<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-09 19:19:41    
مونږ او اوريدونکي

cri

عمران – درنواورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې ومنئ! زه امان الله عمران يم، ستاسې د روغتيا، خوشالۍ او د ژوند په چارو كې د برياليتوب او نېكمرغۍ په هيلو بيا هم د موږ او اورېدونكي پروګرام كې درسره ملګرى يم، اورېدو ته مو يې هركلى كوم، هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ، او له ياده مو ونه ووځي چې په پاى كې به د سه چوان ولايت په اړه د وروستۍ معلوماتي مسابقې پايلې هم درته اعلان كړو.

تاسې كولى شئ چې پر راډيو سربېره زموږ خپرونې او بېلابېل پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم واورئ نو هغه اورېدونكي چې انټرنېټ ته لاسرسى لري، هيله ده زموږ د خپرونو او پروګرامونو په اړه د برېښنا ليك له لارې خپل نظرونه راواستوي، زموږ خپرونې ورارزوي او هم يې د لا نور ښه والي لپاره وړانديزونه وكړي. د پښتو خپرونې د وېبپاڼې، برېښنا ليك او هم په اسلام آباد كې د پوستي صندوق پتې د پروګرام په پاى كې درته اعلانوو، هيله ده له ځان سره يې وليكئ.

- په پيل كې دغه ليك را اخلم چې له كوهاټ څخه د آريا پښتو ادبي تنظيم مشر سيد وارث حنيفي را استولى دى. له سلامونو او نېكو هيلو وروسته يې ليكلي: ستاسو پروګرامونه په مينه او شوق سره اورو، ستاسې د خپرونې اورېدل، دى وايي، زموږ د ژوند يوه برخه جوړه شوې ده، پروګرامونه مو ډېر ښكلي او په زړه پورې دي او تل ترې تازه معلومات ترلاسه كوو، ستاسې له دغه خدمت څخه، نوموړى ليكي، ډېره مننه كوو او د لا نورو برياوو په هيله مو يوو. اورېدونكى سيد وارث حنيفي د ((پښتو هېندارې)) د ترلاسه كولو ډاډ راكوي او ليكي: د ((پښتو هېندارې په ترلاسه كولو ډېر خوشاله شوم، په شوق سره مې ولوستله چې د ((سي آر اى د پنځه شپېته كلن پرمختګ)) تر سرليك لاندې ليكنه، نوموړى وايي، ډېره جالبه او په زړه پورې وه. ښاغلى حنيفي بيا د خپل كلب په اړه ليكي او زياتوي: د ((آريانا پښتو ادبي تنظيم)) څارنه اومشري ((افغان كلتوري بهير)) كوي چې په كوهاټ، نوموړى وايي، د پښتنو يوه لويه ادبي ټولنه ده او له څلورو كلونو راهيسې د پښتو او پښتنو لپاره نه ستړې كېدونكې هلې ځلې كوي. ده بيا د كلب د مشر سيد الرحمن هاشمي او د هغه د كارونو په اړه ليكلي او هم يې د خپلو كړنو يادونه كړې ده. بيا يې د خپل ليك په پاى كې د خپرونې او پروګرامونو د وخت زياتولو، د اورېدونكيو پر نظريو د غور كولو او دغه راز په خبرونو كې د نويو چارو او پېښو په اړه د پښتنو له مشرانو سره د مركو كولو غوښتنه هم كړې ده.

- دغه بل ليك را اخلم چې په مانسهره كې د اچړيانو له كمپ څخه د خراسان كلب مشر نثار احمد احمدي را استولى دى. لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: د خراسان كلب په استازيتوب تاسو ته ليك در استوم، زه ستاسو، دى وايي، يو دايمي اورېدونكى يم، ستاسو ټول پروګرامونه هر وخت د زړه په غوږونو اورم. بيا زياتوي: په رښتيا هم چې د نورو راډيوګانو په پرتله ستاسې خپرونې اوپروګرامونه ډېر په زړه پورې دي، خو د نورو ټولو راډيو ګانو ترمنځ ستاسې د خپرونې وخت ډېر كم دى، مهرباني وكړئ، نوموړى غوښتنه كوي، د خپلې خپرونې وخت څه نا څه زيات كړئ، چې په ترڅ كې يې اورېدونكيو ته پوره معلومات خپاره كړى شئ. اورېدونكي د خپل ليك په پاى كې ليكلي: ما په تېره يوه موده كې د يو څه ستونزو له امله ونه شو كړئ چې ليكونه درواستوم، يو مې، دى وايي، د ښوونځي كلنۍ ازموينې وې او بل مې نورې ستونزې هم درلودې. نوموړي بيا د ستونزو د لري كېدو او هم په راتلونكي كې د خپلو ليكونو لړى د دوام ډاډ راكړى دى. موږ هم د نثار احمد د ليك په ترلاسه كولو او دغه راز د هغه د ستونزو په لري كېدو خوشاله يوو، او هم په ازموينه كې ورته د بشپړ برياليتوب هيله كوو.

- دغه بل ليك بيا پېښور ته څېرمه له مردان څخه اورېدونكي محمد عثمان مردانوي را استولى دى. په پيل كې يې سلامونه او نېكې هيلې څرګندې كړې او بيا يې ليكلي: زما او د سي آر آى ترمنځ اړيكي ډېر پخواني دي، زه باور لرم دى وايي، چې ستاسې د خپرونې لومړى اورېدونكى يم. بيا د خپلې دغې خبرې دليل وړاندې كوي او وايي: ما د سي آر آى چې پخوانى نوم يې (راډيو بېجېنګ) و يو ليك ساتلى چې د 1995 كال د اكتوبر مياشتې په 21 مه را استول شوى او تر اوسه مې له ځان سره ساتلى دى. په هغه وخت كې، اورېدونكى مردانوي، زياتوي موږ له نورو ملګرو سره په ګډه د سي آر آى راډيو لومړى كلب هم جوړ كړ چې نړيوال لسنرز كلب نومېده، او په دې توګه، دى زياتوي، تر اوسه پورې زموږ ترمنځ قلمي روانې دي او هم به دوام لري.

- دغه بل ليك بيا د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ له كڅي كلي څخه د يوراج كلب غړي شهزاده را استولى دى، لومړى يې د چين نړيوالې راديو كار كوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا د خپل مخكيني ليك د خپرېدو په اړه خوښي څرګنده كړې او ليكلي يې دي: ما ته ستاسو سوغات راورسېد له تاسو څخه ډېره مننه كوم، خو ما ته چې، اورېدونكى شهزاده زياتوي، ستاسو له خوا څه رالېږل شوي و پاكټ يې شلېدلى و. بيا يې دغه كار خيانت بللى او زموږ د پروګرام له لارې يې د خپل شكايت د خپرېدو غوښتنه كړې چې، دى وايي، په راتلونكي كې دغه شان كار تكرار نه شي.

- د بلوچستان په پشين كې له تراټې كلي څخه عبد الله جان ارماني په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه او نېكې هيلې څرګندې كړې او بيا يې ليكلي: هيله لرو چې ستاسو په زيار سره د پښتو خپرونه نوره زياته په زړه پورې شي، موږ، دى وايي، ستاسې ټول پروګرامونه اورو او خوند ترې اخلو، په تېره بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام مو ډېر خوښېږي. اورېدونكي عبد الله جان ارماني د خپل ليك په پاى كې د پاكټونو، د تايوان په هكله معلوماتو، پوښتنپاڼو او د نورو موادو د وراستولو غوښته كړې چې، دى وايي، ترې استفاده وكړي.

- دغه بل ليك بيا له كراچۍ څخه زرجان مداخېل را استولى دى، له هر څه مخكې يې نېكې هيلې او سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه ستاسو له راډيو سره ځانګړې مينه لرم، خو كله كله د زياتې بوختيا له امله نه شم كولى چې ستاسې ټولې خپرونې په بشپړه توګه واورم. بيا ليكي: ستاسو د راډيو له معلوماتي پاڼو څخه ډېره استفاده كوم او هيله لرم چې په راتلونكي كې هم خپلې معلوماتي پاڼې او خپرنيز توكي راواستوئ. ښاغلى مداخېل زياتوي: پخوا مې د ډېرو ملګرو شعري ټولګې ستاسو راډيو ته در استولې دي او اوس مې، دى وايي، د خپل ملګري اسماعيل مداخېل شعري ټولګه در استولې ده. په پاى كې يې ليكلي: ستاسو د راډيو (پښتو هېنداره) مې ډېره خوښه ده، ما ته به يې هرو مرو رالېږئ

درنو اورېدونكيو اوس نو بيا پروګرام خپل پاى ته نژدې شوى نو له موسيقۍ مخكې به له ژمنې سره سم د هغو اورېدونكيو نومونه واخلو چې د سه چوان ولايت په اړه په وروستۍ مسابقه كې يې ګډون كړى او بريالي شوي دي:

د لومړۍ جايزې اخيستونكى: په مانسهره كې د خراسان كلب مشر نثار احمد احمدي.

د دوهمې جايزې اخيستونكي: په مظفر ګړ كې د ګالاكسي لسنرز كلب مشر زاهد عباس او په هريپور كې سعيد الرحمان بهير

د درېيمې جايزې اخيستونكي: د كابل پوهنتون زده كوونكى نقيب الله، په مظفر ګړ كې د ماډرن ډي اېكس كلب مشر محمد طارق الرحمن او همدلته د ډي اېكس كلب مشر محمد ياسر اشفاق قريشي

په مسابقه كې بريالي شويو اورېدونكيو ته مباركي وايوو، او دوى ته به جايزې له ټاكلو وروسته واستول شي.

اوس نو درنو اورېدونكيو د موسيقۍ وخت دى نو راځئ چې دا ځل د رحيم غمزده په غږ دغه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د رحيم غمزده په غږ مو سندره واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد تاسې كولى شئ زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ. زموږ د وېبپاڼې پته ده:

https://pushtu.cri.cn

هيله ده زموږ د خپرونې او پروګرامونو په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه راواستوئ، تاسې كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.