د سين هوااژانس د خبر له مخې : د افغانستان خبري رسنيو د جون په پنځمه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد ولسمشر حامد کارزي امر ورکړ چې د طالبانو د مشر ملا دادالله مړي په بدل کې د دغه ډلې له خوا پنځه تنه تښتول شوي افغان يرغمل تر لاسه کړي .
ملا دادالله د افغانستان په جنوب کې د طالبانو لوړ پوړی پوځی قومندان و او د روان کال د می په دوولسمه نېټه په دغه هېواد کې د نړيوالو ائتلافی ځواکونو او د افغان ملی پوځ له خوا په عملياتو کې ووژل شو .
وسلوالو طالبانو د روانې مياشتی په درېيمه نېټه ګواښ وکړ چې که افغان حکومت دوی ته د ملادا دالله مړی ورنه کړي ، نو دوی به پنځه تنه تښتول شوي يرغمل ووژني .