د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا د دفاع وزير روبرت ګيتس د جون په څلورمه نېټه په کابل کې څرګنده کړه د روان کال له پيل راهيسی که څه هم په افغانستان کې زياتې وسله والې پېښې شوي، خو امنيتی حالت يی پر سم لور ثابت او ورو پرمختګ کوی.
ښاغلي ګيتس په همدې ورځ په سينګاپور کې د اسيا په شپږمه امنيتی غونډه کې له ګډون وروسته کابل ته ورسيد. دا د تېر کال په دسمبر کې د امريکا د دفاع وزير په توګه له ټاکنې راهيسی افغانستان ته د ده دوهم سفر دی. د اسيا په امنيتی غونډه کې د ګډون پر وخت ښاغلي ګيتس له اسيايی هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د امنيت او بيا رغونې لپاره لا زياتې مرستې برابرې کړي او د ګډوډۍ د بيا رامنځته کېدو په مخنيوی کې همکاری وکړي. افغانستان ته د نوموړي د سفر يوه موخه دا ده چې هلته د ائتلافی ځواکونو پوځی عمليات د دغه هېواد له پرمختګ او بيا رغونې سره نژدی همکاری وکړي او افغانستان ژر د بيا رغونې په لار کې ګامونه پورته کړي.
ښاغلي ګيتس په افغانستان کې د دغه هېواد له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل. نوموړي له کتنې وروسته په يوه ګډه مطبوعاتی غونډه کې وويل امريکا دې خبرې ته پام کوی چې د معلوماتو له مخې اوس طالبان، د نشه يی توکيو د قاچاق ډلې او ناقانونه سازمانونه يو شمېر ايراني وسلې استعمالوي. په دې اړه ولسمشر حامد
کرزي وويل تر اوسه پوری د دې خبرې پخلی نه شی کولی چې د ايران حکومت په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره پوځی مرستې کوي. افغانستان له ايران سره نژدی اړيکې لري او د افغانستان ثبات او سمسورتيا د ايران له ګټو سره سمون خوری. له دې وروسته ښاغلی ګيتس د افغانستان د دفاع وزير عبدالرحيم وردګ په ملګرتيا د الوتکې له لارې کندهار ولايت ته وخوځيد، هلته يی د امريکا او ناتو له لوړ پوړيو پوځی چارواکيو سره وکتل او له دوی سره يی د دغه هېواد په جنوب کې د پوځی عملياتو د تر سره کېدو په اړه سلامشوره وکړه. د ښاغلي ګيتس په أند، د طالبانو په مقابل کې د ائتلافی ځواکونو او د دغه هېواد ملی پوځ مبارزه اغېزمنه ده چې له مخې يی اوس طالبان يوازی د ځانمرګو بريدونو او د لارو پر سره د بمی چاودنو له لارې د افغانستان ثبات ويجاړوی. بر سيره پر دې، ښاغلي ګيتس کابل ته نژدی له يو افغان پوځی کمپ څخه هم ليدنه کتنه وکړه. هلته نوموړي په دې پوه شو چې د افغانستان ملی پوځ تر اوسه پوری پخپله جګړه نشی کولی په تېره بيا هوايی جګړه او د تجهيزاتو او تمرينونو په ساحه کې د امريکا ملاتړ او مرستې ته اړتيا لری. ده وويل د ناتو د نورو ملګرو هېوادونو په ملاتړ به امريکا د ٢٠٠٨ کال تر پايه پوری د يو اويا زره کسيز پوځ د جوړولو لپاره د دغه هېواد له حکومت سره مرسته وکړي.
د روان کال له پيل راهيسی، د افغانستان په ګوټ ګوټ په تېره بيا جنوب کې بېلا بېلې وسله والې پېښې شوې چې په ترڅ کې يی څه باندی يو زر او اته سوه تنه وژل شوي دي. په تېره موده کې د افغانستان په جنوب کې طالبان راغونډ شوي او په دغه سيمه د کوکنارو کرنه زياته شوې ده. د يوې شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې په دغه هېواد کې پنځه اويا تنه بهرني سرتيري د طالبانو په ځانمرګو بريدونو او بمی چادونو
کې وژل شوي چې اته ديرش تنه يی امريکايی سرتيري وو. نو د طالبانو د پسرلنيو بريدونو د مخنيوي لپاره په دغه هېواد کې ائتلافی ځواکونو او د دغه هېواد ملی پوځ څو ځله لوي پوځی عمليات تر سره کړي دي. څېړونکي دې ته اشاره کوي چې که څه هم په ٢٠٠٧ کال کې د طالبانو د پسرلنيو بريدنو شمېر دومره ډېر نه دی، خو ډول ډول بريدونه هميشه پېښيږی چې د افغانستان د امنيتی حالت پر ثبات او بيا رغونې زياتې منفی اغېزې کوي. د دغه هېواد د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، تېره اوونی څخه څو زره تنه افغان او بهرنيو سرتيريو د غزنی، هلمند او کندهار په دريو ولايتونو کې په نويو پوځی عملياتو پيل وکړ. د دغو عملياتو موخه په نوموړو دريو ولايتونو کې د امنيتی حالت ښه والی او د بيا رغونې لپاره تياری نيول دي. د يادونې وړ خبره دا ده چې د هلمند ولايت په کجکی سيمه کې د افغانستان په جنوب کې د اوبو تر ټول مهم بند او يو بريښنايی مرکز شته چې طالبانو د څو مياشتو لپاره اشغال کړی و. د تېرې اوونۍ په پای کې د ائتلافی ځواکونو د يو بريد له امله شپېته تنه طالبان په يوه بېړۍ کې د سپارلۍ پر وخت په اوبو کې ډوب شول.