<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-14 18:32:49    
په څړځايونو کې هنري ننداره ورکوونکې ډلې

cri

ګرانو اوريدونکو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په څړځايونو کې يوه هنري ننداره ورکوونکې ډله دروپيژنو ٠

د چين په شمال د داخلي مغولستان د خپلواکې سيمې د سونيت په څړځايونو کې يوه هنري ننداره ورکوونکې ډله ډېره فعاله ښکاري ، په څړځايونو کې کوچيان دغه ډله د وو لان موچي په نامه وايي ، چې معنا يې په څړخايونو کې ګرځنده هنري ډله ده ،

د دغې ډلې يو بنسټ ايښودونکي او پخواني غړي سپين ږيري باتوسوخه زمونږ خبريال ته وويل  د تيرې پيړۍ د پنځمې لسيزې په پاي کې د مالدارۍ په سيمو کې اقتصاد وروسته پاتې ، ترانسپورت ستونزمن او معلومات کم وو ، په هغه موده کې مالدارانو رنګارنګو معنوي او کلتوري فعاليتونو ته اړتيا درلوده ، لکه وچه مځکه اوبو ته تږې وه ، د سونيتپه څړځايونو کې يومغولي مالدار چې جاوګبادالاخو نيميده وړاندې وکړ چې يوه ګچرځنده هنري ډله جوړه شي چې د مالدارانو کلتوري ژوندانه فعال شي ، د دغه وړانديزله مخې يو شمير مالدارانو په داوطلبانه توګه يوه هنري ډله جوړه کړه ، دا په څړځايونو کې د وو لان موچي په نامه لومړۍ هنري ډله وه ، دغه هنري ډله به په زياتو کلونو کې د داخلي مغولستان په پراخو څړځايونو کې فعاليده اود مالدارانو لپاره به يې د سندرو او نڅاوو په ګډون زيات هنري نندارې ښودلې ، د نوموړي ډلې د جوړيدو په پيل کې يوازې يوولس تنه غړي وو ، خو د دوي ترمنځ هرتن هنري استعداد درلود، دوي وکړای شول چې ښې

سندرې ووايي او هم نڅاوې وکړي ٠

د دغې هنري ډلې د جوړيدو له امله د مالدارانو معنوي او کلتوري ژوندانه رنګارنګ شويوو ، دتيرې پيړۍ د پنځمې لسيزې په پاي کې د داخلي مغولستان خپلواکې سيمې حکومت د دغه ډول هنري ډلې د فعاليتونو د پراختيا لپاره کوشش کړی و ، د وولان موچي په نامه هنري ډلې په پراخو څړځايونو کې خپرې شوې او د مالدارانو هرکلی يې ترلاسه کړی و ، د تيرې پيړۍ په شپږمه لسيزه کې د وو لان موچي په نامه هنري ډلې د داخلي مغولستان په هره ولسوالۍ کې جوړې شوې ، د هنري ډلو غړي نه يوازې هنري نندارې ښودلې بلکې د مالدارانوته يې علمي او تخنيکي معلومات او رنګا رنګ کتابونه وروړلي وو ،نو له دې امله کله چې مالدارانو دا خبر واوريد چې وولان موچي هنري ډله به راشي ، نو دوي د هرکلي لپاره ډېر ليرې ځای ته ورغلل، مالدار الاتا زمونږ خبريال ته وويل  هرځل چې وولانموچي هنري ډله د ننداره کولو لپاره زمونږ څړځای ته راځي ، مونږ ډېر خوشاله شو او غواړو چې له دوي سره زياتې خبرې وکړو  

ګرانو اوريدونکو دغه نخمه چې تاسو اوريدلې پخوا د ولان موچي هنري ډلو لخوا د ښودل شوې يوې نڅا موسيقي وه جې پکې د کوچيانو د معمولي ژوند ښه څرګندشوی دی ،

د چين په داخلي مغولستان کې د ځمکو ساحه ډېره پراخه ده او د مغول ، داوور ، غلونڅون او خوي قومونو په ګډون د ملي لږکيو زيات خلک پکې ژوندکوي ، په تيرو کلونو کې د وولانموچي هنري ډلو د مختلفو قومونو د خلکو له ځانګړتياوو سره سم د بېلابېلو قومونو د خلکو لخوا د خوښۍ وړ هنري نندارې ورکولې چې له دې امله په

داخلي مغولستان کې قومي کلتور او هنر په فعاله توګه پرمختيا موندلې او اغيزه يې هم په ټول هېواد کې خپره شوې وه ،

د شلې پيړۍ په شپږمه لسيزه کې د داخلي مغولستان د خپلواکې سيمې حکومت د وولانموچي په نامه يودوولس کسيزه هنري ډله د نندارو ورکولو لپاره پلازمېنې بيجينګ ته وروليږدواو په بيجينګ کې ددوي په زړه پورې نندارې د ننداره چيانو لخوا ډېر تود هرکلی وشو ، ورپسې د وولانموچي په نامه نور څو هنري ډلې هم د نندارو ورکولو لپاره د چين زياتو سيمو ته هم تللي او ددوي رنګارنګو هنري نندارو د خلکو مينه ترلاسه کړې ده ،

څه د پاسه پنځوس کلونه تير شوي دي ، اوس د داخلي مغولستان په خپلواکه سيمه کې ډېر ستر بدلون منځته راغلی دی ، د کوچيانو په کورونو کې زياتې راډيوګانې او تلويزيونونه ليدل کيږي او ددوي کلتوري ژوند هم د پخوا په پرتله ډېر غني ښکاري ، خو خلک د وولانموچي هنري ډلو د نندارو سره بيا هم ډېره مينه لري ، اوسني وولانموچي هنري ډلې نه يوازي د داخلي مغولستان په څړځايونو کې بلکې د چين دننه او بهر ته هم تللې او د اسيا ، اروپا او افريقا په څه دپاسه شلو هېوادونو کې نندارې ورکړې دي او په هرځای کې يې د خلکو هرکلی شوی و ،

ګرانو اوريدونکيو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، نيکمرغه او خوشاله اوسۍ٠