<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-16 20:11:17    
مونږ او اورېدونکی

cri

عمران – درنواورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې ومنئ! زه امان الله عمران ستاسې د روغتيا، خوشالۍ او د ژوند په چارو كې د برياليتوب او نېكمرغۍ په هيلو بيا هم د موږ او اورېدونكي پروګرام كې درسره ملګرى يم، اورېدو ته مو يې هركلى كوم، هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ، او بيا مو هم له ياده مو ونه ووځي چې په پاى كې د سه چوان ولايت په اړه د وروستۍ معلوماتي مسابقې پايلې هم درته اعلانوو.

- له هر څه مخكې په ليكونو پيل كوم، او دغه لومړى ليك را اخلم چې له كوهاټ څخه د اريانا پښتو ادبي تنظيم مشر سيد وارث حنيفي را استولى دى. د چين نړويالې راډيو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: پروګرامونه مو ډېر خوندور دي، په تېره بيا ژوند په چين كې، موږ او اورېدونكي، چين ته سفر، هنر او كلتور، د چيني ژپې لوست او د ښځې او ټولنې پروګرامونه ډېر په زړه پورې دي، بيا ليكي: په راتلونكې كې هم ستاسو د لا نور برياليتوپ هيله لرم چې دغه شان په زړه پورې پروګرامونه چمتو او وړاندې كړئ. اورېدونكى حنيفي زياتوي: ستاسې له خوا د اورېدونكيو تر منځ د سيالۍ په اړه ليك راورسېد، خوشاله شوم، دى وايي، چې د اورېدونكيو لپاره داسې يو ښكلى پروګرام برابروئ، په دې توګه به د چين نړيواله راډيو نور پرمختګ هم وكړي او د اورېدونكيو پاملرنه به نوره هم راجلب كړي او د اورېدونكيو شمېر به نور هم زيات شي. نوموړي بيا د سياليو ترسره كول يو غوره او په زړه پورې كار بللى او هيله يې څرګنده كړې چې د اورېدونكيو كلبونه په اخلاص سره په كې برخه واخلي، بيا اورېدونكي حنيفي پخپله هم په سيالۍ كې د برخې اخيستنې هوډ څرګند كړى دى.

- دغه بل ليك را اخلم چې له مانسهرې څخه قسيم الله همدرد را استولى دى. لومړى يې د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې دخپلو ملګريو هر يو فضل الله عمري، لطف الله عمري، لقمان الله عمري، محمد شاكر وطنپال، سيد احمد احمدي، سراج الحق ديوانه او فدا محمد فدا له خوا د نېكو هيلو يادونه هم كړې او وايي: موږ ټول د لغمان كلب غړي يوو. بيا ليكي: زه قسيم الله همدرد د لغمان كلب د مشر مرستيال يم، او تر اوسه مې، نوموړى زياتوي، نژدې 15 تنه اورېدونكي د لغمان كلب غړيتوب او د سي آر آى راډيو پښتو خپرونې اورېدو ته هڅولي دي او زموږ د كلب د غړيو شمېر مخ په زياتېدو دى. اورېدونكى قسيم الله همدرد بيا د چين نړيوالې راډيو پروګرامونه ډېر ښه او په زړه پورې بللي او ليكي تل يې اوري او خوند ترې اخلي. خو بيا شكايت كوي او وايي: دا شپږ مياشتې كېږي چې موږ پر له پسې ليكونه درلېږو، خو ستاسې له خوا يې، دى وايي، ځواب نه راځي او له همدې امله مو، نوموړى زياتوي، ونه شو كړاى چې شينجيانګ ته د كتنې پروګرام په مسابقه كې ګډون وكړو. اورېدونكى قسيم الله همدرد د خپل ليك په پاى كې له سي آر آى راډيو څخه د خپل خپګان يادونه كوي او وايي: د ټولو كلبونو نومونه او هم د اورېدونكيو ليكونه په پښتو هنداره كې خپرېږي، خو زموږ د كلب نوم يا د كوم غړي اورېدونكي ليك نه دى خپور شوى. نو اورېدونكي ښاغلي همدرد ته وايوو، چې اوس پښتو خپرونه د كلبونو په اړه معلومات غونډوي نو هيله ده چې تاسې هم د خپل كلب په اړه بشپړ معلومات راواستوئ، او دا چې تاسو ته د پښتو خپرونې له خوا خپرنيز توكي نه در رسېږي ښايي چې ستاسې په پته او يا پوسته كې څه ستونزې وي.

- د بلوچستان له ژوب څخه دس ي آر آى لسنرز كلب مشر اورېدونكى رفيع الله مندوخېل په خپل ليك كې لومړى د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې همكارانو ته سلامونه وايي او بيا ليكي: له 1990 كال راهيسې سي آر آى راډيو اورو، په 1998كال كې مو د سي آر آى لسنرز په نامه يو كلب جوړ كړ، چې مشري يې، دى وايي، زما رفيع الله مندو خېل پر غاړه ده، او د ټول ښار لومړى لسنرز كلب دى، موږ دلته په ژوب ښار او سيمه كې د چين نړيواله راډيو ډېر خلكو ته ورپېژندلې ده. بيا زياتوي: د چين نړيوالې راډيو، يا د پښتو خپرونې او يا هم د چين د ولسي جمهوريت د بنسټ اېښودنې ورځو په مناسبت مو ډېرې غونډې او سيمينارونه جوړ كړي دي. اورېدونكى رفيع الله مندوخېل ليكي: زموږ سيمه ډېره وروسته پاتې ده، د ساينس او تكنولوژۍ په اوسني عصر كې هم دلته له نړۍ نه د خلكو د خبرېدو يوازينۍ سرچينه راډيو ده. بيا زياتوي: پخوا به خلكو خبرونو لپاره د بي بي سي، امريكا غږ او نورې راډيو ګانې اورېدلې، خو كله چې موږ، دى وايي، سي آر آى خلكو ته وروپېژندله او دېر خلك مو د چين راډيو پښتو خپرونې اورېدو ته راوبلل نو اوس بيخي ډېر خلك د خبرونو اورېدو په موخه د سي آر آى راډيو اوري. ښاغلى مندو خېل بيا د پښتو خپرونې پروګرامونه ستايي او ليكي: پر خپرونو او تبصرو سربېره ستاسې نور تفريحي او معلوماتي پروګرامونه هم د خلكو ډېر خوښېږي، خلك دلته، نوموړى زياتوي، ستاسې پښتو هېنداره هم ډېره خوښوي. اورېدونكى مندوخېل د خپل ليك په پاى كې ليكي: دلته په ژوب كې ستاسو خپرونې په لنډو څپو 31 مترو ډېر صافې اورېدل كېږي، كه د اردو او هندي په شان پښتو خپرونې هم په منځنيو څپو خپرې كړئ ډېر به ښه وي. بيا ګيله كوي او وايي: له بده مرغه چې تر اوسه مو زموږ يو ليك او د كلب نوم هم په پښتو هنداره كې نه دى خپور كړى.

- دغه بل ليك بيا له مانسهرې څخه د خراسان كلب غړي قدرت الله ارماني را استولى دى، د سي آر آى راډيو ټولو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي:زه ستاسو ټول پروګرامونه ډېر په شوق سره اورم، د شپې له خوا مو خپرونې سمې نه اورېدل كېږي، شينجيانګ ته د كتنې پروګرام، دى زياتوي، په صاف ډول نه اورېدل كېږي او پرې سم نه پوهېږو، او بيا يې په څرګند ډول د دغه پروګرام د خپرېدو هيله كړې ده. اورېدونكى ارماني په خپل ليك كې د ((پښتو هېندارې)) اوومه ګڼه په زړه پورې بللې او وايي په ډېر شوق سره يې ولوستله او بيا يې هيله كړې چې په مياشتنۍ توګه خپره شي.

قدرمنو اورېدونكيو يو ځل بيا يادونه كوم چې تاسې كولى شئ پر راډيو سربېره زموږ خپرونې او بېلابېل پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم واورئ او بېلا بېل معلوماتي توكې ولولئ نو كه انټرنېټ ته لاسرسى لري، هيله ده د پښتو خپرونې وېبپاڼه وګورئ، خپرونې او پروګرامونه ولولئ او واورئ او دغه راز په اړه يې د ليوكونو او برېښنا ليك له لارې له موږ سره خپل نظرونه شريك كړئ، زموږ خپرونې وارزوئ او هم يې د لا نور ښه والي لپاره وړانديزونه وكړئ. هيله ده قلم او كاغذ مو چمتو كړى وي او د پروګرام په پاى كې د پښتو خپرونې د وېبپاڼې، برېښنا ليك او هم په اسلام آباد كې د پوستي صندوق پتې له ځان سره يې وليكئ. اوس نو بيا پروګرام خپل پاى ته نژدې شوى نو له موسيقۍ مخكې به يو ځل بيا د هغو اورېدونكيو نومونه واخلو چې د سه چوان ولايت په اړه په وروستۍ مسابقه كې يې ګډون كړى او بريالي شوي دي:

د لومړۍ جايزې اخيستونكى: په مانسهره كې د خراسان كلب مشر نثار احمد احمدي.

د دوهمې جايزې اخيستونكي: په مظفر ګړ كې د ګالاكسي لسنرز كلب مشر زاهد عباس او په هريپور كې سعيد الرحمان بهير

د درېيمې جايزې اخيستونكي: د كابل پوهنتون زده كوونكى نقيب الله، په مظفر ګړ كې د ماډرن ډي اېكس كلب مشر محمد طارق الرحمن او همدلته د ډي اېكس كلب مشر محمد ياسر اشفاق قريشي

په مسابقه كې بريالي شويو اورېدونكيو ته مباركي وايوو، او دوى ته به جايزې له ټاكلو وروسته واستول شي.

اوس نو درنو اورېدونكيو د موسيقۍ وخت دى نو راځئ چې دا ځل نغمې په غږ دغه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د نغمې په غږ مو سندره واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد تاسې كولى شئ زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ. زموږ د وېبپاڼې پته ده:

https://pushtu.cri.cn

هيله ده زموږ د خپرونې او پروګرامونو په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه راواستوئ، تاسې كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.