د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان د طالبانو وسله والې ډلې يو وياند د جون په اته ويشتمه نېټه وويل : دغه ډلې د افغانستان ١٦ تنه مين پاکان خوشی کړي چې څو ورځې مخکې يې تښتولي وو٠
د طالبانو وياند امين الله عاطف وويل : وسله وال طالبانو د جون د ٢٧ نېټې په شپه نهه تنه او د ٢٨ نېټې په لوی سهار اووه تنه تښتول شوی مين پاکان د غزنی په ولايت کی خوشی کړل ٠ که څه هم طالبانو لا تر اوسه يو تن له ځان سره ساتلی، خو هغه به هم ژر خوشی شی٠
د طالبانو يو بل وياند قاري يوسف احمدی څرګنده کړه چې دوی او د افغانستان حکومت د يرغملو د خوشی کولو په هکله هيڅ موافقه ليک نه دی لاسليک کړی٠ طالبان وايی : دوی ځکه دغه مين پاکان خوشي کړې چې بی ګناه خلک وو٠