<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-23 19:04:35    
موږ او اورېدونكي

cri

عمران – درنو اورېدونكيو زما امان الله عمران سلامونه او نېكې هيلې ومنئ! هيله من يم روغ، خوشاله او د ژوند په چارو كې بريالي او نېكمرغه وئ. د موږ او اورېدونكي پروګرام اورېدو ته مو هركلى كوم، هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ!

- سمدلاسه پروګرام پيل كوم او لومړى ليك را اخلم چې له مانسهرې څخه محمد اويس امين را استولى دى. په پيل كې يې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زما ملګري هر يو نثار احمد احمدي، ګل احمد تقوى، اسامه امين، آصف علي خان، ډاكتر عياش، داد محمد، راز محمد وفا او عثمان خان هم تاسو ته خپل سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كوي. بيا ليكي: زه د خراسان كلب غړى يم، ستاسو پروګرامونه ډېر ښه دي او زه يې په منظمه توګه اورم، نه يوازې زه، بلكه، دى وايي، كورنۍ مې يې هم را سره اوري او تاسو ته ليكونه هم درلېږو. اورېدونكى اويس امين زياتوي: تاسو ته مو مخكې ډېر ليكونه در استولي چې د خپل پروګرام وخت زيات كړئ، ځكه، نوموړى وايي، ستاسې خپرونه ډېر معلومات وړاندې كوي، كه څه هم پښتو مې په سمه توګه نه ده زده، خو د چين له نړيوالې راډيو سره مې دومره مينه ده چې تاسو ته مې په ليكونو ليكنه كې پښتو زده كړه. اورېدونكي اسامه امين په پاى كې ليكلي: زموږ سره پاكټونه ختم شوي، موږ ته پاكټونه او خپل خپرنيز توكي را واستوئ.

- د مانسهرې له اچړيانو څخه حسن خان قلميار په خپل ليك كې د سي آر آى راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه وايي او بيا ليكي: زه او زما ملګري هر يو د آريانا كلب مشر محمد عارف عرفان، طارق الله همدرد او قدرت الله ارماني د آريانا كلب غړي يوو، ستاسو ټول پروګرامونه په شوق او ذوق سره اورو، په تېره بيا د موږ او اورېدونكي او موسيقۍ پروګرام ډېر اورو. خو بيا ګيله كوي او وايي: ما تر اوسه يوازې د يو ليك ځواب تر لاسه كړى دى، نور ټول ورك شوي او پاكټونه مې، دى وايي، له نورو ملګرو نه په پور اخيستي دي. اورېدونكى حسن خان پر عبد الكبير محمدي تور لګوي چې دوى ته ورلېږل شوي مطبوعاتي توكې اخلي او ضايع كوي يې، بيا د راډيو له لارې نوموړي ته د نصيحت غوښتنه كوي، او وايي: كه نه نو دى به ډېر خپه شي او قلمي اړيكي به وشلوي. نوموړي بيا د خپل ليك په پاى كې د پاكټونو، مجلو او مطبوعاتو د وراستولو غوښته كړې ده. نو موږ اورېدونكي عبد الكبير ته وايوو، كه چېرې په رښتيا هم نورو ته ور استول شوي مطبوعاتي توكي اخلي، نو له دې وروسته دې دا كار نه كوي، او يوازې خپل توكي دې اخلي.

- دغه بل ليك بيا هم له مانسهرې څخه اورېدونكي سراج الحق را استولى دى، له سلامونو وروسته يې د خپلو ملګرو هر يو فضل الله عمري، قسيم الله همدرد، فدا محمد فدا او محمد شاكر وطنپال نومونه ليكلي او بيا يې ويلي: دا زما درېيم ليك دى چې تاسو ته يې در استوم، ستاسې ټولې خپرونې اورم. اورېدونكي سراج الحق بيا پښتو هېنداره په زړه پورې بللې او ليكي چې: سړى ترې ډېر څه معلومات ترلاسه كولى شي، ما چې وكتله نو، دى وايي، ډېر څه مې ترې زده كړل. نوموړي بيا د خپل ليك په پاى كې د پاكټونو ورواستولو غوښتنه كړې ده.

- له مانسهرې څخه يو بل اورېدونكى د خراسان كلب غړى عبيد الله صديق په خپل ليك كې سي آر آى راډيو كاركوونكيو په تېره بيا د پښتو هېندارې چلوونكيو ته سلامونه وايي، او بيا ليكي: زه ستاسو يو دايمې اورېدونكى يم، ستاسې خپرونې مې، دى وايي، ډېرې خوښېږي. په راتلونكي كې به، نوموړى زياتوي، تاسو ته ټوكې، شعرونه او لنډۍ درلېږم هيله ده ټول راته خپاره كړئ. اورېدونكي عبيد الله صديق د خپل ليك په پاى كې ليكلي: كه ماته د چين د لوى دېوال وېډيو كسېټ راولېږئ، ډېر به خوشاله شم او پر دې سربېره يې بيا د پښتو هېندارې د بېلابېلو ګڼو د وراستولو غوښتنه هم كړې ده.

- دغه بل ليك را اخلم چې په مانسهره كې د لغمان كلب غړي صدام عمر عمري را استولى دى، د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه ستاسې خپرونې په ډېره مينه اورم، خو له بده مرغه، نومړى زياتوي، چې يو څو مياشتې مې د څه ستونزو له امله ونشو كړى چې تاسو ته ليكونه درواستوم، خو بيا ژمنه كوي چې له دې ليك وروسته به د ليكونو لړۍ پيل كوي.

- له همدغه ځاى څخه د لغمان كلب مشر فضل الله عمري هم يو ليك را استولى دى، سي آر اى راډيو كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې (چاته په سپكه سترګه مه ګوره) يوه ليكنه رالېږلې او په په پروګرام كې يې د خپرونې غوښتنه كړې، چې د وخت د كموالي له امله يې نشو لوستلى. بيا يې د خپل ليك په پاى كې د مطبوعاتو او پاكټونو د وراستولو غوښتنه هم كړې ده.

- بيا هم له مانسهرې څخه د خراسان كلب مشر نثار احمد احمدي له خوا يو ليك رارسېدلى دى. د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته يې لاسمونه ويلي، او بيا يې ليكلي: زه ستاسو يو دايمي اورېدونكى يم او تل ستاسې ښكلي پروګرامونه اورم، او ټول پروګرامونه مو د ستاينې وړ دي. اورېدونكى احمدي ليكي: زموږ په ځاى كې اورېدونكي ستاسې د سيلانۍ او هنري پروګرامونه ډېر خوښوي او په دېره مينه يې اوري، زه هيله كوم، نوموړى وايي، چې په راتلونكي كې لا زيات په زړه پورې پروګرامونه اورېدونكيو ته چمتو كړئ. نثار احمد احمدي بيا ګيله كوي او ليكي: تاسو زموږ نيوكو، وړانديزونو او نظريو ته پاملرنه نه كوئ، تاسې په هر پروګرام كې وايئ چې زموږ د پروګرامونو په اړه نظريې، وړانديزونه او نيوكې راواستوئ، خو كله يې موږ درواستوو، دى وايي، نو بيا هېڅ پاملرنه ورته نه كوئ. څو څو ځله مو، نوموړى زياتوي، تاسو ته ليكلي چې د پښتو خپرونې وخت زيات كړئ خو تاسو زموږ دغه وړانديز ته هېڅ پام نه كوئ. نوموړى بيا ګواښ كوي او ليكي: كه په راتلونكي كې مو زموږ پر وړانديزونو غور ونه كړ نو بيا به، دى واي، يوازې ساده ساده ليكونه در استوو. ښاغلى احمدي بيا خپل وړانديزونه ليكي او وايي: په عمومي ډول د پښتو خپرونې وخت زيات كړئ او د موږ او اورېدونكي پروګرام ته پوره نيم ساعت وخت ځانګړى كړئ. له اورېدونكيو سره ټليفوني مركې وكړئ او بيا دغه مركې په پروګرام كې خپرې كړئ. د موسيقۍ وخت زيات او يو ځانګړى پروګرام ورته جوړ كړئ، ځكه چې، دى وايي، موسيقي د روح غذا ده. بيا زياتوي: يوه داسې مجله چاپ كړئ چې د اورېدونكيو انځورونه او د هغوى د استوګنې په اړه معلومات په كې خپاره شي. بيا نظر څرګندوي او وايي: كه پښتو هېنداره له درې مياشتنۍ څخه يوه مياشتنۍ كړئ نو اورېدونكي به لازيات معلومات ترلاسه كړى شي.

د اورېدونكي نثار احمد احمدي له ليك او ګټورو وړانديزونو مننه كوو. ده او دغه ټولو اورېدونكيو ته يادونه كوو چې د ټولو اورېدونكيو نظرونه، وړانديزونه او نيوكې په پام كې نيول كېږي، خو يو نظر يا وړانديز په دې موخه نه وړاندې كېږي چې ژر يا هرو مرو بايد پلى شي. هيله ده چې زموږ تر منځ د نظرونو او وړانديزونو تبادله د جوړونې، پرمختګ او لا نور ښه والي په موخه وي او داوې يا لانجې مو ترمنځ نه وي.

نو قدرمنو اورېدونكيو هيله ده پر همدې بنسټ زموږ ترمنځ ملګرتيا او اړيكي دوام وكړي، تاسې زموږ خپرونې او بېلابېل پروګرامونه واورئ او په اړه يې له موږ سره اړيكي ونيسئ. پر راډيو سربېره د پښتو خپرونې انټرنېټ پاڼه وګورئ او بېلا بېل معلوماتي توكي ولولئ نو كه انټرنېټ ته لاسرسى لرئ، هيله ده هر وخت زموږ د خپرونې او پروګرامونه په اړه د ليوكونو او برېښنا ليك له لارې خپل نظرونه له موږ سره شريك كړئ، زموږ خپرونې وارزوئ او هم يې د لا نور ښه والي لپاره وړانديزونه وكړئ. هيله ده قلم او كاغذ مو چمتو كړى وي او د پروګرام په پاى كې د پښتو خپرونې د وېبپاڼې، برېښنا ليك او هم په اسلام آباد كې د پوستي صندوق پتې له ځان سره وليكئ. اوس نو بيا پروګرام خپل پاى ته نژدې شوى او د موسيقۍ وخت دى نو راځئ چې دا ځل د ناشناس په غږ دغه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د ناشناس سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد تاسې كولى شئ زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ. زموږ د وېبپاڼې پته ده:

https://pushtu.cri.cn

هيله ده زموږ د خپرونې او پروګرامونو په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه راواستوئ، تاسې كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.