د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د جون په درويشتمه نېټه په وروستيو ورځو کې د ايتلافی ځواکونو لخوا د عامو خلکو د وژنې غندنه وکړه او و يې ويل دغه شان پېښې د دغه هېواد د امنيت او ثبات لپاره ګټورې نه دي.
حامد کرزي په همدې ورځ په افغانستان کې د ايتلافی ځواکونو د غلطو پوځي فعاليتونو له امله، د عامو وګړيو د ډېرې مرګ ژوبلې په اړه يوې مطبوعاتی غونډې ته وينا وکړه. په تيرو لسو ورځو کې نژدی نوی تنه افغان وګړي د ايتلافی ځواکونو په پوځی عملياتو کې وژل شوي دي. نو ښاغلي کرزي له ايتلافی ځواکونو څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان له حکومت سره خپله همکاری او همغږی پياوړی کړي.