د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان چارواکيو د می په شپږويشتمه نېټه د دغه خبر پخلی وکړ چې په همدې ورځ د دغه هېواد په غزنی ولايت کې د يو ماين د چاودنې له امله پنځه تنه ماشومان ووژل او دوه تنه نور ټپيان شول.
د غزنی ولايت د اندړو ولسوالۍ د يو چارواکي په وينا په همدې ورځ په نوموړې سيمه کې يو شمېر ماشومانو د لوبې پر وخت چاودنه وشوه. نوموړي چارواکي د ماين د ايښودلو پړه پر طالبانو واچوله، خو د طالبانو وياند دغه خبره رد کړه.