د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د المان د بهرنيو چارو وزارت د جولای په پنځمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ هغه المانی چې د جون په اته ويشتمه نېټه په افغانستان کې تښتول شوی وو، خوشی شوی او اوس په دغه هېواد کې د ناتو په مشری د امنيت ساتنې نړيوال ځواک تر سيوری لاندی دی.
دغه خبر د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند په همدې ورځ ورکړ.
د معلوماتو له مخې، دغه المانی اوسيدونکی د المان لخوا افغانستان ته نه وو ليږل شوی او د مرستندويه سازمان غړی او يا خبريال هم نه دی.