د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د جون په اوولسمه نېټه وويل د پاکستان او چين تر منځ د هراړخيزې همکارۍ پياوړتيا د سيمه ايز ثبات او نړيوالې سولې لپاره ګټوره ده.
ښاغلي عزيز په همدې ورځ په پاکستان کې د چين سفارت په يوه مېلمستيا کې وويل د پاکستان په اند، چين ټولو ته د احترام، باور او تعجب وړ هېواد دی.
په پاکستان کې د چين سفير لو جاو هوی په تير اپريل کې چين ته د ښاغلي عزيز بريالي سفر په اړه نوموړي ته مبارکی وويله او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو ټينګېدو په برخه کې يې د ده له کوششونو مننه وکړه.