<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-28 19:12:39    
په يو تبتي کور کې

cri

ګرانو اوريدونکو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسې له موږ سره يو ځای له يوه تبتي کور څخه ليدنه وکړۍ ٠

د مې مياشتې په يوه ورځ کې زموږ خبريال په موټرکې د يوه تبتي وګړي کارسيڅيرکور ته ورغی چې د چين په شمال د چينګ های جهيل په شمالي غاړه کې دی ، څرنګه چې دغه ځای د سمندري سطحې څخه درې زره متره لوړوالی لري ، نو ځکه د مې په مياشت کې د دغه ځای هوا سړه وي او د جهيل اوبه هم کنګل شوي وي او څړځایونه هم لا نه وی شنه شوی ، کله چې زموږ خبريال د ښاغلي کارسيڅير کور ته ورسيد ويې کتل چې د کور خاوند د ميلمانو د هرکلي لپاره خپلې دروازې په مخ کې ولاړ دی ،

د کارسيڅير کور نهه کوټې لري که څه هم د کور بهر هوا سړه وه ، خو د کور دننه تودوخه لوړه وه ، 

په روښانه او پراخه ميلمه خانه کې د لوړې سويې کورني برقي سامان الات او نور نوي شيان ليدل کيږي ، پر ميز باندې ډول ډول خواړه پراته دي ، کله چې موږ د ميز په څنګ کې کښيناستلود دغه کور اوه پنځوس کلن خاوند کارسيڅير له مونږ سره د خپل کور د بدلون په اړه وغږيدل ، هغه وويل   مونږ په ١٩٨٩ کال کې دغه ځای ته راغلو او د دايمي استوګنې لپاره موکور جوړکړ، پخوا زموږ نيکونه په کيږديو کې اوسيدل او کوچياني ژونديې کاوه ، خو اوس موږ په دايمي کورونوکې اوسيږو او زموږ د خوراکونو په جوړښت کې هم ستر بدلون راغلی او د ژوند سويه مو هم لوړه شوې ده ، پخوا د تبتيانو د ورځې عمده خوراکونه د غوايه او پسه غوښې وې او سابه کم وو ،خو اوس دوي سابه او نور خوراکونه هم خوري ٠

د تبتي قوم د خوراکونو د دود له مخې د ميلمه پالنې لپاره بايد زياتې غوښې برابرکړي ، خو نن ورځ خاوند د ميلمنولپاره زيات ډولونه سابه پاخه کړي دي ، ښاغلي کارسيڅير زموږ خبريالانو ته وويل دوي په خپله توده خانه کې زياته سبزي کري او ترلاسه شوي تازه سبزي نه يوازې د خپلې کورنۍ اړتياپوره کولای شي بلکه يو شمير تازه سبزي ګاونډيانو ته هم ورکوي ، هغه وويل په ژوند او خوراکونوکې د بدلون له امله اوس د کوچيانو روغتيا د پخوا په پر تله هم ښه شوې ده،د کارسيڅير نږور لاموڅو زموږ خبريالانو ته وويل  په وروستيو څو کلونو کې زموږ د کوچيانو په ژوند کې ستر بدلون رامنځته شوی دی ، که څه هم زموږ کور په غره کې دی خو د حکومت د مرستې او زموږ د کوششونو له امله ټولو کوچيانو خپل دايمي کورونه جوړکړي دي ، تيرکال حکومت د کوچيانو کورونو ته د بريښنا مزي غزولی او د نل اوبه يې مونږ ته هم رسولي دي ٠ اوس د کوچيانو د ژوندانه سويه لوړه شوې ده ٠ښاغلي کارسيڅو وويل اوس دده په کور کې څه باندې يو زر دوه سوه پسونه او يو سلو اويا غوايان روزل کيږي ، تيرکال يوازې د غويانو او پسونو د پلورنې څخه ترلاسه شوي خالص عايدات له شپيتو زرو يوانو څخه اوښتی وو ، په همدې کال کې ښاغلی کارسيڅير په ښار کې د خپل زوي لپاره د اتيا زره يوانو په بيه يو نوی کور واخيست ٠

د کارسيڅير په ملګرتيا زموږ خبريالان د ده د زوي نوې ودانۍ ته ورغلل ، دغه

وداني درې کوټې لري او په کور کې درول شوي سامان الات د نورو ښاريانو د کورنيو سامان الاتو سره څه توپير نه لري ، د کارسيڅير ښځې هارمومونږ ته وويل

پخوابه ښځو په څړځايونو کې ډېرزيارونه ايستل ، څرنګه چې استوکنځي يې خوځنده وو ، نو په ټول کال کې به په غويانو او پسونو پسي ګرځيدې او هره ورځ ډوډۍ پخوله او کورني کارونه به يې ترسره کول چې له امله يې روغتيا بيخي ناوړه شوې وه ، خو اوس يې حالت ښه شوی دی ، مونږ نه يوازې په غټ او روښانه کور کې اوسيږو بلکې عصري کورني سامان الات مو هم اخيستي دي ، د بيلګې په توګه يخچال ، تلويزيون او داسې نور ، دغه ښه ژوند مو پخوا په خوب کې هم نه و ليدلی ،

د ژوندانه سويه لوړه شوې او د کوچيانو احساسات هم له خوښۍ څخه ډک دي ، ميرمن هارمو په خوشالۍ سره يوه تبتي سندره وويله ،  

ګرانو اورېدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځاي پاي ته ورسيد ، نيکمرغه او خوشاله اوسۍ ٠