د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د جون په لسمه نېټه د غزني په ولايت کې د قبائلو په يوه غونډه کې د ګډون په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د توغنديو له يو بريد سره مخامخ شو، خو په ترڅ کې يې هيڅ مرګژبله رامنځته نه شوه.
د خبر له مخې: د بريد په وخت کې ښاغلي حامد کرزي دغې غونډې ته خبرې کولې چې څو توغندي د دغې غونډې ځای ته د سل ګونو مترو په نژدې سيمه کې ولګېدل. په غونډه کې ګډوډي رامنځته شوه، خو ښاغلي حامد کرزي له ګډون کوونکيو څخه د أرامۍ ساتنې غوښتنه وکړه او په سالمه توګه يې خپله وينا پای ته ورسوله.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدی په همدې ورځ وويل طالبانو پر هغې غونډې دوولس توغندي توغولي چې ولسمشر حامد کرزي ورته وينا کوله.