د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخی، د م م سرمنشی بان کی مون د جون په شلمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په افغانستان کې پر پوليسو بمی بريد ته پاملرنه کړې او سخته غندنه يې وکړه.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د نوموړی او پخوانيو يو لړ بريدونو له امله لس ګونه وګړی ووژل شول چې يوولس تنه ماشومان هم پکې شامل وو. په دغه اعلاميه کې هم د افغانستان له حکومت او نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه شوې چې د عامو وګړيو د امنيت ساتنې لپاره اړين تدبيرونه ونيسی.