<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-21 19:47:10    
په بيجينګ کې د اويغوري قوم د شلوتنو کوچنيانو د زده کړو او ژوند په باب معلومات

cri

ګرانو اوريدونکو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په بيجنګ کې د اوغوري قوم د شلو تنو کوچنيانو د زده کړې او ژوند په اړه يو لړ معلومات وړاندې کړو ٠

دوه کاله مخکې شل تنه پنځلس کلن کوچنيان د زده کړې په نيت د چين د سينجيانګ د اويغوري قوم له خپلواکې سيمې څخه پلازمېنې بيجينګ ښار ته راغلل تر اوسه پورې دوه کاله تيرشوي دي ، د دوي د زده کړې او ژوند حالات څنګه دی ا و څه بدلون يې موندلی دی ؟ راځۍ مونږ سر ه يوځای د دوي ښوونځي ته ځواو ددوي په اړه کيسه اورو ، 

دغه شل تنه اويغوري کوچنيان د بيجنګ د قومي کلتور او هنر په مسلکي ښوونځي کي زده کړه کوي ، دغه ښوونځی په بيجنګ ښار کې يوازنی داسې مسلکي ښوونځی دی چې د لږکيو قومونو لپاره منځنې سويه لرونکي فني او هنري پرسونل روزي ، د سينجيانګ د لږکيو سيمو د اقتصادي پرمختګ سره د مرستې دپاره د بيجنګ ښار د قومي کلتور او هنر مسلکي ښوونځي د سينجيانګ د لږکيو قومونو د بااستعداده شخصيتونو د روزنې دنده په غاړه واخيستله ، په ٢٠٠٥ کال کې دغه ښوونځي د سينجيانګ د خه تيان له بيوزلې سيمې څخه شل تنه هنري استعداد لرونکي اويغوري کوچنيان ومنل او هيله يې وکړه چې دوي په بيجنګ ښار کې د سيستماتيکو زده کړو له لارې خپل هنري توان لوړکړي ،

د نوموړي ښوونځي مشر ښاغلي شيوې باو سيانګ وويل دغه کوچنيان پر کلتوري زده کړې برسيره په ځانګړي توګه د سندرو ويلو او نڅاکولو په برخه کې هم

روزنه ترسره کوي ، هغه وويل  څرنګه چې د اويغوري قوم خلک په سندره ويلو او نڅاکولو کې لوي لاس لري ، نو ځکه مونږ هيله لرو چې ددوي ځانګړتيا پراخه کړو مونږ کوشش کوو چې ددوي هنري استعداد لوړکړوچې له دغه ښوونځي څخه د فارغيدو وروسته وکولای شي چې په بيجنګ کې خپل هنري استعداد څرګندکړي ،

ښاغلي شيوې زموږ خبريال ته وويل دغه اويغوري کوچنيان په سينجيانګ کې څه باندې لس کاله تيرکړي دي ، زياتره يې کوم ليرې ځای ته نه و تللی ، کله چې دوي تازه له خپلو کورونو څخه بيجنګ ښار ته راغلل تل خپل پلار او مور يادووله ، نو په دې مهال ښوونځي ددوي لپاره وړيا تيلفون برابروه چې له خپل پلار او مور سره د تيلفون پر کرښې خبرې وکړي ، دغه راز ښوونځي هم د دوي دلپاره اسلامي خوراکونه برابروي ، ښاغلي شيوې زياته کړه چې د دغوکوچنيانود معلوماتو زياتولو لپاره ښوونځي کله کله دوي له ښوونځي څخه نورو ځايونو ته بوځي ، هغه وويل د ملي جشن په ورځو کې دوي پوځي کمپونو ته ځي او د سرتيريو پوځي تمرين ګوري برسيره پر دې دوي هم د بيجينګ ښار له شاهي ماڼۍ ، لوي ديوال او ښکلي طبيعي منظره لرونکي ځايونو څخه ليدنه کوي ،

د ښوونځي ټول استاذان د خپلو کوچنيانو په شان دغو اويغوري کوچنيانو ته پاملرنه کوي ، نو ځکه دغه کوچنيان د ښوونځي او استادانو سره هم ډېره مينه لري ، په بيجنګ کې د دوو کلونو په تيريدو سره دغو کوچنيانو زيات محصولات ترلاسه کړي دي ، هلک روستامزموږ خبريال ته وويل٥  مونږ په ژوند کې زيات معلومات ترلاسه کړي دي ، اوس مونږ کولای شوچې پخپله ژوندکوو ، او ځينې

ستونزې هم ليرې کولای شو ،

د دغو کوچنيانو لپاره د خوښۍ وړ کار دا دی چې د ښوونځي په هنري فعاليتونو کې برخه اخلي ، روستام وويل هرکله چې کوم بهرني ميلمانه ښوونځي ته راځي ، دوي هميشه د ميلمنو لپاره هنري ننداره ورکوي ، د روستام لپاره د يادونې کار دی چې د اپريل په مياشت کې د بيجنګ د هنري فيستوال په يوه سيالۍ کې د دوي لخوا ترسره شوي يوه اويغوري نڅا لومړی مقام ونيول شو،

اوس دغه شل تنه کوچنيان خپل ښکلی نيت او د کوششونو موخه لري ، يو هلک وويل  زه هيله لرم چې په بيجنګ کې پاته شم او ﻻزيات پوهنې ترلاسه کړم ، يو بل هلک وويل زه نيت لرم چې په بيجنګ کې په يو پوهنتون کې زده کړه وکړم او په راتلونکي کې به د خپل وطن د ابادۍ لپاره زيار وباسم ، 

که په کوم مهال دغه کوچنيان خپل خوب په واقعيت بدل شوي وي ، نو د ددوي معلمان به ډېر خوشاله او وياړجن وي ،

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، نيکمرغه او خوشاله اوسۍ ٠