د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د ناټو سرمنشی جاپ دی هوپ شيفير چې اوس د ايتاليا په روم کې د افغانستان د قانونی چارو په غونډه کې ګډون کوي، د جولای په درېيمه نېټه ژمنه وکړه چې په دغه هېواد کې به د عامو وګړيو د مرګژوبلې د مخنيوي لپاره لا زيات تدبيرونه ونيسي.
نوموړي په يوه خبري ناسه کې وويل ناټو د هغو پيښو د مخنيوي لپاره تر وسی پوری کارونه تر سره کوي چې په ترڅ کې يې عامو وګړيو ته مرګژبله رسېږي. هغه په ټينګار سره وويل د طالبانو وسله وال کسان تل د عامو وګړيو تر منځ فعاليتونه تر سره کوی، نو له دوی سره د نښتو په ترڅ کې ستونزې رامنځته کېږي.
د م م سرمنشی بان کی مون هم په همدې ورځ په خپله وينا کې د عامو وګړيو د مرګژوبلې مسئلې يادونه وکړه. هغه وويل افغان پوځ او پوليس او دغه راز نړيوال سوله ساتی ځواکونه بايد له طالبانو سره د نښتو او عملياتو په ترڅ کې نړيوال قوانين مراعات کړي.