د چين د نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې محترمو اورېدونکو د پروګرام د دغې کړۍ اورېدو ته مو زه خوشحال تايب په سلامونو او نېکو هيلو رابولم،خدای وکړي چې د خپرونې تر پايه زموږ سره مله پاتې شئ،ګرانو دوستانو څو ورځې دمخه دلته په بيجينګ کې د چين د نړيوالو خبري رسنيو پوهنتون پښتو څانکې ته ورغلی وم او له هغو زده کوونکيو سره مې ولیدل چې پدې پوهنتون کې د پښتو ژبې په زده کړه بوخت دي،
ګرانو اورېدنکيو کله چې موږ دلته د چين په نړیواله راډيو کې خپلې ورځنۍ چارې ترسره کوو، نو د اونۍ په اوږدو کې يو شمير نوي ځوانان هم د زده کړو يا عملي کارونو لپاره راځي،نو ما ته دا پوښتنه را پيدا شوه چې دا ځوانان څوک دي او په کومو زده کړو بوخت دي؟ نو دوي په ځواب کې راته وويل چې د چين د نړيوالو خبري رسنيو له پوهنتون څخه راغلي يو او غواړو دلته خپل عملي کارونه ترسره کړو ځکه د چين د نړیوالې راډيو په پښتو څانګې کې ټول کارونه په پښتو ژبه ترسره کيږي او د داشان ځوانانو د تمرين او عملي کار لپاره هم ډېر ښه ځای بلل کيدای شي،نو ددوي په غوښتنه موږ هم ددوی ټولګي ته د ورتلو وعده ورسره وکړه چې له نږدې څخه يې وګورو،دغه پوهنتون زموږ د هستوګنې له ځای څخه ښايسته لېرې دی،ما او زما همکار عمران صاحب سهار وختي د ځمکې لاندې اورګاډي يا ميترو له لارې حرکت وکړ،او د اورګاډي په وروستي تم ځای کې ورڅخه ښکته شولو،ځکه هلته مو د ځينو زده کوونکيو سره د يو ځاي کيدو وعده کړې وه، وروسته تر لنډو شيبو زده کونکي شکريه،سپوږمۍ،حميد او زړګی راپيدا شول او لږ شيبه وروسته مو د بل اورګاډي په وسيلې د پوهنتون په لوري حرکت وکړ،د لارې په اوږدو کې سپوږمۍ او شکريه د ځينو شيانو او د خپلو زده کړو او پوهتنون په اړه معلومات راکول،چې راته په زړه پورې وو، آغلې شکريه د خپل پوهنتون په کله وايي زموږ پوهنتون د بجينګ ښار په ختيځه څنډه کې پروت دی،ديارلس پوهنځي لري او شاوخوا لس زره تنه زده کوونکي پکې په بيلابيلو برخو کې په زده کړو بوخت دي،دا پوهنتون د چين له ډېرو مهمو پوهنتونونو څخه شمېرل کيږي،او د خبري رسنيو د چټک پرمختګ لپاره يې زيات کارونه کړيدي،ددې پوهنتون زده کوونکي له ډول ډول نندارو،سپورت،سندرو او فلمونو سره مينه او علاقه لري، دلارې په اوږدو کې مې له دغو څلور تنو محصلينو سره د دوی د زده کړو او ژوند په اړه ځينې پوښتنې وکړې،شکريه وايي دوی په دوه زره څلورم کال کې دغه پوهنتون ته راغلي او دا يې د زده کړو دريم کال دی،وړاندې تر دې په ١٩٦٤،١٩٦٧،١٩٦٨،١٩٩٠،١٩٩١، او دوه زرم ميلادي کال کې هم ددې پوهنتون له پښتو څانګې څخه محصلين فارغ شويدي،چې د چين او افغانستان تر منځ يې د دوستۍ په ټينګولو کې مهم رول لوبولی دی.
ډېر ژر پوهنتون ته ورسېدو،هوا ډېره ښکلې او باراني وه،شاوخوا رنګارنګ ښکلي ګلان،جګې شنې ونې او ښايسته چمنونه هرې خواته ليدل کېدل،د پښتو څانګه د پوهنتون په شمالي برخه کې پرته ده،کله چې د پښتو ټولګي ته ورننوتو،نو استاد مو وليد چې زده کوونکيو ته يې په پښتو روانه ژبه خبرې کولې،دغه استاد چې جينګ مين نوميږي او اصلا چيني دی خو پښتو ژبه يې داسې زده کړې چې له پښتنو سره يې توپير په آسانۍ نه کيږي،موږ يې په ورين تندی ټولګي ته وروبللو،زده کوونکيو هم د اسلام عليکم په ويلو سره زموږ څخه تود هرکلی وکړ، استاد جينګ مين وويل چې نن خپله زده کوونکيو څه برابر کړي،چې موږ او تاسې به يې ژر وګورو،رښتيا هم کله مې چی په ټولګي کې شاوخواته وکتل نو څو يو شمېر زده کونکي مې وليدل چې په کوچنيو ډلو سره ويشل شوي وو،او پخپلو منځونو کې يې پښتو او چيني ژبې ويلې او داسې ښکاريده چې د څه لپاره تياري نيسي،يو دوه تنه په کمپيوتر لګيا وو او ځانکړې موسيقي يې لټوله او عياروله،بل خوا وږمه او يو تن بل زده کوونکي.د تورې تختې شاته ولاړه وه او په ډېر مهارت سره يې د تختي پر مخ ځينې تصويرونه او انځورنه انځورول،ډېره تکړه،چټکه او له مهارت څخه ډکه وه،ځينو نورو هم خپلې جامې برابرولې او يو شمير نورو بيا ميزونه او څوکۍ سره ځای پر ځای کول چې ددوی د نندارو لپاره ځای برابر شي،
محترمو دوستانو کله چې هغه وخت ما وليدل نو دې زده کوونکيو يو ډول د خوښۍ احساس کاوو،او په ډېر شوق او خوښۍ سره يې د خپلو نندارو لپاره تياري نيوله،که څه هم ښايي دوی له مخکې څخه خپلو دغو نندارو ته تياريانې درلودې او زيات تمرينونه به يې کړي وي،خو هغه مهال يې خپل ورستی کوښښ کاوه،چې د نندارو په وړاندې کولو کې کومه تېروتنه ونه کړي،
درنو اوريدونکيو د پښتو په دغه ټولګي کې نولس تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي،چې څلور يې هلکان او پنځلس تنه نورې يې نجونې دي،دوي ټولو د خپلو ځانونو لپاره پښتو نومونه هم غوره کړيدي،چې زه به ددوی پښتو نومونه درته واخلم،
نسرين،حميده،آرين،شکريه،خوږه،ليلا،زرينه،سودابه،سپوږمۍ،بنفشه، بريښنا،نازنين،نقره،وږمه،توريالی،حميد، شريف،زمرک او زړګی
ددې ټولګي يوې زده کوونکې نسرين وويل دوي دلته د چين له مختلفو ولايتونو څخه يواځې د يوې ګډې موخې يا هدف لپاره سره راټول شويدي،چې هغه د پښتو ژبې په ښه توګه زده کول دي، محترمو اوريدونکو زما په آند نننی پروګرام ډېر ژر پای ته ورسېد ځکه چې د سټډيو ساعت چې ګورم نو د ددغې برخې وخت پای ته په رسېدو کې دی،او زموږ اصلي کيسه چې د زده کوونکيو لخوا د نندارو وړاندې کول وو پر ځای پاتې شوه،نو که ستاسې خوښه وي پاتې کيسه به په بله اوونۍ کې په ګډه سره واوروو،که تاسې ددغو زده کوونکيو او يا هم د خبري رسنيو د پوهنتون په هکله څه پوښتنې لرۍ نو د خپلو ليکونو په وسيلې يې زموږ سره شريکې کړئ،د اوس لپاره خپله اوسني کوربه خوشحال تايب ته اجازه راکړئ،تر راتلونکې اونۍ او د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په پاک او مهربانه خدای سپارم. ښاد او او آباد اوسئ.