<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-07 19:13:33    
له وريښمينو توپونو څخه ښه ژوند ترلاسه کيږي

cri

د چين د ګوانګ شي د ځوانګ قوم د خپلواکې سيمې د جينګ شي ولسوالۍ د جيو جو په نامه کلی دخلکو له لورې د وريښمينو توپونوجوړونکي کلي په نامه ياديږي ، په دغه کلي کې خلکو د جوانګ قوم د دوديزو هنري توکيو يا د وريښمينو توپونو د جوړولو له لارې خپل عايدات زيات کړي او د ژوندانه سويه يې لوړه کړې ده

راځی اوس په ګډه سره دغه کلي ته ولاړشو او سيل يې وکړو ٠

جينګ شي ولسوالي د چين او ويتنام په سرحدي سيمه کې پرته ده او د جوانګ قوم ګڼ شمير خلک په دغه سيمه کې اوسيږي ، د کلونو کلونو راهيسي د جوانګ قوم خلکو خپل ځانګړي کلتور رامنځته کړی دی چې د جيو جو کلي د وريښمينو توپونو په ګډون يو لړ هنري او لاسي توکي پکې شامل دي ، وريښمين توپ اصلأ د چين د جوانګ قوم د زلميانو او پيغلو ترمنځ د مينې او عشق د څرګندونې يوه نښه وه چې دغه دوديز وريښمين توپ خپله ځانګړې بڼه لري ، د توپونو قطر له څو سانتي مترو څخه لسګونو سانتي مترو ته رسيږي ، د هروريښمين توپ پر مخ ښکلي انځورونه په ګلدوزي کښل کيږي ، د جيو جو په کلي کې جوړوشويو وريښمينو توپونود خپلې ځانګړتيا له امله د چين په دننه او بهر کې شهرت موندلی دی ،

د جيو جو په کلي کې يوداسي واټ شته چې په ځانګړي توګه وريښمين توپونه پکې پلورل کيږي ، د دغه واټ په دواړو غاړو کې دکانونه او هم کورونه ليدل کيږي ، د هرکور د دروازې په وړاندې يو يا دوه کسان ناست وي چې د وريښمينو توپونو د جوړولو کارکوي ، له دوي څخه ځينې ځوانان دي او ځينې يې بيا کوچنيان دي ، دوي هم وريښمين توپونه جوړوي او هم يې پلوري ،

شل کاله مخکې وريښمين توپونه د مينې او عشق د نښې په توګه د نجونو او پيغلو په کورونو کې په پټ ډول ساتل کيدل ، پرديو خلکو به نه شوکړای چې ويې ويني، د پرديو کسانو لخوا د دغه ډول توپ د ليدوپه اړه يوه کيسه هم شته ، ددغې قصې په اړه د جيو جو کلي بزګر جوجوسيان زمونږ خبريال ته وويل په ١٩٨٤ کال کې ما د خپل کلي د نورو ملګرو سره يو ځای په يوه هنري غونډه يا د سندرو ويلو په سيالۍ کې ګډون وکړ، هغه مهال مې پر خپلې ملا باندې يو کوچنی او ښکلی وريښمين توپ ځوړندکړی و، د سندرو ويلو سيالۍ پاي ته ورسيده زياتو بهرنيانو هېله څرګنده کړه چې زما سره يو ځای عکس واخلي ، له دوې څخه يو تن وغوښتل چې زما ښکلی وريښمين توپ واخلي او په پاي کې يې د ديرش امريکايي ډالرو په بيه زما وريښمين توپ واخيست ، زه ډېر خوشاله شوم او د خوښۍ په جامو کې نه ځاييدم ، له هغه مهال څخه وروسته بزګر جوجوشيان د وريښمينو توپونو په سوداګرۍ لاس پورې کړ٠د وخت په تيريدو سره د ده سوداګري ورځ په ورځ ښه شوې او تود بازار يې ترلاسه کړی دی ، د ده په لارښوونه په دغه کلي کې مخ په زياتيدونکي خلک هم د وريښمينو توپونو د جوړولو او پلورلو په کارونو کې ګډون کوي، تر اوسه پوري دوي د اروپا ، امريکا او جنوب ختيځې اسيا د زياتو سوداګرانو سره د وريښمينو توپونو د اخيستلو ډير قراردادونه لاسليک کړي دي ،

سپين سرې هوانګ شياو چينګ په کلي کې د ګلدوزي ماهره ده ، دا هم د جيو جو کلي د وريښمينو توپونو په توليدي چارو کې يوه لارښوونکې ده، د دې لخوا لاسليک شوي اړوند قراردادونه بيشميره و، چې يو ډېر لوي قرارداد د يو لک وريښمينو توپونو جوړولو قرارداد و ، هغې خبريال ته  اواز ٣  په ٢٠٠١ کال ما د يو لک وريښمينو توپونو د جوړولو قرارداد لاسليک کړ، په هغه مهال زه ډېره ويريدم چې دغه دنده به ترسره نشم کړای ، خو د کوششونو له لارې دغه دنده د ټاکلي وخت څلور مياشتې مخکې ترسره شوه ،

خبريال د دې په دکان کې وليدل چې څه باندې لس تنه سيلانيان ښکلي وريښمين توپونه انتخابوي ، له دوي څخه يوې نجلۍ دوولس وريښمين توپونه واخيستل ، هغې وويل == اواز ٤ == ما پر انټرنيت وليدل چې د جيو جو په کلي کې يو ځانګړي واټ شته چې په ځانګړي توګه وريښمين توپونه پکې پلورل کيږي ، دغه ځای د جوانګ قوم د دودونو او رسم و رواجونو مرکزي ځای دی ، دغه پخوانی کلی او دوديزهنري توکي زمونږ ښاريانو لپاره ډېر د علاقې وړ دی

اوس په دغه کلي کې په سلو کې پنځوس کليوال د وريښمينو توپونو د جوړولو او پلورلو په کار بوخت دي او د هرکس په سر د توليداتوکلني ارزښت دوو زرو يوانو ته رسيږي ،

د وريښمينو توپونو توليدي چارو د دغه کلي د سيلانۍ چارو پرمختګ پياوړی کړی دی ، اوس د دغې سيمې اقتصاد او قومي کلتور په همغږي توګه پرمختګ کوي ٠

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، خوشاله او نيکمرغه اوسئ ٠