د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخی، په افغانستان کې د بريتانيا سفير شيرارد کوپير کولس د جون په شلمه نېټه د بي بي سي راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل د بريتانيی ځواکونو بايد په دغه هېواد کې شل ګونه کاله پاتې شي. ځکه چې په افغانستان کې به د يو ثابت حکومت جوړونه اوږد وخت وغواړي او بريتانيا به له افغانانو سره په بېلا بېلو برخو کې مرستی وکړي.
د يو بل خبر له مخې، بريتانيا پلان لري چې افغانستان ته نور ديپلوماتان وليږي.