<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-26 18:18:11    
مونږ او اوريدونکی

cri

عمران – درنواورېدونكيو زما امان الله عمران سلامونه او نېكې هيلې ومنئ! هيله ده روغ او خوشاله وئ او د ژوند په چارو كې مو برياليتوب او نېكمرغي په برخه وي. د موږ او اورېدونكي پروګرام ته مو هركلى كوم، هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ.

- د پروګرام په پيل كې به يو برېښناليك را واخلم چې له هريپور څخه اورېدونكي عتيق الله خان را استولى دى. له سلامونو وروسته يې ليكلي: ستاسې د وېبپاڼې پته مې له بېنوا وېبپاڼې څخه ترلاسه كړه، زه ډېر خوشاله يم، دى ليكي، چې زموږ پښتو ژبه په نړيواله كچه په تېره بيا له چين څخه خپرېږي. اورېدونكى عتيق الله زياتوي: چينايان زما ډېر خوښېږي، زه غواړم چين ته سفر وكړم، خو له بده مرغه، دى وايي، موږ ډېر بېوزلي خلك يوو. نوموړى د خپل برېښناليك په پاى كې ليكي: زه غواړم چينايي ژبه زده كړم، هيله ده ماته كتابونه او خپل انځورونه راواستوئ.

- دغه بل برېښنا ليك بيا د صوبه سرحد له بنو څخه د عمر لسنرز كلب مشر عمر نياز خان را استولى، لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: د سي آر آى پروګرامونه دېر معلوماتي او په زړه پورې دي، زه او زما د كلب غړي د لنډو څپو له لارې ستاسې له ښكليو پروګرامونو څخه ډېر خوند اخلو او خوښېږي مو. بيا زياتوي: ځينې وخت ستاسې د وېپپاڼې د كتلو فرصت مومم، ډېره ښكلې او جذبوونكې ده. بيا وړانديز كوي او وايي: تاسې خپله وېبپاڼه هره مياشت نوې كړئ. اورېدونكي عمر نياز خان د خپل برېښناليك په پاى كې د ((پښتو هېندارې)) د نوې ګڼې او نورو خپرنيزو توكيو د ور استولو غوښتنه كړې ده.

- د پاكستان له مظفر ګړ څخه د پاك لسنرز كلب مشر مبشر حسين عشير بيا په خپل برېښناليك كې لومړى سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسې د تېرې اوونۍ پروګرامونه ډېر ښه او معلوماتي وو، زموږ ټولو خوښ شول. ښاغلى عشير بيا زياتوي: مهرباني وكړئ راته ووايئ چې كله د پنډا په اړه د مسابقې پايلې اعلانوئ، موږ ستاسې د ځواب په تمه يوو.

- دغه راز له مظفر ګړ څخه د ډي اېكس كلب مشر محمد ياسر اشفاق قريشي په خپل برېښناليك كې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته لومړى خپلې نېكې هيلې ويلې دي او بيا يې ليكلي: زه غواړم پوه شم چې د سه چوان ولايت په اړه د مسابقې پايلې به كله اعلانېږي، هيله ده، نوموړى زياتوي، چې دا ځل مو له ياده ونه باسئ او لومړۍ، دوهمه او درېيمه درجه جايزې راكړئ.

- د مظفر ګړ اوسېدونكيو مبشر حسين عشير او محمد ياسر اشفاق ستاسو له برېښناليكونو او نېكو هيلو مننه كوو، او د سه چوان ولايت په اړه د مسابقې پايلې به د ((موږ او اورېدونكي)) پروګرام په راتلونكې كړۍ كې درته اعلان كړو، هيله ده چې اورېدل مو يې له ياده ونه ووځي.

- اوس به يو ليك راواخلم چې له كابل څخه د عزيزي كلب مشر سيد اعظم عزيزي را استولى دى او ليكلي يې دي: د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو احمد زلمى او زما دوسته سپوږمۍ خور او د ((موږ او اورېدونكي)) پروګرام چلوونكي امان الله عمران ته خپلې نېكې هيلې او سلامونه وايم. بيا زياتوي: ګرانو دوستانو ستاسې ټولې سهارنۍ او ماښامنۍ خپرونې د لنډو څپو له لارې په افغانستان كې اورېدل كېږي، تل يې اورو او ډېره ګټه ترې اخلو، كله يې چې وا نه ورو نو، دى ليكي، لكه يو شى چې را نه ورك شوى وي. اورېدونكى عزيزي ليكي: د موږ او اورېدونكي په پرورګرام كې زموږ ليك خپور شو، موږ د عزيزي كلب ټول غړي ستاسو څخه ډېره مننه كوو. نوموړى بيا زياتوي: زموږ د كلب غړي هر يو سيد رحمان، سيد احد، آرزو، منوره، سيد اسد، سيد اكرم او عالمه ټول ستاسې همېشني اورېدونكي دي، ستاسې د پروګرامونو د لاښه والي په موخه موږ يو څو وړانديزونه لرو، هيله ده غور پرې وكړئ:

لومړى، هرومرو د خپل پروګرام وخت زيات كړئ! دوهم، ((پښتو هېنداره)) اوس په افغانستان كې ډېر مينه وال لري، كه امكان وي، دى وايي، تاسې په يوه مياشت كې د خپلو دايمي قلمي همكارانو او د كلبونو مشرانو نومونه او عكسونه په كې خپاره كړئ، په دې كار به ستاسو د راډيو او ((پښتو هېندارې)) د مينه والو شمېر زيات شي، او هم به تاسو ته د دوى نظريات څرګند شي. درېيم، ستاسو څخه مو څو څو ځله غوښتنه كړې چې په كابل كې يو پوستي صندوق پرانيزئ، چې زموږ ليكونه، دى وايي، ژر او پر وخت تاسې ته درورسېږي. څلورم، زموږ د عزيزي كلب غړي ډېره علاقه لري چې د چين له مسلمانانو وروڼو سره اړيكي ولري، بشپړې پتې، ټليفون، فاكس يا انټرنېټ پاڼې موږ ته راواستوئ، زموږ سلامونه او نېكې هيلې هغوى ته ورسوئ او زموږ تر منځ د اړيكيو د ټينګښت وسيله شئ. او پنځم، د موسيقۍ په برخه كې د مرحوم استاد اولمير د مړينې كليزه په دې مياشت كې وه، مهرباني وكړئ د پروګرام په پاى كې د نوموړي يوه سندره خپره كړئ.

درنه اورېدونكيه سيد اعظم عزيزي، ستا له ليك او په زړه پورې وړانديزونو څخه يو نړۍ مننه، د مخور سندرغاړي استاد اولمير ياد ته مو د (موږ او اورېدونكي) پروګرام تېره كړۍ په بشپړه توګه ځانګړې كړې وه، د هغه د ژوند په اړه په كې وغږېدو او دغه راز د نوموړي يو څو سندرې مو هم په كې خپرې كړې، هيله ده اورېدلى دې وي.

- د پاكستان په بلوچستان كې د پښين له مچانو كلي څخه د سيد محمد سنګين، عبد الواحد روشان، محمد مسلم او شاه ګل ماما له خوا دوه ليكونه رارسېدلي دي او ليكلي يې دي: د سي آر آى راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه وړاندې كوو، زموږ له خوا، دوى وايي، ګېډۍ ګېډۍ سلامونه او نېكې هيلې ومنئ. بيا يې د خپرونې ستاينه كړې او وايي: پرورګرام مو ډېر ښه او په زړه پورې دى، خداى پاك دې ستاسو پروګرام ته نوره ترقي او پرمختګ هم وركړي.

- له مانسهرې څخه د لغمان كلب غړى حامد عمر عمري په خپل ليك كې له سلامونو او نېكو هيلو وروسته ليكي: زه د دوهم ټولګي زده كوونكى يم، له ما سره مې ملګري دي هر يو: اسماعيل، اسامه، عبد الله، ياسر، انور شاه، صدام عمر عمري، عمر فاروق، حسين احمد او محمود، دوى هم تاسو ته سلامونه وايي او موږ ټول د دوهم ټولګلي زده كوونكي يوو. اورېدونكى حامد عمر زياتوي: ستاسې راډيو تل د پاكستان پر وخت د شپې له اتو بجو څخه تر اته نيمو او له اته نيمو څخه تر نهو بجو پورې اورو. د چين نړيوالې راډيو كاركوونكي، نوموړى ليكي، ډېره ښه پښتو وايي او پر ما ډېره ښه لګېږي. په پاى كې يې بيا ليكلي: موږ ټولو ته پاكټونه، پښتنپاڼې او ما حامد عمر ته يوه كتابچه هم راولېږئ.

درنو اورېدونكيو اوس نو بيا پروګرام خپل پاى ته نژدې شوى او د موسيقۍ وخت دى، نو راځي چې دا ځل د في خان په غږ دغه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د في خان په غږ مو سندره واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد تاسې كولى شئ زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ. زموږ د وېبپاڼې پته ده:

https://pushtu.cri.cn

هيله ده زموږ د خپرونې او پروګرامونو په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه راواستوئ، تاسې كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.