نوموړي ته د موسيقۍ د استاد لقب ورکړل شو. كه څه هم استاد اولمير لا له دې مخكې د موسيقۍ د ډېرو مينه والو په خولو استاد و. ده د ملنګ جان له احساساتو او ملي جذبې پر ډكو شعرونو سربېره د غني خان شعرونو ته هم د موسيقۍ غږ وركړ او په خپلو سندرو كې يې وغږول.

استاد اولمير خوځند او فعال و، له بېلا بېلو ستونزو سره سره يې له هېواد نه بهر هم سفرونه كړي او په هندوستان، روسيه، چکوسلواکيا، پېښور او کوټه کې يې هم ډېر کنسرتونه ورکړي دي. استاد اولمير چې د افغانستان د موسيقۍ په تاريخ کې يو ځلاند ستورى و د 1361 کال د غويي په 14 نېټه لدې نړۍ نه سترگې پټې کړې او د كابل ښار د شا شهيد په هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

درنو اورېدونكيو د استاد اولمير ياد ته د موږ او اورېدنكي پروګرام دغه ځانګړې شوې كړۍ پاى ته ورسېده، هيله ده د نوموړي استاد په اړه مو د معلوماتو ترلاسه كولو تنده لږ څه ماته شوې وي، تاسې كولى شئ زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ. زموږ د وېبپاڼې پته ده:

https://pushtu.cri.cn

او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.