<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-21 19:36:47    
غرونو او سيند ته نژدې د چونګ چينګ ښکلی ښار

cri

ښايي چې تاسی د چين د سيلانۍ مشهورو سيمو د يادونې په وخت کې د يانځه سيند د دريو تنګيو سيمه او د دا ځو ډبرينې بودايي مجسمې اوريدلی وې، همدغه دوه نامتو ځايونه د چين د چونګ چينګ ښار ته نژدې پراته دي. اوس چونګ چينګ ښار د ښکلو طبيعی منظرو او انسانی اثارو له مخې نور زيات چينی او بهرني سيلانيان راجلبوي.

شک نه شته چې د يانځه سيند له دريو تنګيو څخه ليدنه د چونګ چينګ ښار د سيلانۍ په ترڅ کې تر ټولو زړه جلبونکې ده. همدغه تنګی د چيو تان ، وو او شي لينګ له دريو تنګيو څخه جوړيږي او د شپږ زره او درې سوو کيلومترو په اوږدوالي د چين د لومړی لوي يانځه سيند په پاسنۍ برخه کې ډيرې ژورې درې دي چې د لوي سيند څپاندې اوبه ترې تيريږي او منظرې يي ډيرې ښکلي او ځانګړي دي. دری تنګي له لويديځ څخه تر ختيځ پورې دوه سوه کيلومتره اوږدوالی لری چې نوي کيلومتره يي بالکل ژورې درې دي. د وګړيو په وينا د چيو تان تنګی ډير لوی. د وو تنګی ډير ښکلی او د شي لينګ تنګی ډيرخطرناک دی چې له امله يي دغه درې تنګي زښت

د يانځه سيند د دريو تنګيو دره په نړۍکې تر ټولو لويه دره ده چې سيلانيان د بيړيو په وسيله له دغو تنګيو څخه ليدنه او پر غاړو يې د ښکليو منظرو سيل کولای شي. له شان دونګ ولايت څخه راغلي سيلاني ښاغلي لي د بيړۍ په وسيله له دريو تنګيو

څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل د چونګ چينګ د څاو تيان من له بندر څخه د بيړۍ په وسيله وخوځيدم او د سيلانی بيړۍ له روانيدو سره سره می د سيند په دواړو غاړو کې له ښکليو منظرو څخه خونداخيستی کوې. کيدای شي چې سيلانيان د بيړۍ د دواړو خواو ته لوړ غرونه ، تنګي او د سيند پر غاړو پراته خواره واره کلي وګوری چې له مخې به يي دوی د يو فلم ليدو په شان احساس کوې.

د يانځه سيند دريو تنګيو ته سفر په هغو دريو ښو لارو کې شامل دی چې د چين د سيلانی اداری له خوا ټاکل شوي دي . د دريو تنګيو د اوبو لګولو پروژی له أبادۍ سره سم په دريو تنګيو کې نوې ښکلې منظرې زيات شمېرسيلانيان هم راجلبوی.

ګرانو اوريدونکو، په چونګ چينګ ښار کې د يانځه سيند له دريو تنګيو پرته په دا ځو سيمه کې د غره په لمن کې حکاکی شوې بودايي مجسمې هم د ليدو وړ دي. دغې لويې يا کوچنۍ مجسمې د زرو کلونو تاريخ لری چې په چين کې د سمڅو کلتور د وتلی استازيتوب کوي. په ١٩٩٩ کال کې په دا ځو کې حکاکی شوی ډبرينې مجسمې د م م د يونيسکو سازمان له خوا د نړۍ د کلتوري ميراثونو په ليست کې وشميرل شوې.

دغې مجسمې د چونګ چينګ ښار د دا ځو په ولسوالی کې پرتې دي چې د باو دينګ شان او بی شان غرونو په لمنو کې حکاکي شوي او تر اوسه پورې په ښه توګه ساتل شوي دي. د باو دينګ شان غره د څلور سوه مترو په اوږدوالي لمن کې د دا فو وان په مرکز کې نژدی لس زره مجسمې حکاکی شوي دي چې ترسيم شوي بودايي کيسې يې يو انځوريز داستان ته ورته دي . د دا ځو د هنري موزيم لارښوونکې يانګ چين وويل

د جنوبي سونګ په امپراتوری لړی کې يعنی د ميلاد له ١١٧٤ کال څخه تر ١٢٥٢ کال

پوری په دې ځاي کې يو نامتو راهب چې چاو جی فنګ نوميده ، د نولس کلنی په

مهال د بودايي دين د خپراوي په موخه په دا فو وان کې د بودايي مجسمو په حکاکۍ پيل وکړ چې اويا کلونه يي دوام درلود.

د عامو وګړيو تر منځ د بوډيزم خپرولو په موخه د دا فو وان ډبرينې مجسمې ژوندي ښکاري.له المان څخه راغلې سيلانې ميرمن هيلدی اندريسين د دا ځو له ځينو مجسمو څخه له ليدلو وروسته په هيجانی توګه وويل د دغو مجسمو له ليدو څخه مې ډيره ګټه اخيستې ده . دا زما لپاره يو ډير ښه فرصت دی چې دغه ښکلي هنری شيان له نژدې ګورم او د اړوند تاريخ په اړه معلومات تر لاسه کوم.

په وروستيو کلونو کې په چونګ چينګ کې د سيلانی چارو چټک پرمختګ کړی او دغه ځای ته د تلونکو سيلانيانو شمېر او د سيلانۍ له چارو څخه اخيستل شوې ګټې په پر له پسې توګه زياتې شوې دي . ګرانو اوريدونکو، هيله من وو چې تاسی هم يوه ورځ دغه ښکلی ځای ته سفر وکړئ!