<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-31 18:34:40    
په چين کې د کوريايي قوم د يوه کلي نوې بڼه

cri

ګرانو اوريدونکو د پروګرام په ننني کړۍ کې به تاسو ته د چين د کوريايي قوم د يوه کلي د ستر بدلون په اړه يو لړ معلومات درکړو،

د چين د شمال ختيځ جي لين ولايت په جيو تای ښار کې د سين لي په نامه يو کلی شته چې د کوريايي قوم ګڼ خلک پکې اوسيږي ، يو پوخ سړک له دغه کلي څخه تيريږي او د سړک په دواړو اړخونو کې جګې جګې ونې او يوه يوه ښکلې ودانۍ چې د کوريايي قوم ساختماني سبک لري په منظمه توګه ولاړې دي ،

د دغه کلي مشر پياوده شينګ زمونږ خبريال ته وويل اوس زمونږ په کلي کې څلور سوه او نهه اتيا کورونه او څه باندې يو زراو اته سوه تنه خلک ژوندکوي ، د تيرې پيړۍ په اوومه لسيزه کې د دغه کلي ځينې کسان د کار لپاره د هېواد نه بهر ته تللي وو

 د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کولو په پيل کې زمونږ د کلي ځيني خلک د کارونو لپاره د کوريا جمهوريت ته لاړل او له ١٩٩٧ کال وروسته د کلي د خلکو د عمومي شمير په سلو کې اويا کسان د کارونو لپاره د هېواد نه بهر ته تللي دي ، دوي په نورو هېوادونو کې د کار له لارې ترلاسه کړي پيسې خپلو کورونو ته حواله کوي او په کلي کې پاتې خلکو هم په ګډه د کرنيزو چارو او د څارويو د روزنې چارو ته پراختيا ورکړې چې له امله يې خلک ورځ په ورځ شتمن شوي دي ٠

د خلکو د شتمنيدو له امله د دوي د هستوګنځيو شرطونه او د ژوندانه چاپيريال هم ورځ په ورځ بدليږي ، د بزګر جين فون ځو په کور کې زمونږ خبريال وليدل چې که څه هم د کور جوړښت يې تر اوسه ﻻهم د کوريايي قوم ځانګړي سبک لري خو تجهيزات يې عصري او پرمختللي دي ، ښاغلي جين فون ځوزمونږ خبريال ته وويل  د کور پراخوالی مې يو سل او ديرش مربع متره دی او په کور کې د ډوډۍ پخولو، د ځان مينځلو او په ژمي کې د تودوخې ټول کارونه د بخاري ديګ له لارې ترسره کيږي چې دا د چاپيريال د ساتنې لپاره هم ګټور دی ،

د سين لي کلي په هرکور کې تيلفون ، تيلويزيون او موټرسايکل ليدل کيږي ، په وروستيو کلونو کې د زياتو بزګرانو په کورونو کې کمپيوترونه هم ليدل کيږي ، بزګر جاو يون لونګ دوه کاله مخکې په يو پوهنتون کې کمپيوتري تخنيکونه زده کړل او اوس په کلي کې يو کمپيوتري ماهرګرځيدلی دی ، که په کلي کې څوک وغواړي چې يو کمپيوتر واخلي ، نو له جاو يون لونګ څخه مرسته وغواړي ،

د مادي ژوندانه شرطونو د ښه والي سره سره د سين لي په کلي کې بزګرانو د کلتوري ژوندانه سره نوې مينه موندلې ده ٠ګرانو دوستانودغه موسيقي چې تاسو اوريدلی د سين لي کلي د بزګرانو لخوا غږول شوي ده ، د دغه موسيقي د اواز په بدرګه د کلي د زړو کسانو د ټولنې نارينه وو او ښځو په خوښۍ سره نڅاکوله

دغه ټولنه د څه باندې شل کاله مخکې جوړه شوې او اوس له دوو سوو تنو څخه زيات غړي لري ، د دغې ټولنې مشر ښاغلي اين ګوانګ هاووويل د زړو کسانود خوشالۍ د ساعت تيري او ښه ژوند لپاره مو دغه ټولنه جوړه کړې ده ، هغه وويل د دغې ټولنې د جوړونې موخه د زړو کسانو لپاره د ساعت تيري يوځای برابرول وو٠ د بيلګې په توګه يو ځای چې دوي پکې سندرې وايي ، نڅاکوي او ورزش کوي ،

د نوموړي ټولنې د کور پر ديوال باندې خبريال د دغه ټولنې د روان کال د فعاليتونو پروګرام وکوت ، ټاکل شوي فعاليتونه رنګارنګ دي چې د شطرنج لوبې ،

د انځورونو سيالي ، سيلاني ، سندرې ويل او نڅاکول پکې شامل دي ، د کلي سپين ږيري او سپين سرې د ټولنې د فعاليتونو سره ډېره مينه لري او په ذوق او شوق سره پکې ګډون کوي ٠

اوس د سين لي کلي خلک يوه نوې هېله لري چې په راتلونکي کې به له دغه کلي څخه يو داسي نوي کلی جوړشي چې هم د هستوګنې ، د ژوند ، د ساعت تيري ځايونه اوهم ښکلې منظرې پکې وليدل شي ، دوي باور لري چې په هغه وخت کې به لازيات سيلانيان له بېلابېلو ځايونو څخه دغه کلي ته راشي او ددوي له ځانګړيو دوديزو سندرو او نڅاوو څخه به خوندواخلي او خوندور خوراکونه به وخوري ٠

ګرانو اوريدونکو په ننني پروګرام کې مو تاسو ته په چين کې د کوريايي قوم د يوه نوي کلي په باب معلومات وړاندې کړل ، زمونږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، خوشاله او نيکمرغه اوسئ ٠