<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-07-05 17:28:57    
د تبت په مرکز لاسا ښار کې د داجاو معبد

cri

د دا جاو په نامه لوي معبد د تبت په سيمه کې تر ټولو پخوانی معبد دی چې د ميلاد د اوومې پيړۍ په سر کې جوړشوی او څو ځله پراخ او ترميم شوی دی ، دا په تبت کې يو ډېر مشهور معبد دی چې پراخوالی يې پنځه ويشت زره مربع مترو ته رسيږي ، ټول معبد ډېر غټ او عظيم ښکاري او اصلي وداني يې يوه درې پوړيزه وداني ده او بام يې د سروزرو په تختو پوښل شوی چې د لمر تر وړانګو لاندې ځليږي ، د داجاو معبد د اداري کميټې مرستيال او د دغه معبد مشهور راهب نيماڅيژن د دغه معبد د کلتوري او تاريخي ارزښت د يادونې په ترڅ کې وويل  داجاو معبد دوه ارزښتناک ټکي لري ، لومړی د نړۍ د بشري کلتور له پلوه دغه معبدد ټول بشريت پو قيمتي اثر دی او دوهم ، په دغه معبد کې د بودايي دين د بنسټ ايښودونکي د دوولس کلن ساکياموني د ونې له جګوالي سره برابره مجسمه ولاړه ده چې دا هم په ټوله نړۍکې لږ ليدل کيږي ، مونږ ټول بودايان ورته د ژوندی ساکياموني په شان ګورو ،

د معلوماتو له مخې دغه مجسمه تر اوسه پورې څه باندې دوه زره او پنځه سوه کاله تاريخ لري او له ژيړ څخه جوړه شوې او د سرو زرو په تختو پوښل شوې ده ، په تبت کې بودايان او د ساکياموني پيروان د دغې بودايي مجسمې د کتنې لپاره داجاو معبد ته ځي ، د داجاو معبد د يوه قيمتي اثر په توګه د تبتي قوم د

خلکو په زړونو کې دوي ته تر خپل ژوند هم ګران ښکاري او ددوي د عقيدې سرچينه هم ګڼل کيږي ٠ د سيلانيانو لارښوونکې نجلۍ لي شياوخوا وويل   د دغې مجسمې ټول بدن په قيمتي ډبرو ښکلی شوی چې د پيروانو لخوا برابرې شوی دی ،

دبودايي بنسټ ايښودونکي ساکياموني پر مجسمې سربيره په نوموړي معبد کې يوه بله مجسمه هم ولاړه ده چې د دغه معبد بنسټ ايښودونکی او د تبت پخوانی پاچا سونجانګانبومجسمه ده ، سونځانګنبواو دده دوې ميرمنې چې يوه د چين د تانګ د امپراطوري مودې شهزادګۍاو بله د نيپال شهزادګۍ وه د تبتيانو په زړونو کې د رب النوع په توګه ګڼل کيږي٠

د سيلانيانو ﻻرښوونکې نجلۍ لي شياو خوا زمونږ خبريال ته وويل  د اصلي ودانۍ په لومړي او دوهم پوړکې پرلرګيوحکاکي شوې بودايي مجسمې ليدل کيږي چې د تبت د پخواني پاچا سونځانکنبو لخوا د دغه معبد د جوړولو په وخت کې پخپله حکاکي شوې دي ،

برسيره پرد ې په داجاو معبد کې د صندل لرګيو څحه د جوړې شوې دروازې چوکاټ او ځينې ستنې هم په پوره توګه ښه ساتل شوي چې په اوومه ميلادي پيړۍ کې د داجاو معبد د جوړيدو څخه راپاتې شوې دي ، د ګڼ شمير خلکو لخوا د مښلو له امله دغې لرګينې ستنې صافې شوې دي ، ، د حيرانۍ وړ کار دا دی چې په ځينو ستنو کې د انسانانو غاښونه هم ليدل کيږي ،په دې اړه د سيلانيانو لارښوونکې نجلۍ لي شياو خوا وويل  د ساکياموني ريښتيني او مخلص پيروان له ليرو ځايونو څخه لاسا ته راځي ان ځينې کسان د يو کال يا څو کلونو لپاره دغه معبد ته راتلای شي ، ځينې کسان د بېلابېلو عاملونو له امله په لارو کې ناروغيږي او يا مړه کيږي، په دغه وخت کې دوي خپل غاښونه له خولو څخه وباسي او خپلو انډيوالانو ته يې ورکوي چې داجامعبد ته يوسي او پردغو لرګينو ستنو باندې يې ولګوي ٠

هره ورځ دا جاو معبد له بودايي پيروانو څخه ډک وی ، نجلۍ چينګ چينګ چې د چين له سي څوان ولايت څخه راغلې او په لاسا ښار کې يې درې کاله هستوګنه کړې تل دغې معبد ته راځي او د خپلې کمرې له لارې د بودايي پيروانو لخوا د مذهبي مراسمو د اداکولو عکسونه اخلي ، هغې وويل  بودايي پيروان له دومره ليرو ځايونو څخه دغه معبد ته راځي او له پيل څخه په سجده کولو د خپل هدف ځای ته روانيږي ، دوي ريښتيني پيروان دي ، ددوي روحيه پر ما ډېره اغيزه کوي ،

ګرانو اوريدونکو زمونږ پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد نيکمرغه او خوشاله اوسۍ ٠