د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغانستان د پلازمېنې کابل په مرکزی سيمه کې د جون د اوولسمې نېټې په سهار پر افغان پوليسو يو بمی بريد وشو چې له امله يی لږ تر لږه پنځه ديرش تنه ووژل او څه باندی پنځوس تنه نور ټپيان شول. وسله والو طالبانو د نوموړې چاودنې پړه پر غاړه اخيستې ده. دا د طالبانو رژيم له نسکورولو راهيسی په افغانستان کې تر ټولو سخت بمی بريد ګڼل کيږی.
د افغانستان د کورنيو چارو وزير په همدې ورځ ماښام د لومړی پلټنې رپوټ خپور کړ. په دغه رپوټ کې ويل شوي يو عمومی بس چې څه دپاسه شپېته تنه پوليس پکې سپاره وو، د کابل پوليسو ادارې د دروازې په وړاندی کې يوه درنه چاودنه وشوه. د نوموړې چاودنې له امله ځينی نور موټرونه وران شوي او عام خلک ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د کابل د پوليسو ادارې د يو مسؤل په وينا حکومت ضد وسله والو کسانو له چاودنې مخکی په موټر کې بمونه ايښی وو. په وژل شويو کسانو کې دوه ويشت تنه پوليس او ديارلس تنه نور عام خلک دي.
له چاودنې وروسته د دغه هېواد ولسمشر حامد کرزي دې ته اشاره وکړه چې د طالبانو موخه د افغانستان د پوليسو ځواک د جوړونې مخنيوی او د ځانی امنيت د ساتلو لپاره د افغانانو د کوښښونو ورانول دي. په همدې ورځ د اروپايی ټولنې نوبتی مشر هېواد المان هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه چاودنه وغندله.
په اعلاميه کې دغه خبره تکرار شوي چې د نوموړي بريد له امله به د افغانستان د پوليسو ځواک د جوړولو د ملاتړ په اړه د اروپايی ټولنې هود لا ټينګ شی.
له دې وروسته چې د روان کال د می په پای کې وسله والو طالبانو په افغانستان کې د کمين په نامه په خپلو عملياتو د پيل اعلان وکړ، په دغه هېواد کې پر افغان پوليسو او بهرنيو سرتيريو د ځانمرګيو بريدونو شمېر زيات شوي دي. د می په شپاړسمه نېټه په کابل کې د امنيت د نړيوالو مرستندويه ځواکونو د موټرونو پر کاروان د يوې ځانمرګی چاودنې له امله څلور تنه عام خلک ووژل او څلور تنه نور ټپيان شول. د څېړونکو په أند په تېره اوږده موده کې د افغانستان د امنيتی حالت د ترينګلتيا وجې بېلا بېل دي.
لومړی، له جګړې وروسته د افغانستان د بيا رغونې په بهير کې ځنډ له حکومت څخه د افغانانو پر ملاتړ منفی اغېزه کړې ده. که څه هم نړيوالې ټولنې افغانستان ته د ديارلس مليارډ امريکايی ډالرو په ارزښت د مرستې ژمنه کړې، خو بيا هم د بيا رغونې په بهير کې د دغه هېواد اړتياوې نه شی پوره کېدای. يوه مهمه خبره دا ده چې د لويديځو هېوادونو له خوا ژمنه شوي پيسې پر وخت افغانستان ته نه دي ورکړي شوي. سر بيره پر دې، له دې امله چې د دغه هېواد په حکومت کې اداری فساد زيات او کاری کيفيت يی ټيټ دی، نو ځکه د افغانانو د ژوند سويه نه ده لوړه شوې او پر حکومتی تګلارو د عامو خلکو نيوکې زياتې شوي دي.
دوهم، له جګړې وروسته په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د لويديځو هېوادونو په مرسته جوړ شوی سياسی جوړښت د دغه هېواد د اقتصادی بيا رغونې
لپاره ښه زمينه نه ده برابره کړې. له جګړې وروسته د جوړجاړي د شرطونو په توګه د افغانستان ځينو ځايی ځواکونو په حکومت او پارلمان کې زياتې مهمې څوکۍ ونيولې. نو له دې امله، د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ حکومت د ځايی وسله والو ډلو د منحلولو او د نشه يی توکيو د له منځه وړلو په ساحو کې له زياتو ستونزو سره مخامخ شو. په داسی حال کې د هېواد د امنيتی حالت د ساتلو او د نشه يی توکيو له قاچاق سره د مبارزې په اړه د دغه هېواد توان کمزوری دی او نشه يی توکی د طالبانو په شمول د حکومت ضد د وسله والو ځواکونو مهمه اقتصادی سرچينه ګرځېدلی ده.
دريم، له وسله والو طالبانو سره د مبارزې په برخه کې د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ پر ضد جګړې په اړه په ټولنه کې زيات توپيرونه موجود دي. د ناتو ځيني غړي هېوادونه نه غواړی د افغانستان جنوب او ختيځ ته خپل سرتيري وليږي.
څېړونکو دې ته اشاره کوي که څه هم په اوسنی حال کې وسله وال طالبان د افغانستان حکومت د راپرزولو توان نه لری، خو د دغه هېواد د اقتصادی بيا جوړونې پر بهير يی زياته اغېزه کړې ده. د هېواد د بيا رغونې د ځنډولو له امله به له حکومت څخه د عامو خلکو ملاتړ او د ترهګرۍ ضد د مبارزې کوښښونه کم شي. نو له دې امله به په افغانستان کې ګډوډي دوام ولری.