دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اورېدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهورې سندرغاړې پنګ لی يوان له خوا ويل شوی د شان دونګ ولايت يو لړ ولسی سندری وړاندی کړو٠
( سندره ١ )
ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د پنګ لی يوان له خوا ويل شوی يوه خوندوره سندره واورېده چی نوم يی دی سکي وهل٠
شان دونګ ولايت د چين په ختيځ کی واقع دی چی د چين د کلتوری پرمختګ يوه لرغونی سرچينه ده٠ د شان دونګ په ولايت کی زيات شمېر ولسی سندری راپاتی شوی چی نغمی يی ډېری خوندوری دی٠
( سندره ٢ )
پنګ لی يوان د چين يوه مشهوره سندرغاړی ده چی ښکلی غږ لری٠ د تېری پيړۍ په ٨٠ لسيزه کی پنګ لی يوان د شان دونګ ولايت د يوی خوندوری سندری له لاری زيات شمېر اورېدونکی راجلب کړی٠ تاسو همدا اوس دغه سندره واورېده ٠
پنګ لی يوان په ٢٠٠٤ کال کی د ولسی سندرو يو البوم خپور کړ چی پکی د بېلا بېلو سبکونو ١٣ سندری ثبت شوی٠ د پروګرام په پای کی به موږ په ګډه د پنګ لی يوان له خوا ويل شوی د يی منګ غر يوه سندره واورو ٠
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!