<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-07 09:47:13    
په افغانستان کې د نښتو په ترڅ د ناتو دری تنه سرتيري ووژل شول.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د ناتو امنيت ساتونکي نړيوال مرستندويه پوځ د جون په شپږمه نېټه د يوې مطبوعاتی اعلاميې په خپرولو سره وويل د دوی دری تنه سرتيري د وروستيو دوو ورځو په نښتو کې ووژل شول.

په دغه مطبوعاتی ابلاغيه کې ويل شوي د ناتو پوځ په همدې ورځ د دغه هېواد په جنوب کې له وسله والو کسانو سره جګړه وکړه چې په ترڅ کې يی دوه تنه سرتيري ووژل شول. سر بيره پردې، د ناتو يو تن سرتيری په پنځمه نېټه د افغانستان په ختيځ کې ووژل شو.

د افغانستان پوليسو د دغه خبر پخلی وکړ چې د دغه هېواد د پکتيا ولايت د يخيايی خيلو سيمې د پوليسی ادارې مشر په شپږمه نېټه سهار د موټر د سپرلۍ پر وخت د لارې پر سره د يوې بمی چادونې له امله ووژل شو.