دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍ کی به تاسو ته د همغږی په نامه د کنسرټ يو لړ خوندوری سندری وړاندی کړو٠
په دی وروستيو ورځو کی د چين او سويزرليند سندرغاړی په بېجينګ کی د همغږی په نامه يو کنسرټ جوړ کړی وو چی پکی سندرغاړيو اورېدونکو ته ښکلی کلتوری ننداری وړاندی کړی٠ لومړی به موږ په ګډه د چين سندرغاړی سو باو لی او شو له له خوا ويل شوی يوه خوندوره سندره واورو چی نوم يی دی د سولی مرغه والوزه٠
( سندره ١ )
دغه کنسرټ د چين د ماشومانو کلتوری او هنری صندوق له خوا جوړ شوی وو چی د خيرښېګڼی يو لوی فعاليت ګڼل کيږی٠چين او سويزرليند لرغونی تاريخ او کلتور لری ، سوله او همغږی د دواړو هېوادونو د خلکو ګډه هيله ده٠ دواړو هېوادونو د کنسرټ د جوړېدو له لاری د دواړو هېوادونو خلکو هيلی څرګندی کړی چی د کتلوری فعاليت له لاری د دواړو خواوو ترمنځ تګ را تګ زيات شی او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستی ټينګه شی٠
( سندره ٢ )
ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د سويزرليند سندرغاړی له خوا ويل شوی د
يوه سويزرليندی سندره واورېده چی نوم يی وو پسرلی راغلی٠ په دغه سندره کی د
پسرلی ښکلی منظری او د خلکو خوشاله احساسات څرګند شوی٠
د پروګرام په پای کی به موږ په ګډه د چين د کوريا قوم سندرغاړی بيان ينګ هوا له خوا د دغه قوم يوه ويل شوی مشهوره ولسی سندره واورو چی نوم يی دی اليلانګ٠
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!