<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-24 19:27:32    
په چين کې د باي کو ياو قوم د يوې کورنۍ نوی ژوند

cri

ګرانو اوريدونکو د پروګرام په ننني کړۍ کې به تاسو ته د چين د ياو قوم د يوې کورنۍ د نوي ژوند په اړه معلومات وړاندې کړو ٠

ګرانو اوريدونکو ياو قوم د چين له ٥٦ قومونو څخه دی ، دغه قوم يو شمير فرعي څانګې هم لري چې د باي کو ياو په نامه څانګه هم پکې شامله ده ، څرنګه چې د دغه قوم خلک تل سپين پتلونونه اغوندي نو ځکه خلک دوي د باي کو ياو په نامه يادوي ، باي کو په چيني ژبه کې د سپين پطلون معنا لري ، دوي له ډېرې پخوا راهيسې د چين د جنوب لويديځ د يون نان ، ګوي جو او ګوانګ شي ولايتونو په غرنيو سيموکې ژوندکوي ، د طبيعي شرايطو د محدوديت له امله د دوي د توليد او ژوندانه سويه نسبتأ ټيټه ده ، خو په وروستيو کلونو کې دوي د خپل قومي کلتوري زيرمو څخه په ګټه اخيستنې سره ځانګړي لاسي صنعت ته پرمختيا ورکړې چې له امله يې ددوي د ژوند سويه هم ورو ورو لوړه شوې ده ، له دوي څخه د لي شاو شنګ کورنۍ د ژوند بدلون يوه ښه بيلګه ده ٠

د باي کو ياو قوم خلک د ټوکرونو رنګولو دوديز او ځانګړي فنونه لري چې لاژان نوميږي، يو معمولي ټوکر له لاژان رنګونې وروسته راز راز ښکلي انځورونه پرې ليدل کيږي ، بزګر لي شاو شنګ او دده کورنۍ هم د دغو ټوکرانو د رنګولو او پلورلو له لارې د خپل ژوندانه سويه لوړه کړې ده ، دی د ګوانګ شي د جوانګ قوم د خپلواکې سيمې د ياو قوم په علاقه دارۍ کې اوسيږي ، د ده په کور کې زيات رنګ شوي ټوکرونه پراته دي ، د ده شپاړس کلنې لور چې لي يان جن نوميږي له زده کړې

څخه په فارغ وخت کې هم د ټوکرونو د رنګولو په اړه زيات فنونه ترلاسه کړي دي ، هغې زموږ خبريال ته د ټوکرونو د رنګولو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل

د سپن ټوکر له رنګولو وروسته بيا پري مينځل کيږي چې وچ شي او وروسته بيا رنګيږي ، يوه ټوټه ټوکر بايد درې ځله رنګ شي او بيا ښکلي ټوکر بشپړ شي ،

د چين د لويديځې سيمې د سترې ابادۍ په اړه د حکومت د تګلارې د عملي کولو په رڼا کې د چين په لويديځ کې د ملي لږکيو په سيمو کې خلکو د ځايي ځانګړيو زيرمو په کارولو سره په فعاله توګه په توريستي فعاليتونو پيل کړي چې په ترڅ کې يې د باي کو ياو قوم کالي ورځ په ورځ د سيلانيانو د علاقې وړ ګرځيدلي دي ، دوي چي د باي کو ياو قوم سيمې ته رسيږي د باي کو ياو قوم ځينې کالي او د لاژان ټوکر اخلي ، له دې امله چې د بزګر لي شاو شنګ او دده د کورنۍ د غړيو لخوا رنګ شوي لاژان ټوکرښکلي دي او ښه کيفيت لري نو ځکه زيات سيلانيان له دوي څخه ټوکر اخلي چې له امله يې دی او دده کورنۍ په دغه سيمه کې د لاژان ټوکرونو د رنګولو په برخه کې يوه مشهوره کورنۍ ګڼل کيږي ،

پخوا ښاغلي لي شاو شنګ داسي فکر نه وکړی چې د ټوکرانو د رنګولو له لارې خپل ژوند بدل کړي ، څرنګه چې د باي کو ياو قوم خلک په غرنيو سيمو کې اوسيږي او کرنه او د څارويو روزنه د دوي دوديزې توليدي لارې چارې دي ، نو له دې امله ددوي د ژوندانه سويه ډېره ټيټه ده ، په چين کې د باي کو ياو قوم د خلکو شمير يوازې ديرش زرو تنو ته رسيږي او د لي شاو شنګ په علاقه دارۍ کې د باي کو ياو قوم د خلکود عمومي شمير نيمه برخه نيسي ، پخوا ښاغلي لي شاو شنګ د نورو

خلکو په شان د کرنې په کار بوخت و او په ژوند کې هم بيوالی و ، کله چې په دغه سيمه کې توريستي چارې پيل شوې او ده هم د ټوکرونو د رنګولو او پلورلو په کار پيل وکړ نو دده د کورنۍ ژوند هم ورځ په ورځ ښه شو ٠

هغه زموږ خبريال ته وويل  پخوا مو د کرنې په چارو کې کلني عايدات يوازې دوه او درې زره يوانه و، د خپل ژوند د سويې د لوړولو لپاره ما د لان ژان ټوکرونو په رنګولو او پلورلو پيل وکړ، له دې وروسته د ده د کورنۍ عايدات د پخوا په پرتله ډېر زيات شوی دی ، کله کله يې د مياشتې عايدات درو زرو يوانو ته رسيږي ، اوس ښاغلی لي شاو شينګ او دده کورنۍ په خپله علاقه دارۍ کې يوه شتمنه کورنۍ ګرځيدلې ده ، او درې کاله مخکې يې دوه پوړيزکورهم جوړکړی او يو موټريې هم اخيستی دی ، هغه زموږ خبريال ته وويل اوس په بازاري اقتصاد کې سيالي سخته ده، په دغو سياليو کې د برياليتوب لپاره بايد موږ د ټوکرانو رنګولو فنونه نور هم لوړکړواو د خپلې علاقه دارۍ بهرد لاژان ټوکرونو د پلورلو يو شمير دکانونه هم پرانيزو،

د دغې علاقه دارۍ چارواکي ښاغلي خه يونګ سيانګ زموږ خبريال ته وويل  اوس د ياو قوم زيات شمير خلکو هم د سوداګرۍ په چارو لاس پورې کړی او له دې لارې يې د خپل ژوند سويه هم جګه کړې ده ،

ګرانو اوريدونکو ننني پروګرام په همدې ځاي پاي ته ورسيد ، خوشاله او نيکمرغه اوسئ