<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-02 19:24:06    
مونږ او اورېدونکی

cri

عمران – درنواورېدونكيو زما امان الله عمران سلامونه او نېكې هيلې ومنئ! هيله ده روغ او خوشاله وئ او د ژوند په چارو كې مو برياليتوب او نېكمرغي په برخه وي. دا دى بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام كې درسره ملګرى يم، اورېدو ته مو يې هركلى كوم، هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ، او له ياده مو ونه ووځي چې په پاى كې به د سه چوان ولايت په اړه د وروستۍ معلوماتي مسابقې پايلې هم درته اعلان كړو.

هيله ده تاسې ګران اورېدونكي چې زموږ خپرونې او بېلابېل پروګرامونه اورئ او انټرنېټ ته لاسرسى لرئ، په اړه يې د برېښنا ليك له لارې خپل نظرونه راواستوئ، زموږ خپرونې ورارزوئ او هم يې د لا نور ښه والي لپاره وړانديزونه راواستوئ. د پښتو خپرونې د وېبپاڼې، برېښنا ليك او هم په اسلام آباد كې د پوستي صندوق پتې د پروګرام په پاى كې درته اعلانوو، هيله ده له ځان سره يې وليكئ.

- دا ځل بيا هم پيل په برېښناليكونو كوو چې د يو شمېر اورېدونكيو له خوا رارسېدلي دي. دغه لومړى برېښناليك را اخلم چې له خوست څخه اورېدونكي حضرت بهار را استولى دى. په پيل كې يې سلامونه او نېكې هيلې ويلې او بيا يې ليكلي: ما تاسو ته ډېر ليكونه در استولي، خو په وروستيو مياشتو كې مې په انټرنېټ كې د ستونزو له امله، دى وايي، برېښناليك نه دى در استولى، په داسې حال كې چې د راډيو له لارې ستاسې پروګرامونه اورم. ده بيا پر پښتو وېبپاڼه په نېټه كې تېروتنې ته اشاره كړې او د سمولو غوښتنه يې كړې ده، چې موږ يې په خپل وار له پاملرنې ډېره مننه كوو.

- دغه راز په بېجېنګ د يو شمېر چينايي زده كوونكيو له خوا هم، چې د پښتو ژبې زده كړه كوي، پښتو خپرونې ته يو شمېر برېښناليكونه رارسېدلي دي. يوه زده كوونكې چې ځان رېبېكا بولي په خپل برېښناليك كې ليكلي: دا لومړى ځل دى چې تاسو ليك ليكم، زه يوه نجلۍ يم چې په بېجېنګ كې د پښتو ژبې زده كړه كوم. بيا ليكي: زه په دې وروستيو وختونو كې په دې پوه شوم چې د چين نړيواله راډيو پښتو خپرونه لري، هيله لرم، دا زياتوي، چې په راتلونكي كې زموږ تر منځ اړيكي سره نژدې شي.

- د پښتو ژبې يوه بله زده كوونكې زرينه په خپل برېښناليك كې ليكي: ستاسې د ليك په ترلاسه كولو ډېره خوښه شوم، ستاسو پروګرامونه مې ډېر خوښېږي، غږونه مو ډېر خواږه دي. اورېدونكې زرينه زياتوي: هيله منه يم چې د خپلې خپرونې وخت له نيم ساعت څخه يو ساعت ته يا نور هم اوږد كړئ، چې د پښتو اورېدونكي، دا وايي، د چين په اړه لا زيات معلومات ترلاسه كړى شي.

- دغه راز يوه بله اورېدونكې چې خپل نوم يې باليجلاي ليكلى، په خپل برېښناليك كې ليكلي: زه ډېره خوشاله يم چې د خپل ټاټوبي په اړه يو څه اورم، چينايان زموږ ښه ملګري دي. د پښتو وېبپاڼو شمېر ډېر كم دى، خو ستاسې وېبپاڼه، دا ليكي، تر ټولو هغو غوره ده چر ما كتلې دي. بيا ليكي: ستاسې پروګرامونه په زړه پورې او غږونه مو زړه وړونكي دي. كله چې ستاسې خپرونه اورم ډېر خوند راكوي، مهرباني وكړئ، دا ليكي، وخت يې لږ څه اوږد كړئ، ستاسې له زيار ايستنې څخه مننه.

- اوس به يو شمېر ليكونه راواخلم چې د اورېدونكيو له خوا د پوستې له لارې رارسېدلي دي. لومړى دغه ليك را اخلم چې د پېښور، چارسدې روډ له خزانې كمپ څخه عاشق الله او محمد شفيق را استولى دى. د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: پښتو خپرونه په ډېر شوق سره اورو او زياته علاقه ورسره لرو. ستاسو له پروګرامونو او همكارانو سره مو، دوى وايي، ډېره مينه ده. خو بيا ګيله كوي او وايي: پخوا به زموږ ليكونه خپرېدل، خو اوس يې تاسې نه خپروئ، په داسې حال كې چې، دوى ليكي، موږ له شلو كلونو راهيسې ستاسو د خپرونې اورېدونكي يوو. په پاى كې ليكي: زموږ د كلب د غړيو شمېر پخوا دوولس تنه و او اوس اته لس تنو ته رسېدلى دى.

- دغه بل ليك را اخلم چې د بلوچستان د پشين له تراټې څخه اورېدونكي بدر الدين عزيزي را استولى دى او ليكلي يې دي: زه او زما ملګري هر يو: لعل محمد ساحر، مولا داد ثاقب او عبد الباري حيران د پښتو څانګې ټولو كاركوونكيو او اورېدونكيو دوستانو ته ډېر ډېر سلامونه وړاندې كوو. بيا په كندهار كې، نوموړى زياتوي، محمد هارون افګار، په نيمروز كې سميع الله افګار، په ژوب كې بشريار مندو خېل، په صوبه سرحد كې سعيد الرحمان بهير، اقبال بشر دوست، عارف عرفان، سيد وارث حنيفي، نثار احمد احمدي او معشوق جان كاموال ته هم خپل سلامونه وايوو. اورېدونكى بدر الدين عزيزي ليكي: دوستانو د تېر كال له جون مياشتې راهيسې مو ډېر زيات ليكونه، فكسونه، او برېښناليكونه در لېږلي دي خو د ټولو تر منځ مې، دى وايي، يوازې يو برېښناليك خپور شوى دى، او دا نور كوښښونه مې داسې برېښي لكه خړو اوبو چې وړي وي. بيا زياتوي: ليكونه مې زښت ډېر درلېږلې دي، خو هغه چې ستاسو په پاكټونو كې وو بېرته راګرځېدلي، او كه د اسلام آباد په پته مې درلېږلې دي نو بيخي ورك شوي دي. نوموړى د پوستي ستونزې په اړه شكايت ته دوام وركوي او ليكي: تېر كال مې د زه او سي آر آى په مسابقه كې د ګډون ليك د اسلام آباد په پته درلېږلى و، خو بلكل ورك شو او موږ په سيالۍ كې له ګډون كولو بې برخې پاتې شوو. بيا وايي چې له هغه راهيسې يې د پښتو خپرونې مطبوعات نه دي ترلاسه كړي، نو كه زما دغه ليك در ورسېد، اورېدونكى عزيزې زياتوي، سمدلاسه خپل مطبوعات په تېره بيا د پښتو هېندارې بېلابېلې ګڼې راواستوئ.

- نو محترم اورېدونكى بدر الدين عزيزي، موږ هم له ډېرې مودې وروسته ستاسې د ليك په رارسېدو خورا زيات خوشاله شوو، دا چې تاسې ډېر ليكونه را استولي او موږ ته نه دي رارسېدلي، ښايي د پوستي ستونزو له امله نه وي رارسېدلي، خو په هر حال ستاسې دغه ليك را ورسېد، موږ هم خپور كړ، هيله ده اورېدلى مو وي او په راتلونكي كې خپلو ليكونو را استولو ته دوام وركړئ.

- دغه بل ليك را اخلم چې له لندن څخه اورېدونكي محمد نعيم ساپي را استولى او ليكلي يې دي: كه څه هم د راډيو اورېدو ته په دې بوخت وخت كې پوره وزګار نه يم، خو كله نا كله د خپلې خوږې پښتو په اورېدو پسې د راډيو ستنې دې خوا او هغې خوا ګرځوم. د ستر هېواد چين له پلازمېنې بېجېنګ څخه بيا، نوموړى وايي، د دغه غږ راپورته كېدل نور خوند لري. اورېدونكى محمد نعيم ساپى د خپل ليك په پاى كې ليكي: تاسې ټولو ته برياوې او له افغانستان سره د چين د لرغوني او ستر هېواد د اړيكو پراختيا غواړم.

- همدا راز له لندن څخه محمد زاهد په خپل ليك كې ليكي: د بېجېنګ راډيو د پښتو خپرونې او خبري مجله مې ډېره خوښېږي، او په ځانګړې توګه د چينايي ژبې په زده كړه كې، نوموړى وايي، ډېره مرسته كوي.

- بيا هم له لندن څخه سعيدې محمود ليك را استولى او ليكلي يې دي: ستاسو خپرونې مو واورېدې ډېرې په زړه پورې دي. هيله لرم، دا وايي، يوه ورځ د دې فرصت ومومم چې چين ته درشم او ستاسې خپرونې له نژدې څخه واورم او د پښتو څانګې له كاركوونكيو سره وګورم.

- همداراز له لندن څخه خالد او عمر په دري ژبه په خپلو ليكونو كې سلامونه ويلي او او بيا اورېدونكي خالد زياته كړې: لومړى ځل دى چې ستاسې له راډيو سره آشنا كېږم. ډېر خوشاله شوم، نوموړى وايي، چې له چين څخه يو سرچينه او يو نوى غږ په پښتو اورېدل كېږي، په تېره بيا دغه راډيو خلكو ته، دى ليكي، هر اړخيز خدمت كوي.

درنو اورېدونكيو اوس نو بيا پروګرام خپل پاى ته نژدې شوى نو له موسيقۍ مخكې به له ژمنې سره سم د هغو اورېدونكيو نومونه واخلو چې د سه چوان ولايت په اړه په وروستۍ مسابقه كې يې ګډون كړى او بريالي شوي دي:

د لومړۍ جايزې اخيستونكى: په مانسهره كې د خراسان كلب مشر نثار احمد احمدي.

د دوهمې جايزې اخيستونكي: په مظفر ګړ كې د ګالاكسي لسنرز كلب مشر زاهد عباس او په هريپور كې سعيد الرحمان بهير

د درېيمې جايزې اخيستونكي: د كابل پوهنتون زده كوونكى نقيب الله، په مظفر ګړ كې د ماډرن ډي اېكس كلب مشر محمد طارق الرحمن او همدلته د ډي اېكس كلب مشر محمد ياسر اشفاق قريشي

په مسابقه كې بريالي شويو اورېدونكيو ته مباركي وايوو، او دوى ته به جايزې له ټكلو وروسته واستول شي.

اوس نو درنو اورېدونكيو د موسيقۍ وخت دى نو راځئ چې دا ځل د رحيم شاه په غږ دغه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د رحيم شاه په غږ مو سندره واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد تاسې كولى شئ زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ. زموږ د وېبپاڼې پته ده:

https://pushtu.cri.cn

هيله ده زموږ د خپرونې او پروګرامونو په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه راواستوئ، تاسې كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.