<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-30 17:47:05    
مونږ او اورېدونکی

cri

عمران – درنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ! هيله من يم روغتيا، خوشالي او د ژوند په چارو كې مو برياليتوب او نېكمرغي په برخه وي. زه امان الله عمران مو بيا هم د موږ او اورېدونكي پروګرام اورېدو ته هركلى كوم، هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ!

- پرورګرام پيل كوم او دغه لومړى ليك را اخلم چې په پاكستان كې له مظفر ګړ څخه د ماډرن ډي اېكس كلب مشر محمد طارق رحمان را استولى دى. د سي آر آى پښتو خپرونې ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: د پاكستان او چين ترمنځ دوستي نه ختمېدونكې ده، او د وخت په تېرېدو سره، نوموړى وايي، نوره هم پياوړې كېږي. بيا ليكي: د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوستۍ كې د چين له خوا تل وړاندې والى راغلى او د دغې دوستۍ د پياوړتيا لپاره دواړه هېوادونه كوشش كوي. اورېدونكى محمد طارق رحمان بيا له چين څخه د پاكستان د لومړي وزير د وروستۍ ليدنې يادونه كوي چې د ده په وينا له مخې به يې دغه دوستي نوره هم پياوړې شي. د دغې ليدنې په ترڅ كې، دى وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همكارۍ او مرستې زيات شمېر تړونونه لاسليك شول چې ده يې د سوداګرۍ او دغه راز ساينس او تكنولوژۍ برخو يادونه كړې ده. نوموړى بيا د پاكستان د لومړي وزير د ليدنې پر وخت د سي آر آى پښتو خپرونو ته اشاره كوي او وايي: ستاسې خبرونه او تبصرې ډېرې ښې او له معلوماتې ډكې وې، زموږ د كلب د ټولو غړيو، دى وايي، ډېرې خوښې شوې او په دې برخه كې ستاسې د برياليتوب په اړه ډېره ډېره مباركي وايي. اورېدونكى طارق رحمان بيا د سه چوان ولايت په اړه په معلوماتي مسابقه كې د خپل ګډون يادونه كوي او ليكي: د دغې مسابقې په اړه موږ ته لږ شمېر پوښتنپاڼې رالېږل شوې وې، نو موږ په خپله، دى واي، نورې پوښتنپاڼې چاپ كړې او تاسو ته مو درولېږلې، او هيله لرو چې تاسو يې ومنئ ده د خپل ليك په پاى كې ليكلي: زموږ په سيمه كې ستاسې خپرونې سمې نه اورېدل كېږي، هيله ده سمې يې كړئ!

- دغه بل ليك بيا له مانسهرې څخه د خراسان كلب غړي عبيد الله صديق را استولى دى. د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: ستاسې خپرونه ټوله موږ نه شو اورېدلى، ځكه چې دى واي، نورې خپرونې ورسره ګډېږي. بيا ګيله كوي او وايي: ستاسو له خوا ماته هېڅ مطبوعات نه رارسېږي، د خراسان كلب له نورو غړيو پاكټونه اخلم او بيا تاسو ته په كې ليك درلېږم، نو د پاكټونو ډېر پوروړى يم پاكټونو او نور مطبوعاتي توكي راولېږئ!

- بيا هم له مانسهرې څخه د آريانا كلب غړي حسن خان قلميار په خپل ليك كې لومړى د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: له ماسره مې ملګري هر يو طارق الله همدرد، نثار احمد احمدي، قدرت الله ارماني، نور ګل خان، عبد الرحمن، سردار خان د صوبه سرحد په مانسهره كې د اچړيان كمپ اوسېدونكي يوو. اورېدونكى حسن خان بيا ګيله كوي او ليكي: نه پوهېږم كله چې نور اورېدونكي ليكونه درلېږي نو، دى وايي، د سر په سترګو يې منئ او زه چې كله ليك درواستوم، دى زياتوي، نو بيا يې پته هم نه لګېږي. اورېدونكى حسن خان ليكي: ډېر ګيله من يم چې ليكونه مې نه خپروئ، داسې مه كوئ، دى غوښتنه كوي، ليكونه مې خپروئ، كه لامل يې د پروګرام د وخت كموالى وي نو كه كولى شئ د پروګرام وخت زيات كړئ چې د اورېدونكيو له ګيلو خلاص شئ.

- بيا هم له مانسهرې څخه د لغمان كلب مشر فضل الله عمري ليك را استولى دى. د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه د لغمان كلب مشر يم. اوسمهال، دى وايي، د لغمان كلب د غړيو شمېر له پنځه ويشتو څخه زيات دى. ښاغلى عمري بيا غوښتنه كوي او وايي: تاسې بايد موږ ته زيات پاكټونه راولېږئ چې، دى وايي، موږ د خپل كلب غړيو د زياتوالي لپاره كوشش وكړو. ده بيا د (زړه مه ماتوه) په سرليك يوه ليكنه هم را استولې چې د وخت د كموالي له امله يې نه شو لوستلى.

- له مانسهرې څخه يو بل اورېدونكى محمد اويس امين په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته له سلامونو وروسته د خپلې كلنۍ ازموينې يادونه كوي چې پيل شوې او وايي: په كور كې يم، كه څه هم ازموينې دي، خو سي آر آى راډيو را په ياد شوه نو قلم او كاغذ مې راواخيست او تاسو ته مې په ليك ليكنه پيل وكړ. له ازموينو سره سره، دى وايي، موږ ستاسې پروګرامونه په منظمه توګه اورو. اورېدونكى اويس امين زياتوي: ډېر خوشاله شوم چې تاسو د كلبونو تر منځ سيالي او مسابقه پيل كوئ، زموږ كلب به، دى وايي، په ډېره ولوله په كې ګډون وكړي. نوموړى بيا د خپرونې وخت د زياتوالي غوښتنه كوي او ليكي: موږ له پښتو خپرونې ډېر معلومات ترلاسه كوو. په پاى كې يې د مطبوعاتو، پاكټونو او عكسونو او دغه راز د نازيه اقبال په غږ د يوې سندرې خپرولو غوښتنه هم كړې ده.

- دغه بل ليك بيا په بلوچستان كې د پشين له تراټې كلي څخه بدر الدين عزيزي را استولى دى. له خپلو ملګريو هر يو مولا داد ثاقب، عبد الباري حيران او محمد نعيم آزاد سره يو ځاى يې د چين نړيوالې راډيو كار كوونكيو او اورېدونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: نژدې يو كال كېږي چې نه مو زموږ ليك خپور كړئ او نه مو هېڅ مطبوعات رالېږلي دي! بيا وايي: د پښتو هېندارې يوازې لومړۍ څلور ګڼې راسره شته، نو پنځمه او له هغې وروسته چې څو ګڼې چاپ شوې، دى غوښتنه كوي، ټولې به رالېږئ! اورېدونكي عزيزي بيا خپل يو آزاد شعر هم را استولى چې ورته وبه يې لولو:

بېګا په نيمه شپه

له كوره ووتم

د پورې غره په لمن كې

تورو كاڼو ته غږېدم

سپوږمۍ او ستوريو راته غوږ نيولى و

او نري نري شمال مې

سړې سړې سلګۍ رانه تښتولې

همدا وخت مې د خيال ښاپېرۍ ته

ستا شهزاده ياد راغى

او راته ويې ويل

ته او دا وخت دلته؟!

ما ويل، هو!

ما دلته ستا زړه لټاتوه..

د اورېدونكي بدرالدين عزيزي له ليك او شعر ډېره مننه كوو، هيله ده اورېدلى يې وي او د ليكونو د نه خپرېدا ګيله يې لرې شوې وي.

- د انګلستان له برمنګهم څخه خليل الرحمن بهير په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه وايي او بيا ليكي: ډېره موده وروسته تاسې ته ليك در استوم، له پاكستان څخه مې ډېر ليكونه در استولي خو له انګلستان څخه مې دا لومړى ليك دى چې دراستوم يې. اورېدونكى خليل الرحمن بهير زياتوي: زه ستاسې د CCTV ټلويزيون خپرونې هره ورځ ګورم او دغه راز، دى وايي، ستاسې پښتو وېبپاڼه هم ګورم. بيا د يوې ستونزې يادونه كوي او وايي: چې د پښتو وېبپاڼې پرانيستنه ډېر وخت اخلي، نوره ډېره په زړه پورې ده او زه يې، دى ليكي، هر وخت ګورم.

نو قدرمنو اورېدونكيو هيله ده تاسې هم زموږ خپرونې او بېلابېل پروګرامونه واورئ او په اړه يې له موږ سره اړيكي ونيسئ. پر راډيو اورېدولو سربېره د پښتو خپرونې انټرنېټ پاڼه وګورئ او بېلا بېل معلوماتي توكي ولولئ، زموږ خپرونې وارزوئ او هم يې د لا نور ښه والي لپاره وړانديزونه وكړئ. هيله ده قلم او كاغذ مو چمتو كړى وي او د پروګرام په پاى كې د پښتو خپرونې د وېبپاڼې، برېښنا ليك او هم په اسلام آباد كې د پوستي صندوق پتې له ځان سره وليكئ. اوس نو بيا پروګرام خپل پاى ته نژدې شوى او د موسيقۍ وخت دى نو راځئ چې دا ځل د اورېدونكي محمد اويس امين په خوښه د نازيه اقبال يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د نازيه اقبال سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد تاسې كولى شئ زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ. زموږ د وېبپاڼې پته ده: https://pushtu.cri.cn

تاسې كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.